نظــر

دا ټاکنې وې که ټکونې ؟

لس کاله پخوا چې لومړی ټاکنې کیدلې، زموږ دسیمي خلکو نه غوښتل چې په دغه غربي پروسه کي برخه واخلي نوځکه یي کارتونه نه اخیستل، یوه ورځ دولسوالۍ عسکر او انتخاباتي مبلغان کلیو ته راغلل، خلک یي دعوت کړل چې کارتونه واخلي،

مګر خلکو ورته وویل  که  انتخابات او رایه اچول د رضا خبره وي نوموږ نه کارت اخلو او نه چاته رایه اچووو اما که  خبره د زور وي هغه بیا جلا خبره ده .

د دیموکراسي مبلغانو چې تر دامهاله یي د عدم تشدد او د خپلې خوښې انتخاب خبرې کولې کله یي چې د اولس دا ځواب ولید نو اصلي څیره رابرسیره کړه او ویي ویل : ګورئ  درایې کارتونه  واخلئ ، که یي نه اخلئ نو بیا چي هرڅه درسره وشول ګیله به نه کوئ، که  په پاټک یا بازار باندې پولیسو ونیولئ مسؤلیت به مو خپل وي، که مو ښځې کارت ونلري، نو کلینک او زیږنتون کې د داخلې اجازه به ورنکړل شي.

 یو سپین ږیري ورغبرګه کړه: خدای دې موږ او زموږ ښځې مړې کړي خو موږ  په دې انتخاباتو کي ګډون نه کوو.

له دې جریان څخه زه پوه شوم چې غربیان او محلي چاکران یي هسې د دعدم تشدد او ولسواکۍ خبرې کوي، دیموکراسي ددوی له معتقداتو څخه ده نو که په رضا نه وي په زور یي هم په خلکو تحمیلوي، چې ښه مثال یي دافغانستان  زورکراسي ده چې د بي ۵۲ الوتکو په وزرو سپره راغله  او د ټانګونو او چورلکو په زور دادی تراوسه تحملیږي.

پرون د جوزا په ۲۴ مه یوځل بیا د زورکراسۍ د ټاکنو ورځ وه، مګر دا ورځ د ټاکنو یا ټاکلو په ځای په ټکونو او ډبولو تېره شوه، په ننګرهار کې دعبدالله  او اشرف غني د ډلو ترمنځ د خونړۍ جګړې نه  واخله ، بیاتر کابل ، هرات ، غزني او دهیواد تر نورو برخو پورې چې د زورکراسۍ باورمندانو درسته ورځ به اخ وډب او وهلو ټکولو تیره کړه .

دا دکابل لویدیځ د کوټه سنګي سیمه ده، خلک رایې اچوي، ظاهرا د دیموکراسي او دخپلې خوښې انتخاب اوازه لګیدلې ده، خو عملا دا خبرې  داوبو دسر کرښې دي، ها خوا د شورای نظار برګ ټوپکیان ګوته په ماشه ولاړ دي، پکولونه یي  سپخولي او تر وروځو یي په سر کې تخته کړي دي، ته وا 1992 م کال دی، سیاف د هزاره و قتل عام فتوا ورکړې او  جنرال مؤمن د مسعود په امر  د کابل په غرب کې د زوربازۍ عملیات پیل کړي، هماغه برګیان، هماغه  له تخرګو ایستلي ټوپکونه،هماغه د چرسو لوخړې او هماغه د اولس سپکولو عملیات ، که څوک وغواړي چې ددغو ټوپکوالو دمزاج مخالف کاندیدته رایه ورکړي، نو د کونداغونو اوسپکو سپورو تر باران لاندې نیول کیدای شي، هو کې  دا دیموکراسي ده ،دا عدم تشدد دی  اودا ټاکنې دي .

 پرون د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې محلي اربکیانو  داشرف غني په نوم د یوه کاندید ناظرین او پلویان هغه مهال سخت وهلي او تر دبي ایستلي دي، کله چې په دې ښار کې دوو مرکزونو ته دنظارت لپاره ورغلل، ویل کیږي چې دلته ټوپکي اربکیان له  قلمي اربکیانو سره په جنجال اوښتي دټاکنو په رانږدې کیدو سره اربکیان په دوو لارو لاړل  ډیری ټوپکي اربکیان له عبدالله عبدالله سره ودریدل  اما دانټرنیټ اربکیانو د اشرف غني ملاتړ وکړ، د ټاکنو ورځ د اشرف غني د بې وسلې اربکیانو لپاره خورا ترخه وه ، د کاپیسا د لت وکوب په  شان  دهرات په ګلران کې هم  د رایو مرکزو ته ورغلي داشرف غني ناظرین تر وهلو ډبولو وروسته بیرته په تاخته  هرات ښار ته راغبرګ شول، دهرات د ټکونو  د کمیسیون مشر  عبدالله شیرزي رسنیو ته وویل چې ناظرین ډير بد وهل شوي اما صحی وضعیت یي دانديښني وړ نه دی ، ده وویل چې دناظرینو په جم کې یو د کمیسیون غړی هم ډبول شوی دی چې دا د ټاکنو دکمیسیون څرګند سپکاوی دی .

د کابل په ختیځ پل چرخي کې بیا دوه محلي زورواکان پرون درسته ورځ ګوته په ماشه سره ناست وه، هره یوه زور واهه چې د ټوپک په زور  خپل کاندید ته رایې نغدې کړي، ددوی کسانو سهار وختي لا مورچلې سره ونیولې او یوازې دخپلو کومندانانو  امر ته انتظار وو ، د مرمۍ تیرو ټوپکو په سیوري کې راګیر د پل چرخي ولس ته دې صحنو  شل کاله وړاندې وخت وریاد کړ، چې همدغه قومندانان په همدغو کنډوالو کې یوه بل ته اړم وو، په یوه بل یي خپل زوربازي خرڅوله اما په منځ کې یي اولس تباه اوبربادشو.

نن بیا هماغه ټوپکیان رایوځای شوي، او د غرب لپاره دیموکراسي تمثیلوي، مګر ددیموکراسۍ خونړي تمثیل وښودله چې د الوتکو په وزر راغلې دغه غربي پدیده د تبلیغاتو په زور نه شي سپیندای ولس پوهیږي چې دلته  دیموکراسي او ټاکنو په ځای د زورکراسۍ او ټکونو راج چلیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x