ورزش

د فټبال مهمه سیالي کې ايټاليې، برتانیا ماته کړه

نن ټکی آسیا: د نړیوال جام د «د» ګروپ مهمه سیالۍ کې ایټالیې برتانیې ته ماتې ورکړه. ایټالیا ۲ ګولونه او برتانیې یو ګول وکړ.

سره له دې چې برتانیې لوبه وبایلله، خو د فوټبال چارپوهان وايي چې د برتانيې ځوان لوبغاړو خورا ښه لوبه وکړه.

د برتانيې پخوانی فوټبال لوبغاړی ګیري لنیکر وايي چې  شاید دا لومړنۍ سیالي وي چې په بایللو يې خپه شوی نه یم.  ځوان لوبغاړو چې څه ډول لوبه وکړ، د ستاینې وړ ده.

د لوبې په ۳۶ دقیقه کې اټالیا یو ګول وکړ، خو لا دقیقه تېره نه وه چې برتانيې ځوابي برید پرې وکړ او لوبه يې ورسره برابره کړه.

د لوبې په دوهم پړاو کې اټالیا دوهم ګول وکړ، چې تر پایه بیا برتانیې ګول ونه کړ او لوبه د اټالیا په ګټه پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x