افغانستان

غزني: د خواجه عمري سقوط کې، ولسوال او د امنیت امر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د نورو امنیتي ځواکونو تر څنګ د دې ولسوالۍ ولسوال او د امنیت امر هم وژل شوي دي.

د غزني امنیه قومندان جنرال محمد زمان د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو وايي چې د ملي امنیت اړوند کارکوونکي هم وژل شوي دي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس او د امنیت امر په ولسوالۍ کې د راکټ لګېدو له امله وژل شوي دي.

Ali Shams
د خواجه عمري ولسوال؛ علي دوست شمس

د سرچينې په وینا د طالبانو په بریدونو کې چې له درندو وسلو هم کار اخیستل کېده، د ولسوالۍ ودانۍ کې هم اور لګېدلی دی، چې یوه برخه يې سوځېدلې ده.

د غزني د امنیت امر رمضان علي محسني وايي، چې په پېښه کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

هغه د ۴۵ تنه طالبانو د وژلو دعوه هم کوي او وايي چې د ولسوالۍ واک اوس بېرته د دوی ګوتو ته ورغلی دی.

طالبانو د ولسوالۍ د بېرته پرېښودو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه بريد تېره شپه شاوخوا دوه بجې پیل شو، چې د ځايي اوسېدونکو په قول په څو ساعته کې ولسوالۍ، امنیه قومنداني او اړوند پوستې د طالبانو ته لاس ته ورغلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x