هـمـت بـدري.. غزل

ښـه ده انـقـلابـه چـه معلوم دې کړل
ښه او بد جلا دې کړل محکوم دې کړل

بعـضـې دې دواک پـه قـیـزو وتــړل
بعضي خو له واک نه هم محروم دې کړل

زمونږ.د دې هیواد اصلي بچیان دې ټول
چـاتـه جـوړ ګبـیـن چاتـه زقوم دې کړل

څوک دې فحـاشـیو باندې روږدي کړل
څوک بیا په ډالر خُمار مسـموم دې کړل

څوک دې غرق په سین دمعصیت کې ګړل
څوک دې شهیدان کړل او معصوم دې کړل

څـوک دې ظـالمان کـړل اقـتـدار سـره
څوک بیا دهمت په څېر مظلوم دې کړل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د