fbpx

ولسمشر زغم لري، خو د خلکو پر مصايبو!‎

احمدزی

تېره ورځ ولسمشر غني په خوست کې د خلکو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: زما يو عادت دا دی چې که حالت هر څومره خراب شي، زغم او حوصله مې پر خپل ځای وي! کېدای شي ولسمشر به غوښتل هماغه د خوشال خان خټک خبره تأييد کړي چې ويلي يې ؤ:

د جهان ډېرې خبرې ××× لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځايه ××× غر خو هسي وي که نه

خو د ده او خوشال خان د حالاتو تر منځ توپير ښايي دا وي چې خوشال به د دښمن د ډېروالي او ځواکمنتيا پر وخت د خپل زړه د ثبات دعوا کړې وي، هغه مهال چې خپله دی هم په جګړه کې حاضر او بيا مقابل لوري ته مطلوب هم دی خپله وي.

خو زموږ ولسمشر بيا په داسې حال کې د خپل صبر، زغم، زړورتوب او حوصلې دعوا کوي چې هېواد او دېرش ميليونه وګړي يې د سرو پرنګيانو تر يرغل لاندې او دی خپله په اوو پوښو کې دننه داسې ژوند کوي چې يو عادي مزدور کار به هم ترې ډېر ښاغلی وي.

پر هېواد سور اور بل دی، هره ورځ زموږ په سلګونو هېوادوال يا د امريکې او ناټو خېلو په نويو ازمايل کېدونکو وسلو او وسايلو وژل کيږي او يا خپله د افغانانو تر منځ په يو او بل نامه له منځه ځي. ماشومان وژل کيږي، روغتون، جومات، مدرسه، کور، واده او جنازه تر بمبار لاندې دي خو د ولسمشر زړه بيا هم لکه غر پر خپل ځای دی! د هېواد په ګوټ ګوټ کې په لکونو او ميليونو خلک له خپلو کورو په تېښته دي، کلي او کورونه يې تر امريکايي بمبار لاندې وي، يا د توغنديو ګوزارونه ورباندې کيږي يا د داعشيانو له تېرو جوړو پښې باسي او يا د اعلی سر قوماندان اشرف غني د اربکيانو، پوليسو، ځانګړو ځواکونو او ملي اردو د بې درېغه ډزو او چاپو له لاسه ډک کورونه پرېږدي او يو سر و دوه غوږونه ځان سره وړي، خو د ولسمشر زړه له خپله ځايه نه خوځي. دا ځکه چې دی خپله د ارګ په شان پخه او محکمه چوڼۍ کې استوګنه لري، بي بي ګلې خو يې ځکه ګټلې چې د ټرمپ او جنرال نيکولسن ګرد سره پوځونه يې د پلرګنۍ په حساب کې راځي.

دلته که د چا په زړه کې ډار او ترهه وي خو هغه کسان به وي چې د کندوز د هاشميه دارالعلوم په شان کومه مدرسه کې يې تنکي زامن په ديني درسونو او د قرآن مجيد په حفظ لګيا وي. نه لکه ولسمشر چې طارق او مريم يې دواړه له دې غمونو او مصيبتونو ډېر ليرې په لويديځه نړۍ کې خپلې مزې چړچې کوي. رښتيا هم دلته که څوک غمجن او پرېشان وي، خو هغه وګړي به وي چې له خپل کلي پرته نور ان د خپل ولايت کوز او بر هم نه ور معلوم وي او نه د ورتلو وس او توان لري. خو ولسمشر بيا ځکه ښه ډاډه دی چې يو خو يې د ګردې نړۍ ويزه او پاسپورټ تيار په جيب کې ايښي او بل دا چې هم ښه بلد او هم د ورتلو وس او کرايه لري.

همدا وجه ده چې د ولسمشر زړه تل ډاډه او صبر و حوصله يې پر خپل ځای وي. په دې کې هيڅ شک نشته چې د ولسمشر دا دعوا بالکل حقيقت ده او يقيناً هماغه خبره يې کړې کومه چې په زړه کې يې وه، ځکه په داسې حال کې چې نوموړی د ګردې نړۍ پر مخ د څلورم فاسد حکومت مشر دی، د رعيت اويا سلنه وګړي يې وږي، شپېته سلنه ځوانان يې بې روزګاره، اويا سلنه يې نالوستي او پاتې يې په داسې ناروغيو اخته دي چې د هېواد په داخل کې يې درملنه او خدمت نه شي کېدای، خو ولسمشر بيا هم خوشاله او ډاډه دی. رښتيا هم ښاغلی غني په داسې حال کې هم خپل زغم او حوصله نه خرابوي چې درې نيم لاکه ملاتړلي، زغره وال، سپاره او پلي عسکر يې هره ورځ د خپلو هېوادوالو پر وژلو، بمبارولو، نيولو او ځورولو لګيا دي. د دې لوی لښکر اعلی سر قومانداني د ولسمشر په لاس کې ده؛ چې هماغه د ارګ له پخې کلا بولۍ ورکوي او هر وخت د هېواد په ټول قلمرو کې د همده په مسؤليت سل ګونه بې وزله افغانان وژل کيږي، خو ښايي د ولسمشر ډاډ او سکون له دې امله وي چې که څه هم د ياد پوځ د ناروا قتلونو مسؤليت خو ظاهراً دی پر خپله غاړه اخلي، خو د قوماندې اصلي مرکز يې د غوڅ ملاتړ قرارګاه ده چې امريکايي جنرال نيکولسن يې مشري پر غاړه لري.

خو ولسمشر واقعاً غټه حوصله لري، ځکه ده لا پر ځپل ځان او خپل کهول د جګړې ناخوالې او بدمرغۍ نه دي ليدلې. لا هم ده ته کوم يتيم، کونډه، بوره، وراره، کورګډې، بې وزله، بې سرپنا، د اسير مېرمن او خېل خانه او داسې نور مصيبت ځپلي نه دي ور په غاړه، لا يې هم د کوم شهيد قبر او جنازه نه ده ليلې، پرته د هغو امريکايي عسکرو له قبرونو چې يو وخت دلته وژل شوي وو.

نو ښاغلی ولسمشره! ستا ډاډ او حوصلې ته سلام! ته رښتيا هم د ډېر غټ او کلک زړه څښتن يې، زموږ يقين دی چې ته رښتيا وايې، کنه بل به کوم داسې مور راوړی پيدا شي چې د خپلو همدومره بې وزله هېوادوالو په ناحقه مرګ ژوبله يې چورت هم خراب نه شي او لا هم قسمونه کوي چې د ترهګرۍ پر خلاف روانه جګړه به همدغه شان توده ساتي؟ ته بالکل د غټ زړه خاوند يې. کنه بل کس خو به لا وختي خپل څادر پر اوږه ايښی او تښتېدلی وای!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د