
پنټاګون: د امریکايي ځواکونو تلفات ډېر شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزارت وايي په افغان جګړه کې يې د طالبانو پر ضد جګړه تونده کړې چې ورسره د دوی د عسکرو تلفات هم ډېر شوي دي.
امریکايي رسنۍ د پنټاګون په حواله وايي چې په تېر یوه کال کې په مخامخ جګړو کې ۴۱ خو په هوايي الوتنو کې ۴۷ تنه وژل شوي دي.
د سرچينې په حواله په هوايي الوتنو کې د امریکايي چورلکو په نښه کېدو، تخريبېدو او لوېدو له امله پورته شمېر تلفات ور اوښتي دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، په هوايي بریدونو کې يې هم ډېروالی راوستی دی، چې یوازې د روان کال په فبروري میاشت کې ۴۶۹ هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکايي رسنيو په حواله امریکايي پوځي چارواکي غواړي، په لږو عسکرو لوی عملیات پر مخ یوسي، ځکه خو پر هوايي بریدونو تکیه کوي.
د امریکا د نوې ستراټېژي له اعلان وروسته د دې هېواد د ځواکونو په هوايي بریدونو کې خورا ډېروالی راغلی دی.
په تېر کال کې د جګړې په ۴۶۰۳ پېښو کې ۴۳۶۱ هوايي بریدونه دي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د امریکايي سرچينو په حواله ټولو ۱۲۸۹۷ پېښو کې ۲۳۶۵ هوايي بریدونه دي، چې ډېر زیان يې ملکي وګړو ته اوښتی دی.
د پنټاګون تر دې معلومات دوه ورځې وړاندې ډونالډ ټرمپ استخباراتي او پوځي چارواکو ته امر کړی، چې د جګړې پر وخت د ملکي تلفاتو پروا ونه کړي.
د تېر میلادي کال د اګست میاشتې له لومړیو د روان کال د دویمې میاشتې تر وروستیو پورې پر افغان خاوره ټول ۳۲۲۴ بمونه اچول شوي دي، چې پر دې حساب هره ورځ تر ۱۵ ډېر بمونه اچول شوي دي.