د رایه ورکوونکو نوم لیکنه راتلونکې اوونۍ پیلېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲مه، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، د راتلونکې اوونۍ په لومړۍ ورځ به د رايې ورکولو لپاره نوم لیکنه پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې ملیحې حسن په کابل کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې شنبه چې د روانې میاشتې له ۲۵مې سره سمون خوري، د رایه ورکوونکو د نومونو ثبتېدل پیلېږي.

مېرمن حسن وايي، د نوم ثبتونې لپاره يې ټول ۱۵۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي دي، چې د ولسوالیو په مرکزونو کې به د ثور میاشتې په ۲۵مه نوم لیکنه پیل شي.

د هغې په وینا د لومړي پړاو لپاره ۱۱۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي، چې په یادو مرکزونو کې به کار وکړي.

وړاندې تر دې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع ويلي و، چې رایه ورکوونکي به د برېښنايي تذکرو له مخې ثبت شي، خو ملیحه حسن وویل د رایه ورکوونکو نومونه له کاغذي تذکرو ثبتېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر دا هم ویلي و، چې پر نا امنۍ سربېره د زورواکو او چارواکو مداخله هم د ټاکنیزو پروسې یو لوی خنډ دی.

د شنونکو په باور تېرو ټاکنو او پایلو ته يې په کتلو، ولس پر ټاکنیزې پروسې باور له لاسه ورکړی دی.

وړاندې تر دې د چنګاښ میاشت د ټاکنو لپاره اعلان شوې وه، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې میاشتې ۲۸مه د ټاکنو ورځ اعلان کړه، خو اندېښنې موجودې دي چې شته خنډونو ته په کتو ښايي تر ټاکلې نېټې هم وځنډول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د