په وروستۍ دقیقه کې د رونالډو ګول یې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): د اروپا په اتلانو لیګ کې تېره شپه د کوارټر پایلوبې پړاو لوبه ترسره شوه چي په کې ریال ماډريد د یوونتوس لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره (د قانون له مخې) نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

دغه لوبه چي د ریال ماډريډ په کوربه توب په سانټیاګو بیرنابیو لوبغالي کي ترسره شوه، یوونتوس لوبډله په دې بریالۍ شوه تر څو ریال ماډريډ ته په ۱.۳ ماتې ورکړي خو بیا يي هم ونشو کولای بل پړاو ته لار وموندي.

ریال ماډريډ چي له دې وړاندې یې د تګ پړاو لوبه په ۳-۰ ګټلې وه، په دې لوبه کي تر داسې حالته ورسیده چي نږدې وه له دغې لیګ څخه بهر شي، خو د لوبي په اضافي وخت وروستیو ثانیو کي د رونالډو پينالتي ګول د دغه کار مخه ونیوله.

لوبه کې یوونتوس لوبډلي ښه پيل وکړ او د لوبې په دوهمه دقیقه کي ماریو مانزوکیچ ګول وواهه، د لوبي اوله نیمايي پای ته نه وه رسیدلي چي ماریو مانزو کیچ په ۳۷مه دقیقه کي دوهم ګول وواهه او په همدې سره اوله نیمايي په ۲-۰ د یوونتوس په ګټه پای ته ورسېده.

د دوهمي نیمايي په ۶۱مه دقیقه کي د ناواس د غلطۍ پخاطر یوونتوس درېیم ګول هم وواهه او د ریال ماډريډ لپاره يي لوبه سخته کړه.

د لوبې په اضافي وخت کې د یوونتوس لوبغاړی د خپل ګول په خوله کې د واسکیز پر وړاندې غلطي وکړه او لوبڅار ریال ماډريډ ته د پينالټي ورکولو پریکړه وکړه.

که څه هم دغه غلطي دومره ستره نه وه چې د پینالتۍ لامل شوې وای، له همدې کبله د یوونتوس ګول کیپر له لوبڅار سره خوله ووهله چې هغه ته یې سور کارډ ورکړ او له لوبې بهر شو.

رونالډو هم له دغه فرصت څخه په استفاده باندې پينالتي ګول وواهه او لوبه ۳-۱ د یوونتوس په ګټه پای ته ورسېده، او په مجموعه کې ددغه لیګ په قانون لوبه د ریال ماډريډ په ګټه ۴-۳ پای ته ورسېده او ریال ماډريډ نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

له بل طرفه د میسي لوبډلې تېره شپه د روما په وړاندې په ۳.۰ ماتې وخوړه، چې په مجموعي ډول یې هم په ۴.۴ او د بارسلونا په لوبغالي کې د روما لخوا ګول وهل د دوی په ګټه تمام شول، چې په پای کې بارسلونا بهر او روما نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د یادونې وړ ده چي نیمه پایلوبې ته څلور لوبډلې لیورپول، روما، ریال ماډريډ او بایرن مونیچ لوبډلو لاره پيدا کړې ده او د دوی ترمنځ قرعه کشي به راتلونکې جمعه د ماسپيښين ۰۳:۳۰ بجې ترسره کېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وروره داسی ښکاری چه لیکنه مو په تلوار او هیجان خپرونی ته لېږلې وی. تاسی په (۲۵ مه ) کرښه کی لیکلی دی چه لوبه ۱-۳ د یوونتوس په ګټه پای ته ورسېده. زما د انډیوال تلویزیون لکه چه خراب ؤ، په هغه کی ئې داسی وښودل چه رئال ماډرید د لوبو نتیجه د ځان په ګټه ختمه کړه .شاید ستاسی منظور داوی چه همدغه لوبه یوونتوس وګټله چه البته دې ګټلو ته هم ګټل نه وائي. بله تلواری پېښه داده چه تاسی د لیکنی په پای کی لیکلی دی چه څلور ټیمونه د کوارټر لوبو ته راووتل چه د… نور لوستل »