غزني: حکومت د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي اداره دعوه کوي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نیولې ده.

طالبانو تېره شپه د خوجه عمري ولسوالۍ پر مقام، امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ شول.

طالبانو په جګړه کې د ۲۰ عسکرو د وژلو او ګڼو نورو ټپی کېدو خبر ورکړی دی.

تازه د غزني امنیه قومنداني وايي چې دغه ولسوالۍ يې بېرته نیولې ده، دوی وايي په جګړه کې له امنیتي ځواکونو څخه ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

د قومندانۍ د امنیت امر رمضان علي محسني دعوه کوي، چې په جګړه کې يې ۴۵ تنه طالبان وژلي دي.

طالبانو د خواجه عمري له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ويلي.

د دې ولسوالۍ د ولسوالۍ مقام، امنیه قومندانۍ څخه پرته نورې ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

له یادې جګړې سره هم مهاله، د غزني ښار پر امنیتي کمربندونو، اندړو، قره باغ او ده یک کې هم پر امنیتي پوستو بریدونه روان و، چې د غزني ځايي چارواکي وايي، کوم تلفات يې نه لرل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د