fbpx

مسئولیت پيژندنه

لیکوال: م فدامـحمد “فیضان”

انسان یو مسئول او مکلف مخلوق دی، چې الله تعالی په ډیرو شیانو مکلف کړی دی، نو هر څوک باید ځان غیر مسئول ونه بولې، بلکې ټول دیني او دنیوي مسئولیتونه لومړی وپیژني او بیا یې په سمه توګه تر سره کړي.

مسئولیتونه په درې (۳) قسمه دي:

(۱) فردي مسئولیت،

(۲) دکورنۍ اړوند مسئولیت،

(۳) اجتماعي مسئولیت،

(۱) دانسان فردي یا شخصي مسئولیت دادی:

چې د خپل سیرت او صحت اصلاح او ساتنې ته توجه وکړي، خپله عقیده او عمل د الله تعالی په لاره برابر کړي، خپل ظاهر او باطن اصلاح کړي، خپل بدن، عقل، حواس، چې الله تعالی ورکړي دا یو امانت دی، او دا امانت باید په سمه لار کې مصرف کړي، له ګناهونو او ټولو هغو کارونو چې انسان په دنیا او اخرت کې له ذلت سره مخ کوي باید ځان وساتي او خپل ځان یوازي دالله تعالی په لار ه کې مصرف کړي.

(۲) دیو مکلف شخص کورنۍ مسئولیت دادی:

چې خپل اهل او عیال وړونه، اولادونه او ټول دکورنی نارینه او ښځینه اعضاء باید سمې لارې ته هدایت کړي، دهغوئ ددنیا او اخرت د نیکمرغه کولو لپاره هڅه وکړي، ځکه کورنۍ هم په انسان باندي حق لري، لکه الله تعالی چې فرمایې

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا قُوٓا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ . (سُوۡرَةُ التّحْریم: 6)

ژباړه.

اې مؤمنانو ! خپل ځانونه، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چي د سون مواد به يې انسانان او تیږي وي؛ پر هغه به غوسه ناکي، سخت زړې پرښتې څارونکي وي، چي هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر نه غړوي او هر امر چي ورته کیږي، هغه به په ځاى راوړي.

دلته چې الله تعالی دمؤمن د ځان د ذکر کولو وروسته اهل او عیال ذکر کوي، نو معلومیږي چې د خپل ځان د اصلاح وروسته دکورنۍ او اهل او اولاد په اړه هم هر څوک مسئولیت لري، چې باید د هدایت او دنیکمرغۍ لپاره کوشش وکړي دکورنۍ داصلاح لپاره باید هر څوک په کور کې د علم او تقوا د خپرولو کوښښ وکړي، له حرامو څخه خپل ځان او قریبان وساتي، ځکه حرام او مردار رزق د ټولو بدبختیو منبع ده، چې باید هر څوک ځان ترې وساتي،

(۳) دمکلف مؤمن اجتماعي مسئولیت دادی:

په هر مسلمان لازمه ده چې باید د مسلمانانو د اجتماعي خیر خواهي او هدایت لپاره تلاش وکړي، مؤمن ته جائز نده چې یوازې دخپل ځان او کورنۍ غم وخوري او نور داسلام او دکفر دمقابلې څخه ځان نا خبره او بې پروا واچوي او دمسلمانانو اجتماعي ستونزې هیري کړي ؛ بلکې هر مسلمان باید د نورو عامو مسلمانانو په مشکلاتو کې فکر وکړي او د اسلام په درد باید دردمن شي او دمسلمانانو او عامو لویو ستونزو د له منځه وړولو لپاره لاس په کار شي.

په دې برخه کې اوس یو لوی اجتماعي دیني مسئولیت چې مسلمانانو ته راجع دی هغه د هغو کفارو په مقابل کې جهاد دی چې دمسلمانانو وطنونه یې اشغال کړي دي او غواړي چې زمونږ عقیده او فکر را تحریف کړي او راتلونکي نسلونه مو ګمراه کړي،

جهاد او د اسلامي نظام رامنځته کولو ته باید هر مسلمان دیوه لوی مسئولیت په نظر وګوري، ځینې خلک جهاد یوازې په دې فکر کوي، چې بس هسې ژر شهید سي، او د دنیا له غمو دې بې غمه شي، ځینې بیا دا فکر کوي چې جهاد راباندي فرض دی نو ځکه یې کوم، کله چې جهاد ختم شي نو بیا به ګوښه توب اختیاره وم.

خو دوئ باید پوه شې چې جهاد پخپله هدف ندی ؛ بلکې یو وسیله ده، اصل کې دمسلمانانو ستر هدف د الله تعالی د کلمې لوړ والۍ او د یو صالح اسلامي نظام جوړول دي تر څو مسلمانانو ته خدمت وکړي، مسلمان باید د همدې لپاره مبارزه وکړي، دمجاهد هدف باید د اسلام خدمت، دمسلمانانو سر لوړي، او د قرآن حاکمیت وي په دې لاره که مرګ ورته راځي نو مرګ یې شهادت دی د مجاهد غرض له جهاد څخه باید ځان قرباني کول نه وي،ځکه ځان قرباني کول پخپله هدف ندی بلکې د هدف په لاره کې یو مرحله ده،

نو د مسئولیت پېژندل خورا مهم دی چې هر چاته په هر وخت کې باید خپل مسئولیت او مکلفیت معلوم وي چې کوم کار باید وکړم او زما مکلفیت څه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د