نړۍ

د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۲۵۷ پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): نن د چهارشنبې په ورځ په الجزایر هیواد کې یوه پوځي الوتکه تر پرواز لږ ګړی وروسته ولوېده چې له امله یې د دولتي رسنیو په وینا ۲۵۷ تنه عسکر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.

پيښه د پلازمینې جنوب ته په دیرش کیلومترۍ کې هغه مهال را منځته شوه کله چې الوتکه د «بوفاریک» په نامه هوايي اډې څخه پورته شوه او لږ ګړی وروسته یې اور واخیست او پر ځمکه را وغورځېده.

ددې تر مخه د الجزایر تلویزوني شبکو ویلي وه چې په الوتکه کې شاوخوا ۱۰۰ کسه پوځیان سپاره وه. او ځینو تر دې زیات هم ښودلی وه، خو د الجزیرې د راپور سره سم په الوتکه کې ۲۵۷ تنه سپرلي وه چې ټول وژل شوي دي.

د الوتکې د نوعیت په اړه ویل شوي چې روسي جوړ «الیوشین ۷۶» الوتکه ده چې د عسکرو او لوجستیکي عملیاتو لپاره کاریږي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په الجزایر کې ورته پيښې را منځته شوي، په ۲۰۱۶ کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله ۱۲ عسکر ووژل شول او د هغه تر مخه په ۲۰۱۴ کې ۷۷ عسکر او د هغوی د کورنیو غړي په یوه ورته پېښه کې ووژل شول.

https://www.youtube.com/watch?time_continue=288&v=qa3BhfcoE0I

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x