افغانستان

سرتيري بریدګر: تر وروستۍ سلګۍ به جنګېږو

د کندهار په درېیمه امنیتي حوزه کې پرونۍ پیل شوې جګړه لا هم روانه ده. دغه برید چې پرون اتو تنو سرتيرو په باچاخان کالوني کې له يوې ودانۍ پیل کړ، تراوسه روان دی. طالبانو پخپله برېښنا پاڼه کې د سرتيرو بریدګرو غږيز پیغام خپور کړی، چې په خبره يې پوره په ډاډ جګړه کوي، سرتېرو ځینو رسنیو ته په تلیفوني اړیکه کې ويلي دي، چې  تر وروستۍ سلګۍ به وجنګېږي.

د بريد له پیله تراوسه نږد اته ویشت ساعته وخت تېرېږي، چې لاهم په سیمه کې د درنو اوسپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې سرتيري برید کوونکي پوره مجهز او په لوړ مورال له پرون راهیسي جنګېږي. د ده په خبره دوی پرون ځینو رسنیو ته لیکلي پیغامونه ولېږل او هم يې د سرتېرو د تلیفون شمېرې ورکړې، چې کره حال واخلي. خو رسنیو خوله پرې پټه کړه.
په یاده اته ویشت ساعته جګړه کې د مرګ ـ ژوبلې کره شمېره نه معلومېږي، خو د عیني شاهدانو له قوله له سیمې نه پرلپسې د امبولانسونه غږونه اورېدل کېږي او ځینو کورونو ته خو د عسکرو مړي هم ور وړل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د درېیمې ناحيې په مربوطاتو کې هیڅوک هم رايې ته نه دي تللي اونه هم ښکاره درايې اچونې مرکز پرانیستل شوی دی.
طالبان هم وايي چې د دوی له پرونیو ټولو بریدونو نه موخه د ټاکنو ګډوډول وو، چې ترډېره بریده پکې بریالي شوي هم دي.
د چارو د شنونکو له قوله د دومره بریدونو په سیوري کې ټاکنې او د همدې ټاکنو په پایله کې د واک لېږد ته باید سوله ایز انتقال ونه ویل شي. د دوی پر اند د ولسمشر حامد کرزي راتګ هم خونړی و او بېرته تګ يې لا خونړی دی.

د سرتيري بریدګر غږ:

https://soundcloud.com/umar-j/oamlxslqz5sa

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x