نړۍ

د پاکستاني جیټ الوتکو په تازه بمباریو کې ۵۰ کسان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د پاکستان جیټ الوتکو تېره شپه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پرته قبایلې سېمه شمالي وزیرستان باندې سخته بمباري کړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون شپه یوه نېمه بجه د دوی جیټ الوتکو د شمالي وزیرستان په دیګان او دته خېل سېمو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړل.

د سرچینې په خبره ، د پاکستان پوځ په دغه برید کې د لږ تر لږه ۵۰ بهرنیو او کورنیو وسله والو د وژلو ادعا کړې.
دوی زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې د پاکستان پر کراچۍ هوايي ډګر باندې د وروستۍ حملې طراح هم شامل دی.
ویل کېږي، چې د جیټ الوتکو له دې تازه بمبارۍ وروسته په سېمه کې ډېره وراني پېښه کړې؛ خلک په وېره کې دي او په ډېره خونړیو فضا کې ژوند تېروي.
باید وویل شي، چې په شمالي وزیرستان کې د ورته بریدونو له ویرې سلګونه کورنۍ د هېواد خوست او پکتیکا ولایتونو ته هجرت کړی او تر اوسه د سیمه یېزو خلکو په مېړانه له ښه چلند سره مخامخ شوي.   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x