fbpx

د اخلاص او د عمل دصحیح والي اهمیت‎

عزام حقاني

د قومونو او مذهبونو پر تاریخ که نظر واچوئ نو معلومه به شي چې څومره بې لاري ډلې او قومونه چې په دنیا کې دي ، په چا کې اخلاص او صداقت نشته او چا کې د عمل صحیح والی نشته ، دا دوې ډلې دي چې د دوی ذکر په سورة فاتحه کې د صراط مستقیم څخه د بې لارو شوو په سلسله کې د مغضوبٌ علیهم او ضالینَ په لفظونو بیان شوي دي.

مغضوبٌ علیهم هغه کسان دي چې اخلاص پکي نشته او ضالین َ هغه خلک دي چې عملونه یې جوړ نه دي.

اولنۍ ډله په شهواتو او خواهشاتو کې راګیره ده او دویمه په شبهاتو کې.

راځم اولني شرط ته: د اخلاص ضرورت او دده د نشتوالي په صورت کې د عمل په بې کاره کیدو خو په عام طور سره هر سړی پوهیږي ، لیکن د عمل صحیح والی چې عین دشریعت تابعداري ده ډیر مسلمانان ورته خیال هم نه کوي ، بلکه دایې فکر وي چې نیک عمل چې هر رنګه وشي فرق نه لري کوه یې ، حال داچې قرآن او سنت ښه واضحه کړې چې دعمل صحیح والی یوازي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په لارښوونو او دسنتو په تابعداري باندي موقوف دی ، تر ټاکل شوې انداز یې کمول هم جرم او زیاتول هم جرم دی.

یعني په یو عبادت کې چې الله جل جلاله او نبي صلی الله علیه وسلم کوم شرط لګولی وي په هغه کې دځان له طرفه یو څه زیاتول او یا دښوول شوي شکل او بڼي څخه مختلف صورت اختیارول دا ټول ناجائز او دعمل دښه والي څخه خلاف دی.

برابره خبره ده که په ظاهر کې هر څومره ښه په نظر راشي.

نو بدعتونه او په دین کې له ځانه نوي کارونه داخلول کوموته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګمراهي ویلې ده او له دي څخه یې دځان ساتلو تاکید کړی دی هغه ټول دهمدي قسمه څخه دي.

جاهلان دا ښه په اخلاص سره دالله جل جلاله او نبي صلی الله علیه وسلم د خوشحالولو او عبادت او ثواب ګنلو په نیت یې کوي ، مګر په شریعت کې هغه موجب دګناه او سزا دي.

لکه څنګه چې اوس ځیني ناخبره ځوانان دمیسجونو او فسبوک له لاري یوه خبره ډیره لیږي رالیږي چې دا کلیمات یا دا دعا دومره کسانو ته ولیږئ چې په لنډ وخت کې به خیر او ګټه ووینئ او که یې ونه لیږئ نو په ضرب دڅو ورځو کې به له یو لوی تاوان او غم سره مخ شئ.

حال داچې هر هغه عمل چې په قرآن او سنتو کې نه وي بیان شوی او یو څوک یې دحسن نیت او بد نیت په اساس په دین کې داخلوي مردود او هغه کس او نور عمل کوونکي ورباندي مرتکب د لویې ګناه او عذاب دي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چه فرمایلي دي: من عمل عملا لیس علیه امرنا فهو رد. یعني چاچې زموږ په دین کې داسي یو عمل او فعل وکړ چې دهغه په اړه موږ څه نه وي ویلي هغه رد او قابل قبول نه ده.

له همدي وجه قرآن کریم بار بار د صحیح عمل یعني د سنتو دتابعدارۍ تاکید کړی لکه الله جل جلاله چې په سورة الملک کې فرمایي: لیبلوکم ایُّکم احسن عملاً. [الایه۱] دلته یې احسن عملا وفرمایل اکثر عملا یې ونه ویل یعني د عمل د ډیر والي ذکر نشته بلکه د ښه عمل کولو ذکر دی او ښه عمل هغه دی چې دنبي صلی الله علیه وسلم دسنتو مطابق وي.

لنډه داچې دالله جل جلاله په نزد د عمل د مقبول کیدو دوه شرطونه دي : اخلاص او حسن عمل.

حسن عمل نوم دی دهغه عمل کوم چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو مطابق وي.

له همدي کبله له اخلاصه سره یوځای دا هم ضرور ده چې مخکي له عمل کولو څخه دهغه عمل کولو طریقه او لاره معلومه کړو چې دا عمل رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه کړی ، او ددي اړونده یې څنګه ښوونې کړې دي.

نو زموږ کوم یو عمل چې له سنت طریقې څخه واوړي هغه نامقبول دی.

الله جل جلاله فرمایي: (وما أمروا إلا ليعبدالله مخلصين) ( البينه: 5) یعني دوی مامور شوی نه دي مګر دا چې د الله تعالی عبادت په مخلصانه او پاک نیتۍ سره وکړي.

نو دعمل دقبلیدو او د ثواب ورباندي مرتبیدو شرطونه همدا دوه دي.

الله تعالی دي زموږ مسلمانانو اعمال ښه او خالص د خپلې رضاء موجب وګرځوي!

والسلام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د