نظــر

د دشت ارچي سفر… څو ساعته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې…

لیکنه: کریم امیني (د طلوع نیوز خبریال)
ژباړه: نن ټکی اسیا

د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په یو دارالعلوم (دیني مدرسې) د هوايي ځواکونو د بمبار او په برید کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته د حکومت په وړاندې د نیوکو څپه راوالوته. د دفاع وزارت ویاند په برید کې ملکي تلفات رد کړل، خو د کندوز ښار د روغتون ډاکټرانو او د سیمې اوسیدونکو ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکاوه.

زه، چې په بغلان ولایت کې مې رخصتي تېروله، د خپلو مدیرانو له لوري وګومارل شوم چې د دې واقعې د خبري پوښښ لپاره کندوز ته لاړ شم. له ناچارۍ خپل همکار وحید احمدي سره د برید په سبا کندوز ته لاړم ترڅو د پیښې تیارې او پټې څنډې پیدا کړم، چې رښتیا هم د دې پيښې حقیقت څه دی.

په کندوز کې په دې اړه ګڼې ادعاګانې کېدې، همدارنګه د کندوز امنیتي او محلي چارواکي هیڅکله حاضر نه شول چې د رسنیو د کامرو په وړاندې په دې باره کې معلومات ورکړي. خو د پیښې شاهدانو او د سیمې اوسیدونکو، چې کندوز ښار ته راغلي وو او په روغتون کې وو، ولسي خلکو او په ځانګړي ډول ماشومانو ته د اوښتو تلفاتو ټکان ورکوونکې شمېرې ورکولې. په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې بې مخینې اعلامیه کې له رسنیو وغوښتل چې د پیښې ځای له نږدې وویني او د دې پیښې د تلفاتو په اړه راپور جوړ کړي، او -تر کومه چې زما په یاد دي- دا لومړی ځل و چې رسنۍ د طالبانو له لوري د پیښې ځای ته، چې د دوی تر واکمنۍ لاندې دی، وربلل کیږي.

د طالبانو د واکمنۍ ساحو ته تګ خطرناکه پرېکړه وه -هغه ساحې چې تراوسه مونږ نه وې لیدلې او معلومات مو نه لرل چې رښتیا په دغو ساحو کې څه تیریږي- له همدې کبله د پیښې ځای ته تګ او د خپلو سترګو لیدلی حالت لیکل ښه فرصت و. ما په یوازې ځان نه شو کولی چې تصمیم ونیسم، له همدې کبله د دوهمې ورځ په پای کې ما او یو شمیر خبریالانو له مرکزي دفتر سره په هماهنګۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته لنډ پیغام ولیږه چې که مونږ د پیښې ځای ته لاړ شو، طالبان د خبریالانو لپاره څه کولی شي؟

ذبیح الله مجاهد له ځنډ پرته ځواب راکړ او ویې ویل چې «کاملا اجازه ده او مونږ د خپل کنټرول په ساحو کې ستاسو د امنیت تضمین کوو».

په کابل کې د یو شمېر رسنیو مدیرانو د طالبانو د دې اعلامیې نه وروسته تصمیم نیولی و چې که خبریالان په ډله ییزه توګه د پیښې ځای ته ځي، دغه رسنۍ هم چمتو دي چې خپل خبریالان ولیږي -داسې ښکاریده چې دې رسنیو په انفرادي شکل د خپلو خبریالانو د لیږلو جرئت نه درلود- مونږ په کندوز کې یو ځل بیا ذبیح الله مجاهد ته لنډکی پیغام واستاوه او هغه له ځنډ پرته ځواب راکړ: «ما مجاهدینو ته مخابره وکړه او هغوی په جریان کې دي، تاسو کولای شئ لاړ شئ!» او د تلیفون یوه شمیره یې هم راولیږله او ویې لیکل چې کله د طالبانو د واکمنۍ ساحو ته داخل شوو هماغې رالیږلې شمیرې ته تلیفون وکړو.

خبریالان د دریم ځل لپاره سره کښیناستو او د پیښې ځای ته د تللو یا نه تللو په اړه مو نظرونه شریک کړل. ټولو ویره لرله چې څرنګه په طالبانو اعتماد وکړو. د کندوز یو لوړپوړی امنیتی چارواکی مو د خپل تګ په اړه په جریان کې واچاوه، خو د طالبانو د کنټرول سیمو ته زمونږ د تګ په باره کې د هغه غبرګون داسې و: «مونږ هیڅ ډول ضمانت نه کوو، نه دا وایو چې لاړ شئ او نه دا وایو چې مه ځئ!». د کندوز د امنیتي چارواکي دې خبرې د ځینو خبریالانو ویره نوره هم زیاته کړه او مونږ د نظرونو د تبادلې په اخیر کې تصمیم ونیو چې د پیښې ځای ته لاړ شو. په دې تصمیم کې زما او زما د فلمبردار همکار وحید احمدي ترڅنګ د آرزو او اریانا نیوز تلویزونو خبریالانو او همدا راز د پژواک اژانس خبریالانو او د کلید رسنیز ګروپ موافقه رایه ورکړه، خو یو شمیر نور خبریالان حاضر نه شول چې زمونږ د لارې ملګري شي.

مونږ روان شوو، خو نه پوهیدو چې څرنګه د دشت ارچي ولسوالۍ دفتاني کلي ته لاړ شو، له همدې کبله ما وړاندیز وکړ چې د دې پیښې د ټپیانو د خپلوانو څخه یو تن -چې د کندوز ښار په روغتون کې وو- د لارښود په حیث له ځان سره بوځو، یوه داسې ورځ وه چې تل به مو په یاد وي، له اندیښنې او تلوسې ډکه، کله چې روغتون ته نږدې ورسیدو پښیمانه شوو او پرته له دې چې څوک له ځان سره بوځو، روان شوو.

د الچین په پول واوښتو او دشت آبدان سیمې ته ورسیدو، د لارې په اوږدو کې د دشت ارچي د اوسیدونکو یوې ډلې سره مخامخ شوو چې په موټرانو او موټرسایکلانو سواره د کندوز ښار ته روان وو. د حکومت په خلاف شعارونو څخه یې معلومیده چې د دشت ارچي د بمبار په غبرګون کې يې اعتراض کړی، لاریونوالو په سپیرو او لمر وهلیو څیرو له غوصې ډک شعارونه ورکول او ویل یې چې د والي د دفتر مخې ته به خیمه ووهي.

له دشت ارچي د راغلیو معترضینو شمیر زیات و او په لاره کې زمونږ په مخالف لوري راروان وو، لاریونوالو د خبریالانو په لیدو شعارونو ته زور ورکړ او د تلویزونو د کامرو مخې ته یې پیښه وغندله. که څه هم مونږ تصمیم درلود چې دشت ارچي ته لاړ شو، خو د لاریونوالو له ډلې سره په مخامخ کید مونږ په دوه وو کې ولویدو، چې ایا خپله لار ونیسو او که بیرته له لاریونوالو سره راوګرځو کندوز ته؟ له بلې خوا مو د پیښې ځای ته د تګ ډیره تلوسه درلوده؛ ځکه چې په لومړي ځل مو کولای شول د طالبانو د واک له ساحو څخه راپور تیار کړو، تصمیم مو ونیو چې د پیښې ځای ته ځو او د پيښې له ځایه د راپور تر چمتو کولو وروسته کندوز ښار ته راستنیږو او د دشت ارچي د اوسیدونکو د لاریون په اړه به هم راپور تیار کړو.

خپله لاره مو ونیوه او وروسته خبر شوو چې په الچین پول کې امنیتي ځواکونو معترضینو ته اجازه نه ده ورکړې چې کندوز ښار ته داخل شي او لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او د امنیتي ځواکونو په ډزو څو تنه لاریونوال ټپيان شوي دي.

دشت ارچي ولسوالۍ ته د کندوز-شیرخان بندر لویې لارې څخه یو فرعي سړک ورګرځیدلی، مونږ اووه تنه وو او په دوه موټرو کې روان وو، له اندیښنې او تلوسې ډک سفر و، زمونږ موټر فرعي سړک ته داخل شول. د سړک ځیني برخې قیر شوې وې. په دې سړک څوک نه لیدل کیده، وروسته څو موټرسایکل سواره چې د لاریونوالو له کاروانه پاتې وو، ولیدل شول. ټولو د دې سفر له غځولو ویره لرله، خو هیچا دا ویره نه ښکاره کوله، د دې ویرې د پټولو لپاره خبریالانو سندرې غږولې او کله یې په خپل مینځ کې ټوکې ټکالې کولې. د پاخه قیر سړک په ختمیدو د دولت واکمني هم پای ته ورسیده- د طالبانو د حاکمیت ساحه!

د طالبانو ساحه

د طالبانو تر واک لاندې د لارې په اوږدو کې ډېر کورونه بې څوکه او خالي ښکارېدل، د جګړې، ويرانۍ او محروميت نښې پکې له ورایه ښکارېدې. ۴۰-۴۵دقیقې مو له دوړو په ډکه جاده کې لاره ووهله او وروسته هغه بازارګوټي ته ورسېدلو، چې د طالبانو ویاند زموږ لپاره یو لار ښوونکی په انتظار کړی و.

اوه خبریالان له دوو موټرو را ښکته شوو، له موږ وړاندې یو موټر ولاړ و، درې تنه ترې راښکته شول، یو هماغه و، چې زموږ د لارښوونې لپاره ګومارل شوی و، هارون، میان قد، چاغ او ګڼه ږېره لرله، وسله يې داسې په اوږه کړې وه، چې ونه لیدل شي.

هارون دوه ساتونکي لرل، د دوی مخونه پټ و، یوازې په رنجو تورې سترګې يې را ښکارېدلې، یوه نظامي کورتۍ اغوستې وه، بل واسکټ او څادر.

هارون څپلۍ پښو کړې وې او ساتونکو يې کرمیچ بوټونه؛ هغه په ورین تندي ښه ګرمه ستړې مه شې وکړه، خو ساتونکو يې مازې لاسونه راکړل، هارون په دشت ارچي کې د طالبانو د رسنیو او اطلاعاتو مسوول و.

ويې پوښتل: «مشر مو څوک دی؟» ما د پژواک خبریال اجمل کاکړ، چې په پښتو ښه غږېږي ور معرفي کړ، هارون هغه ته په جدیت وویل: «ته له موږ سره راځه!» او د موټر په خوا روان شول، موږ هم خپلو موټرو ته وختو او د دوی موټر مو تعقیب کړ.

موټر يې سپينه بې نمبرو ټویټا وه، په خامه لاره کې وړاندې لاړو او د دفتاڼي کلي بازارګوټي ته ورسېدلو.

د طالبانو بیرغونه هرې خواته ښکارېدل، دا بازار ۵۰ دوکانونه لري او څو شخصي معاینه خانې هم پکې شته، خو ماته دا جالبه وه، چې په دې معاینه خانو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو نومونه هم لیدل کېدل، له بازار چې تېر شوو، په یوه بله فرعي جاده کې تر ونو لاندې له ولاړ موټر سره ودرېدلو، هارون له خپله موټره کوز شو، هغه بل موټر ته ورغی، له هغه ورته یو تن راښکته شو، چې له تورې لونګۍ او تورې ږېرې سره يې لوړ قدر درلود.

له ده سره هم دوه مخپټي ساتونکي و، هارون زموږ تر مخ او موږ پسې وړاندې ورغلو، ستړې مه شې مو وکړه، موږ ټولو ته يې ډېر عادي لاس راکړ، خو راته يې وکتل او ويې ویل: «که جاسوسي او معلوماتو ورکولو ته راغلي یاست، چای مو وڅښئ، نېغ ځئ، خو که د خلکو او د حقیقت د بیانولو لپاره راغلي یاست، زموږ ملګري چې چېرته مو زړه غواړي ملګرتیا درسره کوي، ورشئ له خلکو سره وغږېږئ!» د دې سړي خبرې موږ ګواښ هم ګڼلی شوې او ډاډ هم؛ په دې وخت کې د هغه یو ساتونکی ور نږدې شو، ويې ویل: «مولوي صاحب دا ځای ښه نه دی.» بېرته موټر ته وختل او روان شول، موږ داسې وګڼله چې د هوايي حملو له خاطره ځای بدلوي را بدلوي، وروسته پوی شو، چې دا دنګ سړی د طالبانو د والي مرستیال مولوي شاکر دی، امنیتي چارواکو ويلي و، چې د دشت ارچي په برید کې يې دی هم وژلی، تر دې وړاندې يې هم څو وارې د مولوي شاکر د وژلو خبر ورکړی دی.

د مرستیال والي له تګ وروسته، موږ، هارون او د هغه ساتونکي سره پاتې شوو.

په وینو لړلې پګړۍ

دارالعلوم هاشمیه عمریه، هغه مدرسه چې بمبار پرې شوی و، د دفتاڼو بازار ته نږدي ده، موږ چې ور ورسېدلو د ماسپښين جمعه خلاصه شوې وه، لمونځ کوونکي له مدرسې را وتل.

د دې کلي په خلکو کې یوازې موږ خبریالان و، چې ږېرې مو خرېيلې وې، دلته تر راتګ وړاندې ما پتلون اغوستی و، خو د ملګرو ټینګار وروسته مې جامې بدلې کړې، دلته د خلکو ټولو کلیواله جامه وه او ږيرې يې پرېيښې وې، د طالبانو په وخت کې دا جامه او ږېرې پرېښودل جبري و. له مدرسې راوتي خلک پر موږ را ټول شول، هارون د مدرسې یوې خونې ته ننوت، موږ يې ور وغوښتلو، ويې ویل: «څو دقیقې دلته صبر وکړئ، وروسته مو کار شروع کړئ!»

مدرسه جوړه و، دلته مرمۍ نه وې لګېدلې، په خونه کې کېنستلو ووېرولو، سره ومو ویل داسې نه وي چې دلته مو زنداني کړي، وروسته د کلي خلک را ننوتل، چې د بمبارۍ کیسې يې لرلې، د دوی په راتګ او د کیسو په اورېدو مو وېره وتښتېده.

يوه پخپل موبایل کې د وژل شویو ماشومانو تصویرونه را ښکارول، بل له بمبار لږ وروسته شوې ویډيو؛ چا د لومړي بم را پروتو کیسه کوله، بل به د خلکو د حیرانۍ او ګنګستیا کیسه را واخیسته، دا کیسې لا ختمې نه وې، چې دسترخوان وغوړيد او موږ ته يې ډوډۍ راوړه، تر خونې د باندې د مدرسې په انګړ کې د پلوو څو دیګونه باندې و، پلو د کندوزیانو مشهور خوراک دی، چې په ځینو مراسمو کې يې پخوي، له ډوډۍ وروسته مو اجازه وغوښته چې کار پیل کړو، د مدرسې له انګړه مو پیل کړ، د مدرسې په انګړ کې لسګونه څپلکې او پګړۍ په وینو لړلې را ټولې شوې وې.

د بمبار په ورځ د دې مدرسې شاته جلسه وه، هغه ځای ته ورغلو، صرف یو بم لګېدلی و، دا د خبرې کولو له سټیجه لرې لګيدلی و، درې بمونه مدرسې ته په نږدې ښوونځي او کورونو لګیدلي و، وايي چې لومړی بم هغه وخت را وغورځول شو، چې جلسه پای ته رسېدلې وه، له څپلکو او د خلکو له کیسو پوي شو، چې دې بمبار ډېر تلفات لرل، په وژل شویو کې ماشومان هم و، هارون د دې راپور برابرولو لپاره ټوله زمینه راته برابره کړه، هر چېرته چې به مو غوښتل لاړ شو، ده راسره ملګرتیا کوله؛ خو لارښوونکی دی او د سیمې اوسېدونکي و.

په دفتاڼي کلي کې له خلکو سره له درې ساعته خبرو وروسته د کندوز په خوا حرکت ته تیار شوو، په کندوز کې د مازیګر له څلورو بجو وروسته مخابراتي شبکې بندېږي، موږ کوشش کاوه چې تر څلورو بجو مخکې ورسېږو، ځکه مو له هارونه اجازه واخیسته چې کندوز ته روان شو، هارون او ملګرو يې تر نیمې لارې له موږ سره ملګرتیا وکړه، ډاډ يې راکړ، چې ستونزه به نه جوړېږي او راته ويل يې، که د طالبانو په ساحه کې له ستونزې سره مخ شو، د ده نوم باید ورته واخلو.

له بدل لید سره راغلو

روان شوو، چې له دې ساحو ووځو، په دوړو او خاورو ډک سرک وړاندې لاړو، د دې خلکو د ژوند په فکر کې شوم، دوی له جنګه ستړي، محروم او د سولې تږي وو، دوی جګړه نه خوښوله، خو څه يې کړې وای، بس ځان يې د ژوند چرخ ته سپارلی و.

د طالبانو په ساحه کې د طالبانو قانون دی، ټول د دې قانون فرمانبردار دي، ـ ښايي – د دوی د قانون د حاکمیت وجه وي، چې خلک خپلې خقوقي ستونزې دوی ته وړاندې کوي.

په بېرته راتګ کې نه وېرېدلو، خو هیجاني وو، موږ لومړي کسان وو، چې دې ساحو ته لاړو او راپور تیاروو. رښتیا به ووایم چې کله د طالبانو له ساحې را ووتلو، هیڅ باور مې نه راته چې د طالبانو ساحې ته تللي يو، خبرې مې کړې او بېرته راوتلي يو!! د دشت ارچي دفتاڼو ته تر تګ وړاندې د دې تګ او طالبانو د چلند په اړه وېرېدلو، د طالب له نومه وېرېدلو، خو چې د طالبانو چلند مو ولید دا ډار مو والوت، هارون له موږ سره په عزت چلند وکړ او ګرمه ميلمستیا يې راکړه، ښايي موږ ته د راپور برابرولو له لارې يې د نړیوالو پر مخ ور توکل چې په دې بمبار کې ټول ولسي وګړي زیانمن شوي او زموږ له دې کاره يې يو ډول ګټه اخیسته، خو له دوی سره لیدلو زموږ وېره لرې کړه، یوازې زه نه وم چې ډار مې له زړه لرې شو، ښايي د طالبانو چلند او د دې کلي برداشت و، خو چې هر څه دي، زما په کارنامو کې نوې تجربه ده او هغه څه چې د طالبانو په ساحه کې مې د خلکو درې ساعته ژوند ولید، داسې څه و، چې کلونه مې يې له لرې په اړه اورېدل او دا مې په سوچ کې نه راتلل چې یو وخت به دا ژوند له نږدې وینم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

نو دي لکہ چی امريكايان دي چی دطالبان ساحوتہ دغہ رنګہ زړ‎ہ نازړ‎ہ ورتلہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x