takani doham paraw

دوهم پړاو ټاکنې تر لومړني پړاو له زیاتو درغلیو ډکې وې- سرمقاله

نن ټکی آسیا: سرمقاله: نن سهار د هیواد د ولایتونو او ځینو محدودو ولسوالیو په مرکزونوکې د دولتي ځواکونو تر مراقبت اوڅارنې لاندې د رأیې اچولو لړۍ پیل شوه.

لکه څرنګه چې یې توقع کیده د رأیې اچونې دغه مرحله هم د تیر په څیر له درغلیو او تخلفاتوسره یوځای پیل شو چې تر دې لحظې پورې خپله د انتخاباتي کمیسیون د چارواکو په اعتراف تر۳۰ مورده زیات د انتخاباتي درغلیو او سرغړونو شکایتونه ورته رسیدلي.

د دغو تخلفاتو اودرغلیو له جملې څخه د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ګڼو مرکزونو صندوقونه د محلي قومدان له لوري د يوه مشخص کانديد په ګټه ډک شوي دي . په ننګرهار ولايت کې د ډاکټر عبدالله پلويانو د اشرف غني پر پلويانو ډزې کړې ، دوه تنه يې وژلي او يو تن ټپي دى.

په هلمند ولایت کې د ټاکنو کمېسيون مشر نقشبندي وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوه مشخص کانديد په ګټه د رايو صندقونه ډکړي.

د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ټاکنيز مرکز دننه او د دريو سايټونو په مخکې د يوه مشخص كاندید تصویرونه لګول شوي دي.

د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو د يوه ځانګړي کانديد لپاره صندوقونه ډکړي .

د بلخ په چمتال او زارع ولسوالیو کې ټاکنیز مرکزونه تړل شوې دي.

په کندز ولایت کې د زورواکوو لخوا په ډیرو سیمو کې د يوه مشخص کاندید په ګټه صندوقونه ډک شوي.

په هرات ولايت کې د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکتر عبدالل عبدالله پلويانو د ټاکنو ناظرين او د کميسون غړي ډبولي دي.

د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې په سیمو کې شته زورواکي خلک مجبوروي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.

د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالي کې يواځينی د رايې اچونې مرکز د امنیتي وضعیت د خرابوالی له امله وتړل شو.

داچې افغان ولس د ټاکنو پرپایلو باور نه لري نو په هغوکې ګډون کولو ته هم زړه نه ښه کوي ، په لومړي ځل ټاکنوکې هم چې یواځې د هیواد د ولایتونو په مرکزونوکې خلګو ګډون کړی وه او د غربي مطبوعاتو لخوا هغه ډیر پراخ ولسی مشارکت وګڼل شو ، خو په دوهم پړاو ټاکنو د عیني شاهدانو د مشاهداتو په استناد تر لومړي ځل ټاکنو هم د خلګو ګډون کم دی . د انتخاباتي مشارکت د کموالي په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودير ساپى وايي : د حمل د ١٦مې نېټې د ټاکنو په څېر په نننيو انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډیر كم دى.

همدا راز د کابل په مرکز کې د رسنیو د وروکړل شویو رپوټو په اساس د خلکو ګډون ډیر کم او کوم کسان چې انتخاباتي مراکزو ته راتلل هغوی هم په نه زړه خپلې محدودې رايې کارولې .

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۴ میلونه واجد شرائط وګړي د خپلې رأیې کارولو قانوني حق لري چې د دوی په اند په تیر ټاکنو کې یې ۷ میلونو خپلې رایې وکارولې.

خو په دوهم پړاو ټاکنوکې د انتخاباتو کمیسیون اوهمداراز د دولتي تبلیغاتي منابعو له ټولو مبالغو او هڅو سره سره نشوای کولای چې په ټاکنوکې د ۷ ملیونو وګړو مشارکت ثابت کړي چې په دې سره خپله د ټولې انتخاباتي پروسې مشروعیت ترپوښتنې لاندې راځي .

خو امریکایان او دهغوی تر حمایې لاندې حکومت به بیاهم د ټاکنو دامرحله یوه بریالۍ مرحله اعلانوي او دهغې پر پایلو به راتلونکی حکومت جوړوي ، داچې هغه حکومت به تر کومه د افغانانو په خوښه اویابه تر کومه د افغانانو مصالح په نظرکې نیسي داخبره هغوی (امریکایانو) ته هيڅ مطرح نه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د