نظــر

ټاكنيز غومبر؛ د مظلوم ولس سوي آهونه او فريادونه

لیکوال: محمد قاسم نايل

اې د لويو قدرتونو خدایه !
 اې ستر مالک او د هر څه واکداره!
 اې پر زورورو، زوروره ربه! اې د مظلومواو ناچارو د اه اورېدونكيه ربه!

نه پوهېږم چې څه ډول، په کومو شرايطو او او د دنیا له کومې ګوښې څخه درته د خپلې کړيکې او چېغې د رسولو لار  پیدا کړم، ټولې هغه لارې مې د سترګو څخه پوپناه دي، چې ستاسو د لورينې او پیرزوينې درګاه ته به مي لار باسي، خو بیا هم غواړم چې په همدې سپین ميدان د ټول بشريت په حضور کې درته خپل فریاد راټول او د زړه په نه یخېدونکې جوش یې درته ووارم.
اې مهربان څښتنه!
خپله ټوله چوپتيا او هرې خوا ته ځېر کېدل مې راټول کړي، غواړم چې یوه داسې كړيكه ووهمه، چې دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغان ځورېدلي ولس د دې ناورينونو څخه د خلاصون كړيكه شي، دا كړيكه مې د نړۍ ټول بشريت او بیا په ځانګړي ډول د افغان ولس بې واکه او نا خپلواکه تش په نامه رهبران واوري؛
خو! په دې ښه پوهېږم چې ستا په دې لالهانده نړۍ كې به يې هېڅوک هم د اورېدو زور ونه لري.
هو! كه څوك يې واوري نو؛
دا كړيكه  به د  نړۍ ټول مخلوقات حیوانات او جمادات ( ذیروح او بې روح )، دنګې او هسکې په ناز او نخرو ولاړې ماڼۍ به ولړزوي، په  اسمان کې به د  ملايکو وار خطا کړي، په هوا به مرغان هک شي او د خپلو نادرو او خوږو نغمو پر ځای به زما کړيکې راسره زمزمه کړي، د سمندرونو سرشاره او مستې څپې به د خپل ځوږ  پر ځای زما د غم چېغه له ځانه سره یوسي.
هو دا كړيكه، دا كړيكه د افغان ځورېدلي او کړيدلي ولس د تلپاتي ازادۍ په هيله ده !!!!!؟؟؟؟؟؟
دا فریاد او کړيکې به مې له زړه راپورته او یوه انګازه به په دې بند او تړلي چاپېريال کې جوړه کړي، لنډه دا چې دا کړېکه به د انسانو  ( هغه چې د حالاتو ړانده او کاڼه دي) پر ځای د اسمان له شنو او جاذبو سترګو څخه تړمې اوښکې په ښکلې او یاقوتي مخ وبهوي .
شېبه مخکې مې د کوټې ملګري راته غږ کړ چې راځئ ډوډۍ تياره ده، ډوډۍ ته لا نه وو ناست چې راته یې کړه، ياره نور يې د زغملو نه يم، يوه ډېره خواشينونكې پېښه مې تر سترګو شوه، ما ورته كړه، څه دې راته بیا راوړي دي، په ژړغوني غږ يې د خبرو پيل وكړ چې: د ټاكنو په رارسېدو ټول سركونه بند دي، د وړو ماشومانو، ناروغانو، بېوزلو او ناچارو خلكو كړيكې تر آسمانه ورسېدې؛ خو تر څنګ يې پر هر سرك د ټولنې خدمتګار وګړي (پوليس) په داسې بېغمۍ او بې پروايۍ قدمونه اخلي، ته به وايې چې په دې ښار كې د ځنګل قانون راج شوى او هېڅ خواخوږى نه شته، له هرې خوا د چېغو او فريادونو اوازونه اورېدل كېدل، ډېر خپه شوم، د سرك پر غاړه پلى روان وم چې څو  كسانو منډې وهلې او څو نور ويل:
د خداى پار وكړئ! دغه مور وژغورئ!
د خداى پار وكړئ! دغه مور وژغورئ!
د خلكو او موټرو ډېره زياته ګڼه ګوڼه وه، پر سرك ټول موټر تم شوي ول، د تلو اجازه هېچا ته نه وه، د دغو خلكو چېغو اندېښمن كړم، په زړه كې مې ويل چې خدايه! دې خلكو ته دې څه ورپيښ كړل چې داسې چغې او سورې وهي.
نږدې ورغلم!
ګورم چې يوه نړۍ نړيږي، يوه هستۍ له منځه ځي، يوه  ټولنه ورانېږي، يو كور تخريبېږي.
د دې لالهاندې نړۍ يوه ځورېدلې څېره، د دې ټولنې له وحشي درندګانو سره مخ شوې او نه پردېږي چې هغه تر روغتونه ورسول شي، بلاخره د اولاد پر مرض ناروغه مور د سرك پر سر له خپل ژونده لاس مينځي او خپله سوې اه خپل پالونكي ته وړي.
هئ! هئ!
عجيبه دنيا ده، عجيبه ټولنه ده، عجيبه خلك دي!!
ما مې ملګري ته كړه، نو بيا؛
هغه وویل:
داسې ښكارېدله، چې دغه مور پلازمينې ته له نږدې سويلي ولايت ( میدان ورګ ) څخه يې د سهار په پنځه بجو (د ماشوم زېږېدنې ناروغۍ) د علاج  له پاره د کابل (ناخبره قبرستان) په لور را روانه کړاى شوې وه، له ډېرو کلکو؛ خو (د دې ولس پر بدن د ازغو) امنيتي تدابيرو له تېرولو وروسته ياده سېمه ( میرویس ميدان چې څو ورځې وړاندې هم د یو څو خواري کښو افغانانو په قبرستان بدل شوی و) نن يو وار بیا د همدې مورجانې او په نس کې د راتلونکې تنکي ماشوم په قبرستان بدل شو، پر هغه ځای چې کوم حالت پر ما او پر شاوخوا ولاړو خلکو غالب شو، ما فکر کاوه چې ټول چاپېريال کې یوه سوې او له غمه ډکه کړېکه خپره شوه، دستي مې کور ته په خپل حالت د نه برلاسی کېدو له مخې  زنګ وواهه او پوښتنه مې وکړه چې کور کې  خيريت دی؟ ……..

دا هم ټاکنې ، دا هم امنيتي تدابېر او دا یې خوږمن ولس ته له خوښيو ډکه تحفه…………….!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ګېله او ننګونه: د فیسبوک له برکته نشم کولای چې ټول هغه څه مې چې په زړه کې دي درته د خپل قلم تر څوکې راولم، ځکه همدا فیسبوک دی چې ډېری هغو خلکو چې د ژورو او اوږدو ليکنو د لوستلو توانایی یې درلوده خپل هماغه توان او ذوق یې له لاسه ورکړ ، او یو څه په کمه پیمانه ځوانان چې د مطالعې هېڅ ذوق يې نه درلوده د لنډو مطالبو لوستلو ته برابر کړل .
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
د تېر په شانې بل ازمون ونکړې
پای
محمد قاسم نايل
د معالجوي طب زده کړیال
جمعه، ۱۳۹۳/۰۳/۲۳  د دویم پړاو له ټاکنو یوه ورځ وړاندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x