د راشد غوره توپ اچونې یو ځل بیا مخالف لوبډله له ستونزو سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې او ممبۍ انډینز لوبډلې ترمنځ سیالۍ کې راشد خان په زړه پورې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه چې مخالف لوبډله یې ستر هدف ټاکلو ته پرینښوده.

ننۍ لوبه کې راشد خان که څه هم یوازې یوه، خو مهمه ویکټه واخیسته، خو له بل اړخه یې په ۴ اورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې.

په دې لوبه کې لومړی د روهیټ شرما لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې، او سنرایزز لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا هیڅ کوم لوبغاړي غوره توپوهنه ترسره نکړه، پولارډ او لوویس ۲۸-۲۸ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا ښه توپ اچونه ترسره شوه، سټانکل، سیدهارت کول او سندیپ شرما ۲-۲، راشد خان او شکیب الحسن ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

راشد خان اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي پخپلو ۲۴ توپونو کې ۱۸ توپونه میس کړل، او په ۳.۲۵ کم اوسط یې ۱۳ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د