
عطامحمد نور له محمد محقق سره لیدلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې عطامحمد نور د بلخ چوکۍ پرېښودو ته راضي شو، تازه يې له محمد محقق سره ليدلي دي.
هغه پخپله فیسبوک پاڼه ليکلي، چې له د «وحدت اسلامي مردم افغانستان» ګوند له مشر سره يې پر امنیتي او مهمو سیاسي مسائلو خبرې کړې دي.
انګېرل کېږي، چې د عطامحمد نور او محمد محقق تر منځ به د جنرال دوستم د راتګ اړوند هم څرګندونې شوې وي.
دغه ناسته وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ د ترکيې لومړي وزیر بن علی یلدرم کابل ته سفر وکړ او په ارګ کې يې د عبدالرشید دوستم اړوند هم خبرې وکړې.
تر دې وړاندې د جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، ویلي و، پلار به يې ډېر ژر کابل ته راشي.
دوستم وروسته له هغه ترکيې ته پښې سپکې کړې، چې د جنبش پر پخواني مرستیال احمد ایشچي يې د جنسي تېري هڅه وکړه.
د هغه دوسیه لا هم په لویه څارنوالۍ کې پرته ده، خو پلویان يې وايي چې تر اوسه يې د راتګ یوازینی خنډ په ارګ کې «یوه کړۍ» وه.
دوستم، محمد محقق او عطامحمد نور پر ګډه یو ایتلاف هم کړی و، چې غوښتل يې د اپوزیسون په شکل ځان را ښکاره کړي.