غلام حکومت او محکوم ملت

ابو یاسر افغان

دجالي یرغلګر قوتونه اسلامي ځمکې اشغالوي او بیا پرې د خپلې خوښې غلام حکومتونه مسلطوي؛ موږ افغانان هم نن د تاریخ له یوۀ داسې دور څخه تیریږو چې ځمکه او فضا مو د صلیبي او یهودي یرغلګرو په تسلط کې دي او یو داسې حکومت زموږ پر خلکو مسلط دی چې له سره تر پایه له فساد نه ډک، مامورین یې غرب ته تر ځان او ایمان زیات وفادار او واک یې د نشت سره برابر دی، عجیبه ده چې اوس هم یو څوک د اسلام دعوه کوي او د ارګ لاټیان چې په رأس کې یې اشرف غني راځي، د افغانانو او افغانستان لپاره خادمان او مخلصین ګڼي، که په واقعیت کې یو څوک مسلمان وي، افغان وي او پر ذهن یې د تغریبیت خطرناک وایروس حمله نه وي کړي، که یې په خیټه کې د جاسوسۍ او غلامۍ له درکه تر لاسه شوي حرام ډالر نه وي پراته، نو هغه به چیرته هم دومره احمقانه قضاوت و نه کړي چې د غرب برین واش لاسپوڅي مشران د افغانانو لپاره خیرخواه وګڼي.

دلته دا هره ورځ بمباري، چاپې، وژنې او نا امني یوې خواته او د فقر، تعصبونو، ارتداد او ناهیلۍ وبا بلې خواته، چې په خورا چټکۍ سره خپریږي، د امن څرک نه لګیږي، په ملت کې ویره ترهه خپره ده، زموږ په وینو هلته په غرب کې بولۍ وهل کیږي، غرب موږ ته د مرستو او بیا رغونې په پلمه توپونه او بمونه راوړي، د مخدره توکو سره د مبارزې په پلمه د قاچاقبرۍ او مافیا کاروبار ته لا وده ورکوي، د تعلیم په پلمه یې له ښوونځیو د نصرانیت مرکزونه جوړ کړي، رسنیو ته د آزادۍ عجیبه تعریف کوي او هغه داسې چې وایي: شپه ورځ د اسلام او اسلامیت پرضد پرو پاګند کوه، د امریکا او ناټو وحشتونو ته دلیلونه جوړوه، نو نه یوازې دا چې د غرب له ملاتړه به برخمن یاست بلکې بسپنه به هم غرب درکوي، خو که د اسلام او اسلامیت څخه د دفاع په نوم یوه ورځ هم څه ووایې، دا کار به دې ترهګري او له تروریزم څخه په ملاتړ تعبیریږي چې سزا یې زندان یا مرګ دی!!

اشرف غني دا څلور کاله خلک په کاذبو شعارونو او وعدو وغولول، امریکا د تروریزم سره د مبارزې په پلمه له افغانستان څخه د نړیوالې جګړې ډګر جوړ کړی، غربي لښکرې د افغانانو پر هویت، اصلیت، دین او ناموس حملې کوي، خو لا به هم کوم د عقل نه خلاص او د حماقت په مرض ککړ داسې خلک وګورې چې وایي به، نن دی که سبا دی دا وطن په جوړیدا دی!!

افغانان محکوم دي، دومره محکوم چې حتی په خپل کور او کلي کې د خپلو دیني عقیدوي احکامو د پلي کولو آزادي نه لري، د افغان پر خاوره د چین، روس، ایران، پاکستان او امریکا ترمنځ خونړۍ سیالي روانه ده او د ارګ پر ګدۍ ناست د غرب لاسپوڅي په خپلو تبلیغاتو ولس ته په سترګو کې خاورې اچوي.

افغان ملته! چې تر څو مو له اشغال څخه خلاصون نه وي موندلی، چې مو د خپلې آزادۍ او خپلواکۍ لپاره د خپلو سرونو نذرانه نه وي منلي، دا حقیقت به اول وي که اخر، تسلیموئ چې زموږ راتلونکی توره تیاره او د غرب په تورو لاسونو کې دی، موږ محکوم یو، موږ مظلوم یو او د غرب په زور مسلط شوي ګوډاګي حکومتونه زموږ په غم کې نه دي، بلکې دوی خو مو نور هم غرب ته د غلامۍ او احتیاج په لومو کلک تړي، دا هره ورځ د میلیونونو ډالرو مرستې چې راځي دا زموږ په درد نه خوري او نه یې موږ ته څوک پریږدي بلکې دا خو د هغو یو څو تنو غلو او خاینانو لاسونو ته ورځي چې کوم د غرب په مرسته دلته د ولسمشر، وزیر، والي او وکیل په نومونو پر موږ را تپل شوي دي، له هغې وروسته بیا همدا ډالر د غرب بانکونو ته انتقالیږي، خو افغانانو پسې د سود سره یوځای لیکل کیږي او همدا مرستې به سبا د لس چنده سود سره زموږ راتلونکی نسل پریکوي کوم چې د دوی له وس نه وتلې خبره ده.

راځئ! بس دی نور دا د غفلت خوبونه او دا د ښه راتلونکي تش خیال پلوونه، راځئ د خپلې آزادۍ، خپلې خپلواکۍ، خپل دین او خپلو خلکو څخه د دفاع میدان ته را ووځو، همدا بس دی چې دا ۱۷ کاله مو د غرب په غلامۍ کې د ذلت او محکومیت تورې شپې سبا کړې، مګر اخر هم پایله دا چې د امریکا ولسشمر ټرمپ خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې د جنګي اهدافو د نښه کولو پر مهال د افغانانو د ژوند او مرګ کومه پروا مه ساتئ او د ارګ لاسپوڅي چارواکو پر دغه امر د تایید او رضایت سرونه وخوزول!!

که ویښ نه شو، نو بیا به په ټول عمر د ویښیدا لپاره فرصت و نه لرو.

د ګران هېواد د بشپړۍ آزادۍ او د اسلامي نظام د قیام په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د