په ایران کې یوه امریکايۍ جاسوسه نیول شوې

  (نن ټکی اسیا)دایسنا خبري اژانس دراپور لمخې دایران حکومت دسرحدي پولیسو قومندان تورن حنرال احمدګراوند نن رسینو ته وویل چې پولیسو یې دایران داذربایجان ولایت دالجفا په سیمه کې دجنوري په پنځمه نیټه یې یوه امریکایي جاسوسه نیولې . نیول شوي میرمن هال فایلن نومیږي او ۳۴ کاله عمر لري .

نوموړي قومندان وايي چی دا جاسوسه هغه مهال ونیول شوه چې په یاده شوي سیمه کې یې دبازارونو او سرحدي پوستې فلم جوړاوه .

احمدبریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.