fbpx

آی پي ایل: له زړه درزونکې لوبې وروسته د راشد لوبډلې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۷ل): د هند سوداګریزو سیالیو کې یو ځل بیا زړه درزونکې سیالۍ ترسره شوه چې په کې د راشد خان لوبډلې د روهیټ شرما لوبډلې ته په وروستي توپ څلوریزې وهلو سره ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې په لومړي کې یې د راشد خان لوبډلې لپاره بریا یقیني وه، داسې حال ته ورسېده چې یو مهال یې د یوې منډې په بدل کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې او د روهیټ شرما لپاره یې بریا یقیني کړه، خو د ديپک هوډا په زړه پورې لوبې او د فشار پر وخت کې يې شپږیزې لوبډلې ته بله هیله ورکړه.

په پای کې نهه لوبغاړي وسوځېدل او یوولس منډو ته اړتیا وه، چې داسې بریښېده سنرایزز لوبډلې ماتې وخوري، خو په وروستي اور کې په وروستي توپ د سټانلک لخوا ګټونکې څلوریزه ووهل شوه او د راشد لوبډلې د یوې ویکټې په توپير بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه د روهیټ شرما لوبډلې وکړه، چې د راشد لوبډلې په غوره توپ اچونې سره په لوړ هدف ټاکلو بریالي نشول، او د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د راشد لوبډلې ښه پېل وکړ، چې اوپنر شیکر دهاون ۴۶ چټکې منډې جوړې کړې، خو وروسته د پرلپسې ویکټې ورکولو سره یې لوبډله له سخت فشار سره مخ شوه، خو وروستي اور کې د یوولس منډو اړتیا پوره او بریا یې خپله کړه.

د ممبۍ انډینز لوبډلې لخوا ځوان مارکنډې غوره توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي د سنرایزز لوبډله له سخت فشار سره مخ کړه، پخپلو څلور اورونو کې يې ۲۳ منډې ورکړې او ۴ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې.

په ننۍ لوبه کې راشد خان د آی پي ایل سیالیو یو بل ریکارډ هم جوړ کړ، چې نوموړي په خپلو ۲۴ توپونو کولو کې ۱۸ میس کړل، چې دا د اشوین لخوا پخوانی جوړ شوی ریکارډ و چې اوس راشد خان برابر کړ، نوموړي یوه ویکټه هم ترلاسه کړه، او په ننۍ لوبه کې یې په اقتصادي توپ اچونه د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې راشد خان او محمد نبي په روان آی پي ایل کې یو ځل بیا د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره لوبیږي، چې تر دې دمه راشد خان دوه لوبې ترسره کړې خو محمد نبي اوس هم د خپل نوبت انتظار کوي.

له بل اړخه مجیب ځدراڼ د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لپاره لوبیږي چې په لومړۍ ورځ یې د آی پي ایل نوی ریکارډ جوړ کړ، او ورسره یې دوه لوبغاړي هم وسوځول چې سبا به یو ځل بیا د ویرات کوهلي لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د