افغانستان

«ضیاء الحق امرخیل تقلب کړی»

نن ټکی آسیا: د کابل ولایت امنیه قومندان وايي چې د ټاکنو د کمیسون د دارالانشا رئیس ضیاء الحق امرخیل په ټاکنو کې درغلۍ کړي.

هغه شخړه چې نن د کابل د امنیه قومندان او د امرخیل تر منځ پېښه شوه، کورنیو چارو وزارت يې په اړه څېړنې کوي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی یو هیئت ټاکلی څو  د ټاکنو د کمیسون د دار الانشاء د رئیس او د کابل د امنیه قومندان تر منځ کوم شخړه رامنځته شوې، څېړنه وکړي.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر  وايي چې د امرخیل سره يې د رایو صندقونه نیولي، باید په اړه یې څېړنې وشي، نوموړي درغلۍ کوي او د یوه ځانګړي کاندید په پلوۍ کار کوي.

ده زیاته کړه که امرخیل درغلۍ نه کولې، ولې يې ددغو صندقونو او د رایو پاڼې  پولیسو ته نه ورکولې.

دوی امرخیل په دې هم تورن کړی چې پولیسو يې په وسله  ګواښل.

خو امرخیل بیا دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې د پولیسو له لورې ورسره بد چلند شوی، نوموړی وايي چې په ځينو مرکزونو کې صندقونه ډک او د رایو پاڼې ختمې شوې وې، ده غوښتل چې په خپله دغو مرکزونو ته صندقونو ویسي.

د کورنیو چارو وزرات د جنرال ظاهر او ضیاء الحق امرخیل تر منځ شخړه «سوء تفاهم» ګڼي.

د شکایتونو کمېسون ته تر دې مهاله د درغلۍ په اړه په سلګونو شکایتونه راغلي دي، داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د ښارونو پرته نورو ولسوالیو کې ټاکنې بیخي نه دي ترسره شوي او د رایو صندقونو د پولیسو، اردو او ځايي چارواکو له لوري ډک شويدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x