د جامعه امام بخاري حافظانو د کندوز د حافظانو ټول وژنه وغندله / انځورونه

نن پنجشنبه د ۱۴۳۹ د رجب المرجب د میاشتی ۲۵ مه نيټه چی د ۱۳۹۷ د حمل د میاشتې له ۲۳ مې سره سمون خوري، د خیبرپښتونخوا په پيښور ښار کې د جامعه امام بخاری رحمه الله په انګړ کې د قران مجید د حفظ په ویاړ یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.

دغې غونډې ته له افغان مهاجر کيمپونو څخه ګڼ شمير مشائخ، علماء، حفاظ ، قومي مشران او افغان مهاجرین راغلي وو، د غونډې ځانګړی ميلمه استاد المفسرین شیخ القران والتفسیرحضرت مولانا نورالهادی شاه منصوری دامت برکاتهم العالیه ؤ.

د غونډې پيل د قران مجید په څومبارکو آیاتونو وشو، ورپسی په خپل وارسره علماءکرامو مواعظ او ويناوې وړاندې کړې، او د قرآن کريم زدکړې، حفظ، درس او له مدارسو سره همکاری ته يې مسلمانان وهڅول، همدغه راز يې اهل قرآن او حفاظو ته ځانګړې توصیې وکړې چې يوازې د قرآن کريم په حفظ دې بسنه نه کوي، د قران مجید د حفظ ترڅنګ د دیني علومو زدکړو ته هم پاملرنه وکړئ او په ټولنه کې خپل مسؤوليت درک او ترسره کړئ.

وينا والو په خپل نوبت د کندوز وحشيانه بمبار محکوم او وغانده او څرګنده يې کړه چې د اسلام دښمنان نشي کولای په داسې وحشيانه کړنو مسلمانان د دين له زده کولو څخه راوګرځوي

هاغه څه چې د غونډې خوښی يې تر سيوري لاندې راوستې وه او د غونډې ګډونوال يې ځورول، د کندوز غميزه او د امريکايانو له لوري د کوچنيو فارغانو ټولوژنه وه، د سپين جامواوسپین پګړیو تنکيو فارغانو په څېرو کې له وخت وړاندې د ريژيدلو کندوزي غوټيو انځورونه ښکاره کيدل، او د حال په ژبه يې د ليدونکو له ضميرونو څخه همدا يوه پوښتنه لرله….

چې زموږ معصوم کندوزي فارغان ورونه د خوښۍ په دې شيبو کې په کوم جرم ووژل شول؟.؟؟

د غونډې په جريان کې د تنکيو ماشومانو يو قطار راووت او د ګډونوالو مخې ته وګرځيد چې له ځانونو سره يې يو لړ ليکلي شعارونه ليږدول ، چې پکې دغه حمله وحشيانه او تروریستي بلل شوې وه او دا یې په اسلام او قران حمله ګڼلې وه.

په يوه کاغذ په عربي ژبه دغه شعار ليکل شوی و.

ای د قران شهیدانو!

ای د حرام بن ملحان [رضی الله عنه ]لمسیانو! د کعبې په رب قسم چې تاسې بريمن شوئ.

دوه نورو ماشومانو چې ځان سره یې یوکاغذ نیولي وه پرې لیکلي وه چی فرعون هم د ماشومانو قتل عام وکړ خو د موسی علیه السلام مخه یې ونشوه نیولی

په غونډه کې شهیدانوته د مغفرت او وارثانوته یې د زغم ،صبر اوتسلیت مراتب وړاندې کړل شول، په غونډه کې څوارلسو حافظانو ته د فضیلت ویاړلې دستارونه ورپه سر شول اوغونډه په یوې دعاء پاي ته ورسیده.

یادونه: (د خبر متن د جامعه امام بخاري له لوري نن ټکی اسیا ته را لیږل شوی).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د