ټرمپ روسیې ته: په سوریه کې زمونږ میزایلونو ته تیار اوسئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): د امریکې ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر روسیې ته په ګواښ ویلي چې په سوریه کې زمونږ «غوره، نوي او ځیرک» میزایلونو ته ځانونه تیار کړئ.

نوموړي دغه خبري وروسته تر هغه کړي کله چې روسیې وویل، پر سوریې به د امریکا د میزایلي بریدونو مخه ونیسي او د امریکې میزایل به په هوا کې خنثی کړي.

په لبنان کې د روسیې سفیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې روسیه به نه یوازي د سوریې څخه په دفاع کې د میزایلونو مخه ونیسي بلکې هغه ځای به هم په نښه کړي له کومه چې میزایلونه ویشتل کیږي، که هغه هر ځای او د هر چا وي. او زیاته یې کړه چې دغه چاره د قضیې حل نه دی، باید د مذاکراتو له لاري موضوع حل شي.

ټرمپ په خپل ټویټ کې روسیه ملامته کړه چې څرنګه د یوه حیوان (بشار الاسد) ملاتړ کوي څوک چې خپل ولس په کیماوي ګازونو وژني او خوند پر اخلي.

د روسیې او امریکا په شمول د اروپايي هیوادونو تر منځ اختلاف وروسته تر هغه زیات شو چې د سوریې پلازمینې ته څېرمه د الغوطه الشرقیه په «دوما» ښارګوټي کې د بشار الاسد پوځي الوتکو کیماوي بمونه وکارول چې له امله یې په سلګونو ملکي وګړي مړه او ټپيان شول.

د سوریې حکومت او روسیه د کیماوي وسلو کارول ردوي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کیماوي وسلو د پلټنو او تحقیقاتو په اړه د روسیې او امریکا تر منځ د اختلاف له امله هیڅ پرېکړه ونه شوه.

د امریکا دفاع وزیر جمیس مټیس په سوریه کې د بشار الاسد د ځواکونو پر ضد د عملیاتو احتمال رد نه کړ او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هایلي هم وویل چې دوی پر سوریې برید ته تیار دي، که د امنیت شورا دغه پریکړه مني او که یې ردوي.

د سوریې پلازمینې ته څېرمه د الغوطه الشرقیه پراخه سیمه د کال ۲۰۱۳ راهیسي د وسلوالو مخالفینو په لاس کې وه، خو د روان کال فروري میاشتې له ۱۸مې نیټې څخه د سوریې ځواکونو یو ځل بیا ددغې سیمې د نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي چې د روسیې هوايي ځواکونه یې هم ملاتړ کوي او ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه تر ۱۶۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د