fbpx

فشار او انفجار

ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي چې پخوا په کومه خاوره يو ظالم باچا واکمن وو. زړه يې له کاڼي کلک وو. نه پکې زړه سوی وو او نه پکې احساس. نه د وطن په غم کې وو او نه د ولس. يوازېنۍ هيله يې دا وه چې څنګه خپل جېب ډک کړي، او ماڼۍ، او غرونه او رغونه د ځان په نوم کړي. په دې لارې کې يې په هېڅ ډول ظلم، غصب، وژنو، تښتونو، د ولس د مال په لوټولو او د ناحقې وينې په تويولو صرفه نه کوله.

چې چېرته به يې ښه ځای وليد، امر به يې وکړ چې هلئ دلته چونه واچوئ چې ښارګوټی پکې جوړ کړو. چې چېرته به يې د تنخا ځای وليد، خپل او خپلوان او پردي غوړه مالان به يې پکې ور چوخ کړل. چې چېرته به يې د ګټې ځای وليد، دستي به يې له خپلو بې شمېره شرکتونو څخه يوه شرکت ته چې د نيا او نيکه، ترور او توړۍ، ماما او کاکا، مور او ميرې، پلار او پلندر، زوی او پرکټي، خواښې او خُسر، زوم او نږور او…. په نوم يې جوړ کړي وو، په قرارداد ورکړ. د کر پر ټولو ځمکو لکه مست اوښ چو شوی وو. خلکو ته يې ايله دومره ورکول چې له مرګه يې وساتي او ژوند ته يې پرې نه ږدي. د خپل بدرنګ نوم د ښه کولو له پاره يې غوړه مالان نيولي وو چې سهار او ماښام به يې د ده ستاينې کولې. چا به چې لږ هم سر وټکاوو، دستي به يې خبره باچا ته رسولې وه چې هغه فلانی د نظام په وړاندې غږ پورته کوي او هغه بستانی د پرديو په اشاره لګيا دی.

بېوزله خلک به چې لوږې تنګ کړل، په ځنګلي مېوو او بوټو به يې ګوزاره کوله. د باچا غوړه مالان چې خبر شول، دستي يې خبره باچا ته ورسوله، هغه ځنګل هم د نظام تر نامه لاندې په خپل نوم کړ. خپل کسان يې پرې ودرول چې بې اجازې څوک ور نه شي. باچا اعلان وکړ چې ځنګل، غر او بوټي ټول د “دولت” شتمني ده او که څوک پرې ونيول شو، سزا يې مرګ ده.

باچا په دې هم موړ نه شو، او يوه ډله خلک يې چې د باچا په ژبه پوهېدل، د شتمنۍ د نورو سرچينو د پيدا کولو له پاره د تکنوکراتانو او کارپوهانو او سلاکارانو په نوم په دولت کې وګومارل. هغوی هم د باچا غوندې خدای مانه نه او له خلکو ويريده نه. په خپلو تنخاګانو، که څه هم چې د عادي کارکوونکو په پرتله لس واره زياتې وي، ناخوښه وو. چېرته به يې چې پيسې ليدلې، نيمې به يې په خپل جېب منډلې او نيمې به يې د باچا حساب ته جمع کولې. په وطن کې غريبي ورځ تر بلې زياتېده. خلکو ته له اوبو پرته نور څه نه وو پاتې چې ګېډه پرې ډکه کړي.

يو وخت داسې راغی چې يوه سلاکار مشوره ورکړه چې باچا سلامت دې خلکو باندې چې ډوډۍ کمه شوې، اوس يې اوبو ته خېټې جوال کړي. دوی چې ډېرې اوبه وڅښي، يو خو يې خېټه غړکه شي او بيا سم کار نه شي کولی او بل يې ټولې اوبه خلاصې کړې. باچا تکنوکراتانو ته امر وکړ چې هلئ څه غم يې وخورئ. هغوی له يوې تخنيکي څېړنې وروسته وويل چې په چينو او لښتيو او کوهيانو بايد عسکر ودرول شي چې څوک ډېرې اوبه کور ته وې نه¬سي. او په کورونو بايد چاپې واچول شي او د خلکو په کورو کې غټ ګړي او چاټۍ ټول مات شي. او باچا همدا کار وکړ.

څه به مو سر خوږوم، باچا په دې هم موړ نه شو. يوه ورځ يې خپل سلاکاران راوغوښتل چې د شتمنۍ کومه بله سرچينه هم ور ته پيدا کړي. يو سلاکار راغی او په غوږ کې باچا ته وپسېده چې باچا سلامت دې خلکو خو اوس د هوا په تنفس کې اسراف شروع کړی. له هر اسويلي سره ۱۵ لتره هوا ننباسي او بېرته يې ککړه راباسي. که دا حالت همداسې روان وي، وېرېږم چې دا هوا خلاصه نه شي او که خلاصه نه شي، دومره به ککړه شي چې نوره به د تنفس کولو جوګه نه وي.

باچا سلاکار ته وويل چې ښه څه وکړو؟

سلاکار هم چې هر شي ته اقتصادي فکر کاوو او د خپلو پرېکړو له پايلو خبر نه وو، باچا ته يې مشوره ورکړه چې دې ماڼۍ کې غټې، غټې ربړي زېرمې جوړې کړه چې په ماشينونو هوا پکې تخته کړو. د باچا دا عجيبه مشوره ډېره خوښه شوه. بيا يې هوا ته ماشينونه ولګول چې هوا په غټو، غټو ذخيرو کې بنده کړي. مګر د هوا د ذخيرو د ننه فشار زيات شو، او ذخيرو ناڅاپي انفجار وکړ چې د باچا ماڼۍ او باچا او غوړه مالان يې د سترګو په رپ کې د اسمان شنو ته ورسول.

له هماغه وخته د خلکو تر مينځ دا خبره مشهوره ده چې له ډېر فشار نه انفجار پيښيږي.

درس:

دې اوسنيو سياستمارانو هم اوس د هماغه باچا لاره نيولې. نه يې د دولت په مال ګېډه ډکه شوه، او نه يې د ملت په وينو تنده ماته شوه. ځمکې يې ټولې په يوه نوم او بل نوم سره ووېشلې، د دولت په چوکيو يې ټول خپل خپلوان او غوړه مالان وګومارل. اوس لږ پاتې ده چې دا هوا هم په خلکو بنده کړي. مګر،

مګر دې ته يې پام نه دی چې چېرته فشار ډېر شي، هلته انفجار پيښيږي. که په خلکو يې زړه نه سوځي، پر ځان بايد زړه وسوځوي او د خپلې راتلونکې سلامتۍ په پار نور له دې لوټمارۍ لاس واخلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
درانی@#
میلمه
درانی@#

اسلام علیکم
محترم ارمان صاحب
تاسو ډیره ښه موضوع تشریع کړی زه به دومره ووایم چه دا ټول به یوه ورز د الله په حضور کی محکمه کیږی انشاالله