نړۍ

د اسلامي دولت جنګیالي بغداد ته نیږدې شوي

نن ټکی آسیا: د داعش ځواکونه د دیالي ولایت دوه نور ښارونه  ونیول. داعش  تېره ورځ خپلو ځواکونو ته اعلان وکړ چې د بغداد پر لور روان شي، دوی اوسمهال د بغداد سره خورا نیږدې دي. 

له یوې خوا داعش ورځ تر بلې پرمختګ کوي خو  له بل اړخه نوري المالکي وايي چې  د داعش وسلوال به په شا تمبوي او عراق به ددوی څخه پاکوي.

الجزیره عربي تلویزون وايي چې د داعش ځواکونو د دیالي په شمال کې «بلدة العظیم» تر جګړې وروسته   نیولی، همدا راز کردي ځواکونو د ایران سرحد ته څېرمه د خانقین ښار نیولی، خانقین د دیالي په ختیځ کې پروت دی.

راپور کاږي چې د داعش ځواکونو تر دې مهاله د دیالي ولایت تر نیمايي زیاته سیمه نیولې.

له بل پلوه د عراق لومړی وزیر نوري المالکي ویلي چې په را راونو څو ساعتونو کې به دوی په بریدونو پیل کړي، دده په وینا د داعش  پیل ددوی پای دی.
نوري المالکي زیاته کړې تر هغې به په ارام کیننو تر څومو عراق له ترهګرو پاک کړی نه وي.

نوموړي د موصل سقوط توطیه ګڼلې.

د نوري المالکي دا وینا د شیعه ګانو لپاره مقدس ښار سامراء کې کړی، داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د مالکي د راتګ سره د  داعش ځواکونو په سامراء د هغو هلیکوپترو په توسط بمباري کړې چې د پوځ څخه يې نیولي.

داعش ځواکونو  د نینوي ولایت تر نیولو وروسته ددغه ولایت په مرکز کې د تلویزون په جوړولو کار پیل کړی، چې په نېږدې وخت کې به په خپرونو پیل وکړي.

د ایران دريځ

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي چې د عراق مرستې ته تیار دي، خو پوځونه نه لیږي. دده په وینا که عراق راڅخه د مرستې غوښتنه وکړي نو تیار یو چې هر ډول مرسته ورسره وکړو، خو تر اوسه عراقي حکومت د مرستو په اړه غوښتنه نه ده کړې.

ایران چې په سیمه کې یواځينی شیعه هېواد دی، په سوریه کې د بشار الأسد سره په پراخه کچه مالي او ځاني مرستې کوي. د شام په جګړو کې تر دې مهاله په سلګونو ایراني پوځیان وژل شوي.

په شام کې د بشار الأسد ځواکونو  تر دې مهاله په سلګونو زره کسان په بمباریو او نښتو کې وژلي.

ایران اوس غواړي په عراق کې  له امریکا سره په ګډه د داعش خلاف جګړه پیل کړي او عراق  د نړیوالې جګړې ډګر جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x