fbpx

عیسائیت په افغانستان کي (اخري برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

۱۲- په بایبل کي د زنا د معلومولو لپاره ازموینه:

که یوې ښځې زنا وکړه نو کاهن دي سپیڅلي اوبه د خاورو په لوښی کي واخلي او د مځکي ګرځ دي ورواچوي اوس دا اوبه ترخې شوې کله چي کاهن لعنت ورباندي ووایي نو دا اوبه دي و دې ښځې ته ورکړی که چیری دې ښځې زنا کړې وه نس به ئې وپړسیږي او ورون به ئې وروست شي،او خلک به لعنت ورباندي ووایي،او که چیری ښځې زنا نه وه کړې نو دا به پاکه پاتي شی او اولاد به ئې پيدا شی.

(اعداد۵: ۱۱- ۳۱)

اوس د بایبل و دې خرافاتو او چټیاتو ته تاسی و ګورئ،ایا کله هم په عیسایي ټولنه کي داسی ازمایښت شوی دی؟ ولی ئې دوی نه کوي؟ دا ځکه چي دا خپله یو تخیل دی نه حقیقت،دا څنګه غیر معقوله خبره ده که ئې زنا کړې وه د هغې اولاد نه پیدا کيږی او که ئې زنا نه وه کړې د هغې اولاد پیدا کيږی چي داهم له عقله لیری ده، هم له ساینسه لیری خبره.

په بایبل کي په سلهاؤ ساینسي غلطیانې شتون لري چي دلته پر هرې غلطۍ باندي رڼا اچول ناشونې ده.

داچي بایبل ټول تخیل او د ساینس په رڼا کي غلط دی، له همدې کبله یې خپرول او هم مطالعه کول په اسلامي ټولنو او سیمو کي نا جائز دی.

په بايبل کي ساينسي غلطيانې د موريس بوکايی له نظره:

ډاکټرموریس بوکایی پخپل کتاب کي پر دې باندی پوره بحث کړیدئ او بایبل او قرآن عزیز ئې د ساینس په ترازو کي تللي دي ،او دده لومړۍ خبره داده چي بایبل د ساینس سره په ټکر کي دی ،ده ډېر مثالونه هم را اخیستی دي چي زه به ئې یو څو بیلګې درته راواخلم.

په لومړي سر کي خدای اسمان او ځمکې پیدا کړلې.(خروج ۱:۱)

دا د ساینس سره په دې باندي په ټکر کي دی چي ساینس وایي چي دا ټوله نظام د مځکي او اسمانو یو دود(Smoke) وو.

مار خاوره خوري.(میکاه ۷: ۱۷)

اوس و موږ ته معلومه ده چي ماران مختلف شیان خوري ماران موږکان خوري، ماران خوري، چوغکي خوری،او داسی نور… نو د بایبل دا خبره چي ماران خاوره خوري دا د اوسني ساینس سره په پوره ټکر کي ده، د میکاه لیکوال په هغه وخت کي دومرې پوهه درلوده چي ماران یواځی او یواځی خاوره خوري او بس او دا خبره داسی نه ده.

ددې کتاب ټول بحث تاسی زما په راتلونکي کتاب (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) لوستلای شي انشاء الله.

يادونه:

تاسی کولای شی چي زما په راتلونکي کتاب (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) د بایبل د تحریفاتو، غلطیانو،ټکرونو، فحشاؤ، بې هوده خبرو، پوچو او سرګردانو ویناوو په هکله پوره تفصیل ولولئ، په دې کتاب کي (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) پر دې باندی ټول بحث شوی دی چي بایبل په هیڅ صورت د خدای کتاب نه دی او نه ئې یو د سالم عقل خاوند و خدای جل جلاله ته، و پیغمبر ته او یا و یوه حواري ته منسوبولای شي.

چي یو کتاب هم په تحریف سوی وي او هم د نقل او هم د عقل په رڼا کي غلط وي، نو د مطالعه کولو یې څخه اړتیا سته، له همدې کبله په اسلام کي ددې کتاب خپرول او مطالعه کول منع دي.

پنځم:

په بايبل کي پنځوس زره (۵۰۰۰۰) غلطيانې:

د عیسایي علماء له لوری خپرېدونکې یوه مجله چي داوېک (Awake) په نامه سره یادیږی په ۸ سپتمبر۱۹۵۷ په سرلیک کي لیکل شوی وه :

((۵۰۰۰۰ پنځوس زره غلطیانې په بایبل کي))دا سرلیک ورکول شوی وو، چي ددې مجلې کاپی و ماته د جنوبی افریقا څخه راغلې ده، داچي خپله عیسایي علماء په دې باندي اعتراف کوي چي په بایبل کي په دومرې زیات شمېرسره غلطيانې شته نو اخر له بایبل څخه څه شی جوړ شو؟؟؟

کله چي په یوه کتاب کي په دومرې سترې غلطیانې وي، نو ځکه دداسي کتاب خپرول او لوستل په اسلام کي حرام دي.

شپږم:

په بایبل کي شرک، خیالي او مبهم مضمونونه، سرګردانه فقرې، غلطیانې او داسي نور… دا هر څه سته، مفتی اعظم محمد شفیع رحمة الله علیه پخپل یوه کتاب (بې لذت ګناهې) کي فرمايي:

خبرې پر درې ډوله دي، هغه خبرې چي د دنیا ګټه پکښې وي، هغه په اسلام کي روا دي، هغه خبرې چي د آخرت ګټه پکښې وي دغه په شریعت کي روا دي، او هغه خبرې چي نه د آخرت ګټه پکښې وی او نه د دنیا ګټه پکښې وي دا په اسلام کي حرامي دي.

داچي د بایبل په لوستلو کي نه د آخرت ګټه سته او نه د د دنیا ګټه سته له همدې کبله په اسلام کي ددې کتاب خپرول او لوستل نا جائز دي.

داچي بایبل په دومرې شمېر سره غلطیانې لري، نو صحیح به څه پکښې وي؟؟!!! بلکې هیڅ شی پکښې نسته، له همدې کبله ددې کتاب خپرول او لوستل د یوه مسلمان لپاره نا جائز ده

اووم:

بایبل ټوله له پوچو خبرو ډک دي لکه:

په بایبل کي د بېهوده ، غیر منطقي او غیر واقعي خبرو یوه نمونه:

شمشون ۳۰۰ ګیدړې ونیولې، او شمعې ئې راوړلی او د دوی لکۍ ئې سره وتړلې او د دوو لکيو په منځ کي ئې یوه شمع ورکښېښودل او دوی ئې د فلسطینیانو په کښتونو کي خوشی کړې او د فلسطینیانو کښت کروندې باغونه او د زیتون ونې ئې ټوله وروسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)

اوس که یو څوک د عقل په سترګو ورته وګوري نو پرېکړه به عقل وکړی، چي یو ځل ۳۰۰ ګيدړې پیدا کول، او د ټولو لکۍ سره تړل او بیا شمعې پکښی ایښودل داڅنګه امکان لری؟؟؟

خرې خبرې وکړی.(اعداد۲۲: ۲۷- ۲۹)

مرغان پر څلورو ځي.(لاویان ۱۱: ۲۰)

پړانګ ۷ سرونه او لس ښکرونه لري (مکاشفه ۱۳: ۱- ۳)

ګندګي (غول) خوري او بولې څښی. (دوهم پاچایان ۱۸: ۲۷)

زه ستا پر مخ ګندګي (غول) پاشم.(ملاکي ۲: ۳)

یو حیوان د مرغه په شان څلور وزرونه او څلور سرونه درلودل.( دانیال۷: ۶)

زه به انګولم کالي به کاږم او لوڅ به یم.(میکا۱:۸)

مار الوځي.(اشعیا/یسعیاه۳۰: ۶، ۱۴: ۲۹، ۳۴: ۱۵)

داچي بایبل دداسې پوچو خبرو څخه ډک دی، نو څه به ورڅخه زده کړل سي؟؟!! بلکې هیڅ شی پکښې نسته، له همدې کبله د یوه مسلمان لپاره ددې کتاب خپرول او مطالعه کول منع دي.

خلک د قبرو نه راوتلل او بیت المقدس ته ولاړل.(متی ۲۷: ۵۱،۵۲)

خلک د قبرونو څخه راپورته شول او لوڅ روان وو، و بیت المقدس ته دا د تعجب خبره ده چي یواځی متی ولیدل او هغه ولیکل او بل هیچا ونه لیدل اونه بل انجیل پکښې خبره کړې ده، حال داچي که چیری داسی کار وشی نو ټوله نړۍ ورباندی خبریږی دا ځکه چي دایوه حیرانونکې خبره ده، په بایبل کي ددې تفصیل نور نشته چي دا خلک چي راپورته شول دا خالص هډوکي (اسکلیټ) ؤ،غوښې ورباندی پرتې وې، کفنونه ئې په تن وو که یا؟ د بایبل په څلویښتو لیکوا لانو کي یواځی متی ولیدل او بس،او بله خبره داده چي دا د حضرت عیسی علیه السلام معجزه هم نه ده،او بیا کله چي یو څوک له قبره ژوندی شی هغه بیا دا غواړی چي و قبر ته ولاړ شي نه هیڅکله نه.دا خلک بیا څه شول؟ څه ئې وکړل؟ او چیری ولاړل؟

داؤد پورته شو دی او دده خلک ولاړل او د فلسطینیانو دوه سوه (۲۰۰) سړي ئې وواهل او داؤد ئې پوستکي راوړل او و پاچا ته ئې و شمېرل تر څو د پاچا زوم شی او شاول خپله لور میکل په نکاح ورکړه.. (۱سموئېل ۱۸: ۲۷)

له (۲۰۰) کسانو څخه پوستونه کښل او بیا د یوه حیوان د پوستکي په شان هغه راوړل او بیا شمېرل چي دا د یوې ښځې مهر شو.

ګرانو لوستونکو که تاسو ته دغه پورتنۍ خبرې د منلو وي، بیا یې لوستلای سئ، او که ستاسو ځواب (نه) وي بیا یې لوستل ستاسو لپاره د ګوړې پر ځای زهر دي، نو ځکه یې لوستل او خپرول منع او حرام دي.

اتم: دا چي اسلام او سياست سره نښتي دي نو ځکه په هر اسلامي حکومت او ټولنه کي د بایبل تبلیغ منع دی، دا ځکه چي د اسلام قانون و منسوخو دینونو ته اجازه نه ورکوي چي تبلیغ شي په اسلامي ټولنه کي، اسلام د عیسائیت په شان د سیاست څخه بېل نه دی، په اروپا، امریکا او نوره نړۍ کي عیسائیت یواځي او یواځي تر مذهبي مراسمو او تشریفاتو پوری منحصر دی اوبس؛ له همدې کبله په اسلامي ټولنو کي د بایبل خپرول او مطالعه کول په اسلام کي حرام او ناجائز دی.

نهم:

بایبل د فحشاء څخه ډک دی، له همدې کبله یې خپرول او لوستل دواړه په اسلام کي منع دي.

که موږ و بایبل ته راشو نو بایبل د خرافاتو، پوچو خبرو او فحاشاتو یو خورجین دي، اسلامي ټولنه خو لاپرېږده هیڅ د سالم عقل څښتن نه غواړي چي داسی فحاشات پخپله ټولنه او کورنۍ کي خپاره کړي، اسلامي ټولنه یوه صفا او شفافه ټولنه ده ، او اسلام و هیچاته اجازه نه ورکوي چي په دې پاکه ټولنه کي ګند او فحش خپور کړي نو ځکه په اسلامي نړۍ کي د بایبل تبلیغ منع دی. په اسلام کي د فحشاء، بربنډتوب او بې حیایي منع ده او په اسلام کي داسی څوک چي دا کار کوي ورته سزا ورکول کيږی قرآن کریم ددې په هکله وایي:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (سورت نور:۱۹)

ژباړه:

بیشکه هغه کسان چي خوښوي دغه (خبره) چي خپره شي فاحشه بدنامې په حق دهغو کسانو کښې چي ایمان ئې راوړی دی شته دغو(کسانو)ته عذاب دردناکه په دنیا کښې او آخرت کښې او الله ښه عالم دی او تاسی نه پوهیږئ.

بل ځای په قرآنکریم کي راځي:

قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ (سورت اعراف: ۳۳)

ژباړه:

ووایه (ای محمده ! دوی ته) بیشکه همدا خبره ده چي حرام کړیدي رب زما فواحش(کبیره ګناهونه چي موجب د لوی عذاب ګرځي) هغه چي ظاهر وي له هغو څخه او هغه چي باطن وي.

داچي په بایبل کي د جیمی سویګاټ په آند لس ځایه د محرماتو سره زنا پکښې ده نو ځکه د بایبل تبلیغ په اسلامي نړۍ کي منع او لوستل یې نا جائز دي.

لسم:

د روانشناسۍ د علم (Psychology) مطابق چي هر خبره او هره مطالعه اغیزې او اثر لري، له همدې کبله که یو څوک بایبل لولي، چي په هغه کي یو کس د خپلې مور سره زنا کوي، یو څوک له خپلې خور یا لور سره زنا کوي، همدغه اغیزه ورباندی کوي، او اخر دغه کار ورته عادي ښکاري، نو ځکه په اسلامي امت کي د بایبل خپرول او مطالعه کول حرام او ناجائز دي.

یادونه:

هغه څوک د بایبل مطالعه کولای سي چي په اسلام باندي پوره خبر وي، که په بایبل کي یوه فقره راځي د هغه حکم ورته معلوم وي، یوه هغه ډله د امت څېونکي دي چي تقابل ادیان یې مسلک وي، او یا هم پکښې دکتورا اخلي دوی هم کولای سي چي بایبل مطالعه کړي، یو هغه څوک دي چي غواړي چي پر مسیحیت باندي لیکنه وکړي، لومړی باید د هغو علماء اثار مطالعه کړي چي پر بایبل باندي لیکل سویدي او د بایبل هر څه یې روښانه او بربنډ کړیدي، بیا کولای سي چي بایبل مطالعه کړي، او عام طالب العلم، محصل، متعلم او نورو ته د بایبل لوستل مطلق حرام او ناجائز دي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د