افغانستان

سمنګان کې چاودنې د ټاکنو کمېسون ۶ کارکوونکي وژلي

نن ټکی آسیا: د هېواد په شمال سمنګان ولایت کې سیمیيز چارواکي وايي چې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۱ کسان وژلي.

ددغه ولایت د مرکز ایبک په مربوطاتو کې د ټاکنو د کميسون په موټر هغه مهال چاودنه شوه چې ایبک مرکز په لوري روان وه.

 چاودنه د ایبک ښار په حسن خیل نومې سیمه کې د شپې په ۸ بجې وشوه.

 د سمنګان ولایت ویاند صدیق عزیزي د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې د چاودنې قربانیانو کې ۶ کسان د ټاکنو د کميسون کارکوونکي دي.

ده زیاته کړې چې د ټاکنو د کمیسون کارکوونکي د ایبک له مربوطاتو  ښار ته په یوه فلاینګ کوچ موټر کې د رایو تر شمېرلو ورسته روان وه چې چاودنه پرې وشوه.

تر دې مهاله د برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x