نظــر

آیا د افغانستان مشکل له مدرسو څخه دی؟

نصیب ځدراڼ

د څه وخت مخکې پخوانۍ کیسه ده، پکتیا کي د خپلوانو کور_کلي ته روان وم. په افغانستان کي د لري پرتې سیمې د ټرانسپورټ د مشکل سره مخ دي. لګ څه امنیتي مشکل وي او لګ موټر نشتوالی نو هم هاغه د ظاهر شاه د وخت غوندي که د ماسپیښن نه ورسته دي موټر پیدا نکړ نو یا خو پاتي کیږې یا به په بار وړونکیو موټرو کي ځې، هغه هم که قسمت او موټروان دواړه درباندي مهربان شول.

نو مازدیګر مو یو لوی موټر چي زموږ طرف ته “کوماز” ورته وایي پیدا کړ. موټروان راته ویل، تر پلانکي ځایه پوري ځم له هغې مخته ستاسي خوښه که د شپې ځئ او که هلته چیرته شپه کوئ او سبا ته د سوارلیو موټرو ته انتظار کوئ. ډیر ستړی مزل مو وکړ یو موټر ډیر سست روان وو بل زموږ زړونه له سلو ستړیاوو ډک وو.

د شپې یې یو ځای کوز کړو. په لاس یې داسې اشاره راته وکړه ته به وایې چې د نومړي اشارې په رفتار موږ ورسیدو، وایې داسي چې ولاړ شئ! نو دې طرف ته به پلانکی کلی وي، لږ مزل مو وکړ.

زما سره مي تره هم وو. د سعودی مسافر وو. په مزلو نه وو عادت. له بله ځایه مو سونځلې راوړې وې هغه د سونځلو وړه بوجۍ هم ما راخیستې وه. آخر مي غیرت بغارې ووهلې ورته ومي ویل چې دا بوجۍ که ته نشي راسره وړلای بیا به دلته شپه وکړو. لږ غوسه غونته شو وایې دومره خو درنه نه ده. ته لږ نازولی یې بس همدا ځواب یې وو او بوجۍ یې رانه وانخیسته. ما ویل داسي به وکړو دلته به چیرته په جومات کي شپه وکړو نور به سبا د خپلوانو کلی لټوو.

نږدي جومات ته ورغلو دروازه یې خلاصه وه څملاستو نه بالښت نه توشک وو، خوب نه راتلو. سوچونو ته مو کش ورکړ او همداسي پسي ویده شوو. سهار د جومات امام راغی لمانځه ته یې راویښ کړو. دا د جومات تر څنګ مدرسه هم وه. اودسونه مو وکړل. لګ ورسته د مدرسې طالبان راغلل. لمونځ مو وکړ دوی په سبقانو پیل وکړ موږ په کونج کي بیا د ویده کیدو ناکام کوشش کاوو. تر څو د سهارنۍ ناشتې وخت شو. موږ ته یې هم دعوت راکړ. موږ د مازدیګر له ځان سره کیکونه او بسکټ اخیستې وو چې په ستړي مزل کي مو د خوړولو موقع نه وه موندلې.

څه به مو سر خوږوم په دستر خوان ورسره کیناستو شین چای وو، طالبان وو، چې ټولو خولۍ او پټکي په سر وو. د ځینو جامې صفا خو زړې وي او ورباندي لنډي ښکاریدي، د چایو پیالې ځینې وړې، ځینې غټې وې، له چايو سره بوره نه وه، او یوه طالب له یوه دوسمال څخه ډوډۍ راوایستله او موږ ته یې هم راکړله.

ډوډۍ په مختلفو شکلو پخه شوې وه داسي نه ښکاریده چې په یوه کور کي پخه شوې وي له ډیرو کورنو څخه راټوله شوې وه او چې د خوړلو پیل مو ورباندي وکړ خدای شته بیخي وچه کلکه وه نو له وارخطایی وتښتیدم هغه خپل بسکټ شیان مي راوړل. تره مي را ولاړ شو په طالبانو پسې یې وویشل او زما برخه بیا هغه وچه ډوډۍ شوه.

دوی داسې په خوند ورباندی لګیا شول. ملا صیب مې تره ته وویل چې دلته پینځه ویشت طالبان د شپې د وخت اوسیږي نور نږدي چې دي هغه د ورځي راشي او د شپې بیرته لاړ شي. زه حیران وم ورته چي دا وچه ډوډۍ او ټوله ورز سبق ته کیناستل او بیا طالبان څومره په شوق سره دا هر څه کوي.

ورسته په ډیرو مدرسو وګرځیدم. نه دولت کومک ورسره کوي. نه کومه مؤسوسه د مکتبو غوندي په ښه نظر ورته ګوري نه دوی له شاګردانو پیسې آخلې. د استاذانو معاش یې په چاندو چلیږي که وي یو وار جار جار که نه وي نو سل ځله جار.

دا کیسې ځکه ذهن ته راغلي چي څو ورځې مخکې د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل ویل چې زموږ مشکل د مدرسو سره دی ځکه یې بمباروو. خو مشکل یې په ګوته نه کړ. عالمان او طالبان له چا هیڅ نه غواړي. خو د اسلام د دین ژوندی ساتلو لویه فریضه یې په غاړه اخیستې ده. د علم په دنیا کي کومه بله اداره داسې مثال نشی وړاندې کولی چې د وسائلو او اسبابو په نشتوالې کي یې هم په پیړیو_پیړیو خپله مبارزه روانه ساتلې وي.

د مخالفینو له طرفه په دي جرم چي ولي د اسلام ډیوه بله ساتي په لار کې مختلف خنډونه ورته جوړیږي. کله یې استاذان په شهادت رسوي، کله بندیزونه ورباندي لګیږي. په لارو او موټرو کي د مدرسې طالبانو ته په داسي نظر کتل کیږي ته به وایې په جاپان ایټم بم دوی غورځولی و. یا د ” اول او دویم نړیوالو جنګونو سبب دوی وو. په دستار بندیو یې د بشریت د ټیکه دارانو له طرفه بمبار کیږي. د مخ پر ځای د بندن په اندامونو پیژندل کیږي او خاورو ته سپارل کیږي. که نړۍ کي څوک خواخوږي ورسره ښکاره کړي نو هغو خلکو ته هم رد بد ویل کیږي چي د مدرسې زده کونکي په دي هم نه ارزي چې همدردې ورسره ښکاره شي.

خو دوی بیا هم له چا ګیله من نه دي. نه له چا څه غواړي. خپل درس او تدریس کوي کله یې چي په وطن یا قام کي څوک د باطل په لار روان شي نو د هغه مخه نیسي. کوم ښکرور یې که په وطن تجازو وکړي نو ښکر یې ور ماتوي. او دا کار باید هر د وطن ریښتونی بچی وکړي. د اخلاقو یې دا حال وي چې که کومه غلطې تري وشي نو خلک ورته وایې ته خو طالب یې ته ولي داسي کوي. یانې د فتنو په روان دور کي هم خلک له دوی څخه د غلطیو طمع نه لري.

جاوید فیصل دومره په حقیقت ړوند شوی چي وایې مشکل مو له مدرسو نه دی. داسي خو نه وایي چي مشکل مو د باګرام له امریکایي میدان څخه دی له کومه ځایه چي امریکایانو زموږ ځمکه او فضاء په خپل کنټرول کي اخیستې ده. ځمکه او فضا خو څه چي ارګ او ارګ میشتي مشران او والیان یې هم په خپل کنټرول کي اخیستي.

که کله کوم د انګریز مشر راشي نو ولسمشر اشرف غني نه تر ډاکټر عبدالله ټول دومره په منډه ورځي چې یوه څپلۍ یې په پښو وي بله په ارګ کي پاتې وې.

مدرسې له پیړیو راهسې آبادي دي. خو د باګرام هوایي میدان اوس جوړ شوی. ټول وطن ته مشکل له دي ځایه څخه دی. کوم خیر مو ترې ونه لیدو. ښه به دا وي چې باګرام میشتي انګریزان بیرته خپلو وطنو ته ولاړ شي د مدرسو خو همدا وطن دی، دوی خو چیري نشي تللي.

جاوید فیصله! خلقیانو او پرچمیانو د مدرسو خاوندان ووژل، وربړول خو ورک یې نه کړل، برعکس مدرسو کې اوسیدونکو د دوی هغه ځای (روس) هم دړې وړې کړ له کومه ځایه چي د دوی نظریه راخیستل شوې وه. هسې نه دا ملنګان سبا تا /تاسې هم داسي ورک کړي لکه کمونسټان او شورویان چي اوس د دوی نوم او نظریه د ښکنځل پر ځای استعمالیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

نصیب ځدران صاحب،هر څومره چه فکر وکړو،دا د ټولی بد بختی ،ناخوالی ،نتیجه صرف دا د ورور وژنی جګړه ده،څلویښت کاله جګړه زموږ په مظلوم ولس باندی راونه ده.چه د همدی جګړه له امله،نه ملا ته، نه طالیب ته ښه مدرسه شته نه ښه خواړه شته،او د همدی جګړه پړه باید په هیچ چا باندی و نه چوو،د هر څه چه دی فکر کوم زموږ دخپل لاسه دی ،موږ ولی باید جګړه وکړو؟د هر څه د حل لاره شته.الله ج انسان اشرفالمخلوقات پیدا کړی،باید د حل لاره پیدا کړی،جګړه ته څه ضرورت دی؟راځی چه اول سوله راوړو،بیا ښه مدرسه جوړه… نور لوستل »

غوربندی

دا کافر اشغالګر بهرنیان مو لکه چې دې …….. مېړونه دي چې د حق او باطل تر منځ روانه تپل شوې جګړه درته د ورور وژنې جګړه بریښي! ؟؟

الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ، زمونږ ځينی ورونه شعوری یا غیر شعوری دوه خبری ډيری یادوی . لمړی : د پاکستان په یادولو د خلکو پام له اصلی اشغال اړوی په داسی حال کی چه پاکستان خپله غلام او د اشغال عمده برخه ده . دوهم : پرونی او نننی جګړی ته د ورور وژنی نوم اخلی په داسی حال کی چه نه پرونی کمونستانو د روسانو له مستقیم ملاتړه غیره انقلاب یا کودتا کړی وه او نه نننو سکولریستانو ، اخوانیانو ، نشنلستانو او سکولریستانو د امریکا او ناتو له ملاتړه غیره انقلاب یا کودتا کړی او مونږ ورسره جنګ پیل… نور لوستل »

Zadran

غوربندی صاحب،په دا جګړه کی خوصرف افغانان وژل کیږی.افغانان ټول مسلمانان.او ټول مسلمانان سره وروڼه دی.نو د ورور وژنه نه شوه نه څه شوه؟دټول کال ځانمرګی بریدونه ،او ټول بمباردونه،سره چاڼ کړه.او نتیجه یی را واباسه څومره د افغانانو میندی بوری شوی،نه امریکان ،نه پنجابی،او نه روسی په کی مړشو.هغوی دخیر په غونډی ناست دی،الله ج دین دومره کمزوری ندی،چه په ورور وژنه جګړه ځان تازه کوی،

فرهاد افریدی

داد ورور وژنه نه مسلمان وژنه ده،حکومت،کافرو،او طالبانو په کفر طاغوت قسم کری چه مسلمان به وژنو،خو فرق یی دادی چه طالب یی د سیکولر .ملهد،مرتد او بیدینه په نامه وژنی او کافر یی د تروریست په نامه،

مجيب الرحمان

داسې نده هاغه طالبان چې په مسلمانانو سياسي ټاپه وهي وژنې د پاکستاني دولتي فتنې لپاره کوي نو هغه د پاکستان تالي څټي دي.
د افغانستان د طالبانو د مقاومت موخه بله ده او هغوى هېڅ افغان باندې د کفر او ملحد ټاپه نه وهي بلکې د افغانستان خپلواکۍ ته جنګېږي او دا اسلامي منطق کې سم نه راځي چې طالب دې بې امنه سيمو کې او د ټولوژنو په حالاتو کې په عامو خلکو قضا ګانې وکړي. څوک چې قضا ګانې کوي ټول د فتنې پاکستاني دولتي استخبارات دي.

Zadran

فرهاد صاحب ،ګل خبره د کړی ده،پنجابیان ،روسان، امریکان ،خپلی اسلحه راباندی ازمیی.دنیا د تکه شنه د خندا ده،وایی چه دا بی عقلان ګوره،چه په خپل منځ کی سره خوری،یو ورور یی طالیب،بل یی عسکر،دواړه وروڼه یو بل سره مړه کی،خپله مور بوره کړی،مور یی په بازارونو کی خیراتونه ټوله وی،جنت د مور د پښی لاندی دی،طالیبانو او حکومت ،دومره میاندی بوری کړی،چه دهغه بوری میاندی عذار د لاسه به هم جنت ونه وینی،او اسلام داسی دین نه دی چه میاندی بوری کوی،ماشومان یتم کوی،بلکه اسلام له قتل،غارت،وحشت،څخه کرکه کوی،نور بس دی،نور ماشومان مه یتېم کوی،میندی مه بوری کوی،وطن مه… نور لوستل »

مجيب الرحمان

سل په سله د منلو وړ ده خو مه هېروه چې پاکستانيانو فتنه خپره کړې او دولت يې لا تکړه کوي.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx