شفیق الله شفق او ضیاء الرحمن په فرسټ کلاس لوبو کې ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د داخلي او فرسټ کلاس سیالیو کې شفیق الله شفق په توپوهنه او ضیاء الرحمن په توپ اچونه کې ریکارډ جوړ کړ.

شفیق الله شفق چې د کابل ریجن لوبډلې مشري يې هم پر غاړه ده، تېره ورځ د بوست ریجن لوبډلې پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۰ چټکې منډې جوړې کړې.

نوموړي په دغه پاڼۍ کې د ۲۲ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته په ۸۹ کمو توپونو دوه (ډبل) سلیزه ووهله او په فرسټ کلاس لوبو کې يې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

له دې وړاندې دغه ریکارډ د انیورن ډونلډ په نوم و چې نوموړي په ۱۲۳ توپونو ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې او له ده وړاندې د هندي لوبغاړي روي شاستري جوړ شوی ریکارډ یې برابر کړ، چې د شفیق الله شفق لخوا مات کړل شو.

همدا ډول شفیق الله په کمو دقیقو کې د ۲۰۰ منډو جوړولو ریکارډ هم جوړ کړ، نوموړي دغه ریکارډ په ۱۰۳ دقیقو کې جوړ کړ، چې له دې وړاندې د هندي لوبغاړي روي شاستري په نوم و چې نوموړي په ۱۹۸۴/۱۳۸۵م کال کې په ۱۱۳ دقیقو کې ډبل سلیزې وهلې وې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې شفیق الله شفق په شل اوریزو کورنیو سیالیو کې هم چټکې دوه سلیزې وهلې وې، نوموړي د ختیځ کرېکټ اکیډمۍ لخوا د کابل کرېکټ کلب پر وړاندې په ۷۱ توپونو ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړې و.

له بل اړخه د میس عینک ریجن لوبډلې سوکه چپ توپ اچونکی ضیاء الرحمان اکبر د کورني (فرسټ کلاس) سیالیو لومړی ځوان شو چې په کمو لوبو کې یې سل ویکټې واخیستلې، نوموړي دغه ریکارډ د بندې امیر ریجن لوبډلې پر وړاندې پخپله پنځلسمه لوبه کې پوره کړ.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کورني فرسټ کلاس سیالۍ روانې دي، چې په کې افغان لوبغاړو یو شمېر نړیوال ریکارډونه هم خپل کړل.