پښــــتو ادب

ځوان ادبي بهیر خپله ۴۴مه اوونیزه غونډه وکړه!

    ناسته فضل حق سعید د خپل ښکلي غږ په تلاوت سره منوره کړه. ورپسې د گډونوالو د ذهنونو ازمایښت لپاره فضل کریم سادات راولاړ شو او خپلې ادبي پوښتنې یې مطرح کړې.

چې په ترڅ کې یې یوه پوښتنه منصور خزان، بله مرسلین متینزي او چمن گل میا خېل ځواب کړه. چې له ده څخه وروسته چمن گل میاخېل خپل غزل برخه والو مخته کره کتنې لپاره کېښود، چې مطلع یې څه داسې وه:

ستا جدایي د اور لمبې دي گرانې
دا ستا غمونه راپسې دي گرانې

د کره کتنې په لومړي سر کې هدایت نور ستانکزی راولاړ  شو او د کاغذ پر مخ انځور شوي ځینې څیزونه یې د کره کتنې او دغونډې د معیار سره ناوړه وبلل او د بیت په اړه محمود خزان وویل چې ساده او روان دی.

راشه د حال خو مې تپوس اوکړه لږ
زما د ستنې کږې دي ګرانې

دې بیت په اړه ټولو خاموشي اختیار کړه او چا یې په اړه څه ونه ویل.

ژېړ مازیګر کې د ګودر په غاړه
د مستو نجونو څه کیسې دی ګرانې

دې بیت په اړه احمدجان حقیقت خپل نظر او بدیل وړاندې کړ، چې که د کیسې پر ځای نندارې راشي نو لا به غوره وي.

چېغه مې وځي ناګهانه له خولې
څومره ترخې بې له تا شپې دي ګرانې

دا بیت محمود خزان تائید کړ او ویې ویل، چې اکثره سړی د شپې له خوا دتصوراتو په سیند کې لاهو کېږي، خو له بلې خوا بلال ظاهر وزیري په دې نظر وو چې که د (چېغه) پر ځای (چېغې) شي نو لا به ښه وي. همدا راز هدایت نور ستانکزي وړاندیز وکړ چې که د (شپې) پر ځای (شېبې) شي نو لا به ښه وي. چې له دې سره د پنځم بیت وار راورسېد.

چې دې تپوس نه کړم بې وسه یمه
که نه نو یاد ې مې وعدې دي ګرانې
دې بیت په اړه چا د خاموشۍ فضا ماته نه کړه.
خلک به وایي چې چرسي دی میاخېل
زما له غمه سترګې سرې دي ګرانې

 مقطعې په اړه هدایت نور ستانکزي وویل، چې بویه د چرسو ويي (لغت) ته بدیل پیدا کړو. محمداعظم صدیقي غږ وکړ، چې که لومړی نیم بیتی یې داسې شي (د میاخېل هسې سترګې سرې به نه وي) خو محمود خزان بیا ورته دا بدیل په نظر کې درلود(خلک به وایې چې نشه دی میاخېل) چې له همدې سره کره کتنې ته د پای ټکی کېښودل شو او چمن ګل میاخېل ته بلنه ورکړل شوه، چې میا  خېل له ټولو څخه په مننې خپلې تېروتنې ومنلې او له کره کتنې څخه یې خوښي څرګنده کړه. چې پس له دې څخه یوه ازاده مشاعره ترسره شوه، چې په کې ګڼ شمېر شاعرانو د نورو ادبي تنده په خپلو هنري اشعارو او خوږو ترنمونو باندې خړوبه کړه. له یاده دې پاتې نه وي چې د ناستې ویاندویي سید مرسلین متینزي ښه خپلو منتخبو اشعارو رنګینه کړې وه. چې په پیل کې ضمیرګل احمدي ته د تېرې اونۍ ګوزارش لوستلو لپاره بلنه ورکړل شوه. چې پس له ګوزارش څخه فضل حق سعید وویل چې ګوزارش ډېر ښه و او په ښه انداز سره ولوستل شو. خو خزان بیا ویل چې لږ په تېزۍ سره وویل شو. مګر برخه والو ورغبرګه کړه، چې دا به د وخت په تېرېدو سره ښه شي. دا غونډه دروان د روان لمریز کال۱۳۹۳یم د غبرګولي په ۱۶مه نېټه د سهار اته بجې دتل په څېر دنوي سهار انستېتیوت په انګړ کې پیل او غرمه ۱۲بجې پای ته ورسېده. له یاده دې پاتې نه وي چې په یاده غونډه کې پریکړه وشوه، چې پس له دې څخه به ځوان ادبي بهیر خپل فعالیت د لا ښه والي په خاطر په القرآن خصوصي لېسه کې تر سره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x