آی پي ایل: پر بهرني لوبغاړي د بوټ ګوزار دهوني له ستونزې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په تجارتي لیګ سیالیو کې تېره ورځ د کلکتې لوبډلې د یوه مینوال لخوا پر بهرني لوبغاړي د بوټ ګوزار شوی و، چې له امله یې ایم ایس دهوني او لوبډله یې له ستونزو سره مخ شوه.

د کلکته نایټ رایډرز او چینایي سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په چینایي ښار کې د کلکتې لوبډلې توپوهنې پر مهال د سویلي افریقا پر مشهور لوبغاړي فاف ډوپلیسي او رویندرا جدیجا د کلکتې د مینوال لخوا د بوټ ګوزار وشو چې له امله یې په چارواکو کې توند غبرګونونه راپارولي دي.

د چینایي سوپر کینګز مشر ددغې ښار پولیسو څخه له دغې پيښې وروسته نن د چهارشنبې په ورځ وغوښتل چې ددغې لوبډلې کوربه توب له چینایي ښار څخه پونې ښار ته انتقال کړي.

له بل اړخه ویل کیږي چې په چینایي ښار کې د اوبو ستونزو له امله یو شمېر محلي سیاسي ګوندونو هم د آی پي ایل څخه وغوښتله چې د چینايي لوبډلې کوربه توب بل ښار ته انتقال کړي تر څو د اوبو ستونزه حل شي.

له دې وروسته پریکړه وشوه چې د چینایي کوربه نورې لوبې به د چینايي لوبغالي پر ځای په پونې ښار کې ترسره کیږي، ځکه چې دغه لوبغالی د دهوني او د لوبډلې مشر روزونکي ته هم اشنا او واقف دی، چې د چینايي لوبډلې په نه شتون کې دهوني او مشر روزونکی سټیمن فلیمنګ يې د پونې لوبډلې برخه وه.

دا به د دهوني لوبډلې لپاره ښه خبر ځکه نه وي، چې د یو کوربه لوبډلې لپاره د کوربه توب ملاتړ مهم وي، او همدغه لامل وي چې اکثره کوربه لوبډله پخپل کوربه توب زیاتې لوبې ګټي.

په تېره ورځ د اپریل په لسمه نېټه لوبه کې چې د کلکتې او چینايي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چینایي لوبډلې پخپل کوربه توب ۲۰۳ منډې ستر هدف پوره کړ، چې د کوربه توب ملاتړ یې ستر لامل کیدلی شي، په دې سره لوبډله له فشار سره نه مخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې د آی پي ایل لخوا پر چینايي لوبډلې د درغلی په خاطر د دوه کالو بندیز لګېدلی و، چې پر ځای یې تېر دوه کاله د «پونې ورییرز» لوبډله رامنځته شوې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د