د ځینو خواړو هغه ګټې چې تاسې به یې هم په کتلو حیرانه شئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): په مخ د ځمکه الله تعالی داسې کوم شی نه دی پیدا کړی چې له حکمته خالي وي او له هغې څخه انسان ګټه پورته نه کړي، که حشرات دي که حیوانات دي که نباتات او که داسې نور.

دلته یو څو ځینې داسې غذا او خواړه وړاندې کوو چې یو شمېر ګټې لري، او رښتیا هم لیدونکي به پر دغو ګټو کتلو حیران شي.

هګۍ: هګۍ یوازیني خواړه دي چې له ویټامین C پرته هر ویټامین لري.

کیله: دوه کیلې خوړل انسان کې د ۹۰ دقیقو یا یو نیم ساعت مسلسل سخت کار کولو انرژي ورکوي، یوه کیله ۷۵ سلنه اوبه لري.

ګازره: درې ګازرې خوړل انسان ته د درې میله پیدل مزل کولو وړتیا او انرژي ورکوي، په لومړي کې ګازره د درمل په توګه استعمالېده نه د خوراک.

شین چای: په شین چای کې د تور چای په پرتله ۵۰ سلنه ویټامین C زیات وي.

شهد: د نړۍ پر مخ شهد یوازیني خواړه دي چې نه خرابیږي، د هر ډوله ناروغۍ لپاره شفا ده.

بادرنګ: بادرنګ ۹۶ سلنه اوبه لري، که د تندې پر وخت وڅکل شي تنده ختموي.

مڼه: مڼه د انسان خوب تښتوي، که غواړئ د سهار لخوا خوب وتښتوئ یوه مڼه وخورئ، ځیني خلک په دفتري کارونو کې یا درسي مطالعې لپاره د کافي څکلو په واسطه خپل خوب تښتوي، خو مڼه له کافي څخه ښه اثر کوي.

ناک/نشپاتي: ناک له بلې هرې میوې په پرتله زیاته اندازه کیلوریز لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د