افغانستان

قانوني: د تقلبي ټاکنو ترسره کېدل؛ فاجعه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د حراست او ثبات شورا مرستیال محمد یونس قانوني وايي، که ټاکنې د درغلیو په سیوري کې ترسره شي، فاجعه به رامنځته کړي.

قانوني په کابل کې د څرګندونو پر مهال وویل، داسې هڅې کېږي چې را روانې ټاکنې له خنډ سره مخ کړي او بېخې ترسره نه شي.

د ده په وینا د ټاکنو نه ترسره کېدل، یوه ننګونه ده؛ خو له درغلیو ډکې ټاکنې به هېواد له یوې خطرناکې فاجعې سره مخ کړي.

قانوني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د تجربې بیا تکرار هیچاته د منلو نه دی؛ باید جدي پام ورته وشي.

هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې د سولې په نامه چاته د ولایتونو ورکړه، هم د هېواد د تجزيې فکر وګاڼه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ وویل، چې راتلونکې اوونۍ کې به د رایه ورکوونکو نوم لیکنه پیل شي، چې پوره میاشت وروسته به په ولسوالیو کې هم پیل شي.

د دې سرچينې د اعلان له مخې د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو را روانې ټاکنې به د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x