افغانستان

ولسي جرګه: د کندوز د څيړنيز پلاوي اړوند معامله شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه وايي د کندوز لپاره د حکومت څيړنیز پلاوي اړوند معامله شوې ده او حکومت د معلوماتو د پټولو هڅه کوي.

د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د کابل استازي الله ګل مجاهد وویل، ملي امنیت او دفاع وزارت د کندوزیانو په حق کې تېری کوي.

د ده په وینا دې دوو ادارو کندوز ته د پلاوي په لېږلو کې معامله کړې ده، «کنه وړاندې تر دې موږ پرېکړه کړې وه، چې له دریو کمیسیونونو به یو پلاوی لېږو.»

د کندوز استازي انجینر کمال ساپي بیا د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر معامله تورن کړ، هغه وویل: «زه پخپله د دشت ارچي د بمبار په اړه دفاعي او امنیتي کمیسیون ته ورغلم، عریضه مې وکړه، خو چې ابراهیمي صاحب معامله کوي، نور استازي ملامت نه دي.»

د دې ناستې مشر د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، وکیلان ځينې رییسان او وزیران پر معامله تورنوي، خو چې استجواب یا استیضاح ته را وغوښتل شي بیا يې دوی دفاع کوي.

ارګ ویلي و، د دوی لېږلی پلاوی به اوونۍ وروسته معلومات راوړي او دوی به يې له رسنیو سره شریک کړي.

دغه پلاوی را رسېدلی، خو لا هم د امنیت شورا او د ارګ ویندویانو خولې پټې نیولې.

شاوخوا لس ورځې وړاندې د تېرې اوونۍ په دوشنبه، د کندوز په دشت ارچي کې د دتفاڼو بازار ته څېرمه د دستاربندۍ پر مراسمو د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ تنه ولسي وګړي ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x