افغانستان

طالبان: د ټاکنو په ورځ نږدې ۱۰۰۰ بریدونه شوي دي

 پرون چې په هېواد کې د دویم پړاو د ټاکنو ورځ وه، له امنیتي پېښو خوندي نه شوه تېره. طالبان وايي چې په دې ورځ يې د هېواد په لر او بر کې ۸۷۲ بریدونه کړي دي، چې درانده مالي او ځاني زیانونه اړولي يې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د «امریکايي فرمایشي ډرامې انتخاباتو په جعلي پروسه» کې دغه پروسه په ولایاتو کې په ټپه ودروله.

طالبان وايي «په دغو بريدونو کې د دښمن امنتي مراکز، انتخاباتي مرکزونه، د کابل ادارې د مزدورو عسکرو او پوليسو د تګ راتګ قطارونه او د دښمن د تجمعاتو ځايونه تر کارنده ګوزارونو لاندې ونيول شول.»

د دې اوږدې او پراخې جګړ اړوند په رسنیو کې تر ماښامه پورې څه نه دي ویل شوي. طالبانو د ژورنالیستانو دغه چلند له بې پرې ژورنالیزم سره جفا بللې او په خبره يې رسنۍ باید خپل بې پرېتوب وساتي. پرون په کندهار ولایت کې کابل دروازې ته څېرمه سرتېري بریدونه د ورځې له لسو تر نیمې شپې روان و، د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدي له خولې چې دوی ګڼو رسنیو ته ليکلي پیغامونه ولېږل او آن د سرتيرو د تلیفون شمېرې يې ورکړي، خو رسنیو خپاره نه کړل.

یاده دې وي، چې رسنیو تر ټاکنو وړاندې له دولت او ټاکنو کمیسیون سره ژمنه کړې وه، چې دوی به د ټاکنو په ورځ هیڅ امنیتي پېښه نه خپروي. چې د چارو د شنونکو له نظره د رسنیو دغه ژمنه له ملت سره ستره جفا ده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د ولایاتو په سطحه لاندې لړلیک خپورکړی:

ننګرهار: (۱۰۷) بريدونه

کنړ: (۶۲)  //

کندز: (۵۵)     //

لوګر: (۵۵)    //

غزني: (۴۴)    //

پروان: (۴۲)    //

زابل: (۴۰)        //

لغمان: (۳۸)    //

پکتيا: (۳۶)   //

پکتيکا: (۳۰)    //

نورستان: (۲۹)    //

خوست: ( ۲۷)    //

 بغلان: (۲۶)     //

کابل : (۲۴)      //

میدان وردګ: (۲۳)//

فارياب:(۲۲ )     //

کاپیسا: (۲۱)    //

هرات(۲۰)         //

هلمند: (۱۹ )   //

ارزګان:(۱۶)     //

غازي آباد: ( ۱۵) //

فراه:(۱۴)    //

کندهار:(۱۳)     //

بلخ: (۱۳)    //

غور: (۱۳ )     //

جوزجان: (۱۳)    //

بدخشان: ( ۱۲ ) //

بادغيس: (۱۲ )    //

سرپل:(۹)    //

سمنګان: ( ۸ ) //

بامیان: (۴)    //

نيمروز:(۳)    //

تخار: (۲)    //

پنجشير:(۱)   //

دايکندي:(۴)   //

په پرونیو پراخو بریدونو کې د طالبانو له قوله لسګونو عسکرو، اربکیانو او د ټاکنو مامورینو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، ذبیح الله مجاهد وايي : «په بریدونو کې په لسهاوو تنه د کابل ادارې امنيتي کسان قتل او ټپيان شول، عراده جات او وسائط يې له منځه لاړل او وسلې ترې په غنيمت ونيول شوې. په دغو نښتو کې زموږ ۹ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۱ تنه ټپيان شول.»

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه دغه ټاکنې د تېر په پرتله خوندي بللي او د ښځینه پولیسو په ګډون يې ورته سلګونه زره امنیتي ځواکونه ګمارلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x