fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۰٠برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د اسلام حقانيت د ډاکتر سټينګاس

(Dr Steingass )له نظره:

اسلامي لارښوونې داسې ولولې او جذبات په ځان کې لري چې هر لوستونکی ځانته راجلبوي، بلکې ډېر خلک یې د دماغي پرمختګ لپاره لولي، په واقعیت کې دې لارښوونو یوه نړیواله فتحه هم خپله کړې ده، چې دا د حیرانتیا خبره ده، په بشري تاریخ کې دا نوې او په زړه پوري ده. د ټول بشریت لپاره په واقعیت کې اسلامي لارښوونې غوره او ښه فکري روزنه ده. حضرت محمدصلی الله علیه وسلم چې بشریت ته څه راوړي دي، هغه اغیزمن، په زړه پورې، رښتنې ، بشپړ او ساده دي، له همدې کبله یې اغیزه ډېره او پر دماغو باندې ژر خپله لمن راټولوي.

ښاغلی آرتــــــــــــــرجي اربري

(Arthur J. Arberry) دقرآن کریم د حقانيت په هکله وايي:

که څه هم قرآن کریم داسې مغلق او لوړ معیار درلوده، چې زما لپاره ورباندې پوهیدل ناشوني وو؛ خو بیا مې هم وژباړه، زه په دې آند یم چې قرآن کریم د ځمکې پرمخ باندې د ټول انسانیت لپاره د ادبیاتو او سترو اخلاقو یوه ستره سرچینه ده.

د قرآن کریم د کلمو اسلوب، د معنا اعجاز او د حروفو امتیاز هغه څه دي، چې قرآن کریم په هغه ډول سره چې ښایي وژباړل شي، ناشونی کار دی.

هيلري راډمين کلنټن(Hillary Rodman Clinton) د اسلام په هکله وايي:

په امریکا کې اسلام تر نورو ټولو ادیانو په تیزۍ سره خپرېدونکی دین دی ، اسلام د زیاتو خلکو د لارښوونې لاره او د سکون او راحت ستن ده.

ايچ اَی آر ګيب (H.A.R. Gibb ) د اسلام په هکله څه نظر لري؟

اسلام بشریت ته ډېر خدمتونه کړیدي، په حقیقت کې شرق له غرب څخه د بشریت په چوپړ کې مخکې دی، د اسلامي ټولنې په شان بله ټولنه نشته، چې داسې یووالی او وحدت دې خپل کړي، اسلام هغه توان لري چې توکمونه یې سره یو کړل، نژادونه یې سره یو کړل، رواجونه یې سره نژدې کړل، په اسلامي ټولنه کې یو له بل سره خواخوږي او همکاري ډېره ده، که چېرې اروپا له شرق سره یو ځای شي؛ نو دا به د اروپا لپاره د پرمختګ زېری وي.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د