
دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه هره ورځ نږدې اویا عملیات ترسره کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، ځواکونه يې هره ورځ نږدې اویا عملیات ترسره کوي او د طالبانو د تلفاتو دعوه کوي.
د دې وازرت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، کمانډو او ملي اردو د هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ ۶۵ عملیات ترسره کوي او په وینا يې پرمختګ يې کړی دی.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه، چې دغه عملیات هممهاله د هېواد په لسو ولایتونو کې روان دي، چې د طالبانو تر لاس لاندې سیمې بېرته ونیسي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په روان کال کې يې د نصرت په نوم، چې څو کاله وړاندې د طالبانو د عملیاتو نوم و، عملیات پیل کړي او په وینا يې هوايي ځواک ته اړتیا لري.
محمد رادمنش په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې یې هم له بهرنیانو د مرستې د دوام هیله وکړه.
په ورته وخت کې ولسي جرګې هم پر بهرنیانو غږ وکړ، چې که د افغان عسکرو شا پرې نه ږدي، نو په وینا يې روانه جګړه به وګټي.
له افغانو عسکرو سره اوږه پر اوږه امریکايي ځواکونو هم هوايي بریدونه غښتلي کړي، چې یوازې په تېره فبروري میاشت کې يې ۴۶۹ هوايي بریدونه کړي دي.
د شنونکو په باور د افغان او بهرنیو عسکرو په هوايي بریدونو کې تر ټولو دروند زیان ملکي وګړو ته اوړي، چې جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي.