پرلتونه او په اړه یې درانه درانه شکونه

میرویس امر خېل

په کوزه پښتونخوا کې هم د افغانستان په شان په پښتنو ظلم روان دی. موږ وینو چې له تیرې نیمې پیړۍ راهیسې د پښتونخوا خلک له خپلو سیاسي حقوقو،  تعلیم، اقتصادي پرمختګ او نورو حقوقو څخه بې برخې دي، شاید د دې سیمې ۴۰ میلیونه انسانان د بشریت تر ټولو ستره کتله وي چې  په خپله ژبه د تعلیم حق ترې اخیستل شوی او په سیستماتیک ډول له خپل فرهنګ څخه پردي کیږي.

د وروستیو کلونو پوځي حالاتو د کوزو پښتنو زخمونه نور هم ژور کړل، په خاص ډول د پاکستاني طالبانو او پوځ تر منځ جګړو کې د خلکو ځوریدل، د لسګونه زره پښتنو ورکېدل، د هغوی بې پوښتنې او بې دلیله وژل کیدل، د میرانشاه، میرعلي او نورو سلامتو ښارونو قصدا نړول او له خاورو سره برابرول، د لکونو خلکو جبري بې کوره کول، د وطن کارټ په نوم په سرلوړو قبایلو د حکومتي ذلت تحمیلول، په وزیرستان کې د ماینونو او نورو ناخوالو موجودیت هغه څه و چې د قبایلو په زړونو کې ذخیره شوی قهر او ناراضي یې بالاخره د انفجار حالت ته ورسوله.

د منظور پښتین په نوم یو دردمن زلمي د پښتنو قبائلو د غصب شویو حقوقو د بیرته اخیستلو پاڅون پیل کړ او په اسلام اباد کې یې لومړنی اعتراضیه لاریون وکړ.

د منظور پښتین داعیه او مدعي دواړه معلوم دي، هغه وایي پاکستاني طالبانو او حکومت له قبائلو سره ظلم او غداري کړې ده، د قبائلو ځوانان یې بې پوښتنې بندیان کړي او وژلي دي.له همدې امله خو د منظور پښتین لومړنی او وروستنۍ شعار د ریاست ( پاکستاني حکومت) او ادارو ( پوځ او استخباراتو) په خلاف دی. منظور پښتین د حاکم نظام ګریوان ته لاس اچولی او د خپلو غصب شویو حقوقو غوښتنه ترې لري. دا چې نوموړي د مبارزې سیده مسیر نیولی نو ځکه یې تر اوسه د اولس په زړونو کې ځای موندلی او پلویان یې له لسګونو څخه لکونو ته رسیدلي دي.

د منظور پښتون د احتجاج په تعقیب په کور دننه افغانستان کې ځینو فیسبوکي زلمیو اعتراضیه پرلتونه پیل کړل، دا پرلتونه له کابل پیل شول وروسته تر هلمند، ننګرهار، غزني او نورو سیمو ورسیدل. دا پرلتونه چې تر اوسه یې د منظور پښتین د اعتراض په شان ولسي رنګ نه دی پیدا کړی بلکې هماغه د لومړۍ ورځې څو فیسبوکیان په کې تاویږي راتاویږي اوس یې له څو مودې تیریدلو وروسته ورځ په ورځ جعلیت نور هم رابرسیره کیږي او داسې ښکاري لکه دا چې ولسي احتجاج نه بلکې یوه حکومتي پروژه وي.

د دې احتجاجونو یوه عمده د سوال او نقد ځای دا دی چې په افغانستان کې چې په دغسې حالاتو څومره اولسي حرکات راپورته شوي نو تر ټولو لومړی اعتراض یې په بهرنیو اشغال کوونکو باندې وي. که تاسو د مشروطیت د غورځنګ تاریخ وګورئ لومړنۍ اعتراض یې انګلیسي استعمارګرو او د افغانستان په سیاست د هغوی د برلاسۍ په اړه وه.  که له هغه وړاندې د ملا مشک عالم، عبدالله خان اڅکزي، حاجي میرویس خان نیکه او نورو تر مشرۍ لاندې ولسي احتجاجونه راپورته شوي نو له نورو مسائلو مخکې یې اول د بهرني اشغال په خلاف غږ پورته کړی دی.

مګر د اوسنیو کابل میشتو پرلتونو دا خبره بیخي عجیبه ده، چې تر اوسه یې د بهرني اشغال په خلاف کومه خبره نه ده کړې، که بهرنیان پریږدو حتی د واکمن حکومت په ضد یې هم تر اوسه له خولې سپڼ نه دی وتلی، بلکې ټول زور یې پر دې دی چې دافغانستان د جګړې د ملامتیا ټول پیټی د طالبانو په غاړه ورواچوي.

زموږ پرلتیان په ځای د دې چې د منظور پښتین په شان د خپل اولس د حق اخیستلو لپاره طالب او واکمن حکومت په یو شان مخاطب کړي، دغه پرلتیان شپه ورځ د طالب سپکه او د اشرف غني او حنیف اتمر مدحه بیانوي. او د دې په ځای چې د شوراب او بګرام امریکایي اډو ته هم د سولې لپاره یو خواست وړاندې کړي یوازې دې ته تیار دي چې موسی کلا ته لاړ شي.

زه نه پوهیږم دا څرنګه اولسي اعتراض دی چې تر اوسه یې د اولس وژونکو بهرنیو قواوو په خلاف یوه خبره هم نه ده کړې. په داسې حال کې چې پرلتیان په خپل اوج او موج کې وو، په کندز کې د افغانستان د اوسنۍ جګړې تر ټولو بده فاجعه رامنځته شوه، د سلو په شاوخوا کې تنکي ماشومان د چورلکو بمبار شهیدان کړل، چې دغه حقائق حتی حکومتي رسنیو هم تائید کړل. مګر  پرلتیانو د دې ظلم په خلاف هیڅ د اعتراض غږ پورته نه کړ او نه یې د افغانانو په دې ملي ماتم کې ځان شریک وباله.

حتی په وروستیو کې دا خبرې هم رابرسیره کیږي چې د دې پرلتونو تر شا د امنیت شوری او ملي امنیت اداره لاس لري. هغوی یې اکمالوي، پلان ورکوي او غواړي د تبلیغاتي ابزار په حیث ترې استفاده وکړي. او دا خبره ځکه له امکانه لرې نه ده چې څو کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو پاڅون هم لومړی ولسي پاڅون بلل کیده مګر وروسته افشاء شوه چې هغه د ملي امنیت د مشر اسدالله خالد او امریکایي جنرال پیټراییس مشترکه پروژه وه چې غوښتل یې طالبان ورباندې وځپي.

هغه کسان چې په دې پرلتونو کې د ښه نیت له امله ګډ شوي دي باید چې لوړ شکونه جدي وبولي، مخکې له دې چې له دې بهیر سره ملګري شي لومړی باید ددې بهیر ماهیت وپيژني او کنه هسې نه د امریکایانو د سترو اهدافو لپاره د مفتو ابزارو په حیث وکاریږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د