عالَم، علم او عالِم

صفي الله رائد

(من أراد الدنيا فعليه بالعلم، ومن أراد الآخرة فعليه بالعلم، و من أرادهما معا فعليه بالعلم)

علی کرم الله وجه څه ښه وایي:

که څوک دنیا غواړي علم دې وکړي! که څوک اخرت غواړي هم علم دې وکړې او که څوک دواړه غواړي بیا دې هم علم وکړي.

له دې روایت څخه د علم مقام او فضیلت ښکاره را معلومېږي، چې څومره لوی فضیلت او څومره ستر مقام لري!

عالم، علم او عالِم:

یو عالَم وي او بل د عالَم روح وي. د عالَم روح دالٰهي دین سپېڅلي علماءکرام دي او د علماوو روح بیا عِلم دی.

څنګه چې یو ژوندی جسم بې روحه پر پښو نشي درېدلی؛ هم داشان پر یوې سیمه بې عِلمه او بې عالِمه، مخلوق ژوند نشي کوی/ ژوندي نشي پاتې کیدای.

لنډه داچې ترڅو علم او علماکرام په دنیا کې اباد او تر او تازه وي تر هغې به عالَم هم دنړۍ پرمخ بې غمه خپل هوسا ژوند کوي، ګني نو ژوند یې ژوند مه شمارئ!.

هرکله چې علم او عالِم لاړ!؛ بیا به نو عالَم هم د ځمکې پر مخ څوک یاد نه کړي.

دعلم او عالِم نسبت او تعلق بیا خاص تر مسجد او مدرسې پورې تړلی، که دا دوه سپېڅلي ځایونه په دنیا نه وي نو علم راڅخه کوچېدلی وګڼئ؛ او هرکله چې علم لاړ؛ عالَم دنیا هم غرقه وبولئ؛ ځکه عالَم او عالِم واړه لازم او ملزوم دي (چې تر هغې د نړۍ پرمخ عالِم دین وي؛ عالَم دنیابه هم هوسا خپل ژوند کوي او که داسې نه وو، نو هېڅ به هم نه وي!).

عالمان که ستوري؟

عبدالله ابن عباس رضی الله تعالی عنه فرمایي؛

(العلماء نجوم الارض)

علماء د ځمکې ستوري دي،

نو الله جل جلاله په اسمان کې ستوري د دریو کارونو لپاره پیدا کړي دي.

① لزینة السماء: د اسمان د ښایست لپاره، نو علماکرام هم د ځمکې ښایست دی، اعمال او افعال یې باید داسي وي چه د ښایست مقام خپل کړي

②رجم اللشیاطین: یعني د شیطانانو د ویشتلو لپاره نو علماء به هم داسي وي چي هر وخت به د کفارو طواغیتو منافقینو او اهل بدعوو سره مبارزه او مقابله کوي

③: ستوري ددې لپاره پیدا شوي چي په دې سره خلک په بحر او په وچه کي لار پېدا کړي او خپل منزل ته ورسیږي،

نو علماکرام به هم خلکو ته مستقیمه لار ښیي، حق، باطل حلال او حرام کافر او مسلمان به ټول ورته تعرف کوي.

علمي مراکز ورانول..!!!

د علم سپېڅلي مراکز بمبارول د خپلو کورونو بمبارولو په مانا دی، د علم ډیوې مړې کول د خپل کور څراغ ته اوبه پاشل دي. څوک چې عالم دین وژني، دی په اصل کې خپل ځان په خپلو لاسونو غرغره کوي.

دمدرسو ورانول د خپلو کورونو ورانولو په مانا دي، چې زما په اند داسې عمل نادان څه ان جاهل مرکب به یې هم ترسره نه کړي، خو له جهل مرکب ورآخوا بله مرتبه هم نه وینم بدون له ارتداد او کفره.

هو! مدرسې د امن ځایونه دي ـ علما کرام د امن او سکون لښکرې دي او دا دمینې او محبت لښکرو ته مینه ورکول پکار دي، وینه ورکول پکار دي؛ دوی د مینې او ورورولۍ درس نړۍ ته ورکوي. نړۍ ته مینه ښیي، مینه شیندي، وفا خپروي، سکون خپروي، اتفاق ته یې رابولي.

تل خلکو ته د امن او سکون دتعریف او تعرف ښوونه کوي.

هو! علماء د ځمکې پر مخ یواځنی د امن ښکلی سمبول دی.

لنډه داچې علماکرام نړۍ ته د امن خپرولو مسئولیت له ځان سره لري او دا دروند مسئولیت یې تر ډېره حده کماحقه ادا کړی هم دی. الله تعالی دې ورته قبول وګرځوي. الله تعالی دې دوی لا پسې ډېر کړي، د دوی لښکرې دې الله تعالی نورې هم لاپسې زیاتې کړي. امین.

۱۱اپریل ۲۰۱۸

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د