شهید: حافظ عبدالکبير

د شهید حافظ عبدالکبیر د د ستار فضیلت او وادۀ مراسم څنګه تیر سو / پلار یې قیصه کوي.

لیکوال: اقبال اوباش

نعیم راته ویل چي سبا د شهید حافظ عبدالکبیر فاتحې او ختم قرآن ته ورزو که تاسو هم راسر ه ولاړ سئ. ما او ملګرو مي بې له کوم زنډه ورسره هو کړل.سهار وختي له سهارني روسته موږ د شهید کور ته ور روان سو. داسي یو ساعت مزل نه پس موږ د شهید کور ته ورسیدلو.دلته د کلیوالو ګڼه ګونه وه.د سړیو تر څنګ ښځینه هم ډیري زیاتي د شهید کورته را رواني وې. خو کلیوالو د نارینه و او ښځینه و لار سره جلا کړې وه.موږ چي مشر مو نعیم و د شهید پلار محترم ته نزدې کیناستلو.هلته ناست ملا امام سورة البروج تلاوت کړو.چي و ما نقموا منهم الا ان یؤمنوا بالله العزیز الحمید ته ورسیدلو نور یې سلګۍ شروع سوې او په همدې ځای یي صدق الله العلي العظیم و ویل.د دعا اشاره یې نعیم ورور ته وکړه.هغه دعا وکړه.د شهید پلار له ټولو ورغلیو میلمنو سره جلا جلا جوړ پخیر دوه ګونی کړو.زموږ سره یو بل حافظ مجتبی چي د عبدالکبیر سره یو ځای یې حفظ کړی و راسره و.

کله چي د شهید عبدالکبیر سترګي په مجتبی ولګیدلې نو یې په غیږ کي ونیو وای دلته زما سره څنګ کي کینه نن څنګه تن تنها یې.ملګری دي درڅخه ولاړو.مجتبی هم سلګیو واخیست او خبري یې ستوني کي وچي سوې.موږ زړۀ نا زړۀ د شهید له پلار څخه د خپل بچي په اړه وپوښتل.هغه داسي بیان راته وکړو.

عبد الکبیر مي څلورم اولاد خو دوهم زوی و.مشر زوی مي خټګر ده.په ځان یې ډیر تکلیفونه وړل خو ورور ته به یې ویل تۀ دي خپل علم وکړه.ما هم ورته د سبق ویلو توصیه کوله.هغه مي ډیر تابعداره زوی و.زما نه یادیزي چي حافظ دي ماته جواب راګرزولی وي.حاجي ازاد خان زما توربور ده په ډیره مینه یې خپله لور حافظ ته راکړه.ما نه غوښتل چي حافظ ته دومره زر وادۀ وکړم.خو دي دۀ په زیات اصرار مي ومنلو چي وادۀ ورته راوړم. د دستار په سبا یې وادۀ تیار و.د اطاق له دروڅې نه یې اشاره ورته وکړه هاغه مخامخ لیکني حافظ د خپل دستار او وادۀ په اړه کړې دي.مشر زوی مي تر شهادت دوه ورځي مخکي مسخرو کي ورته ویل وادۀ ته ډیر خوشال یي هغه په سخت قسم سره ورته ویل چي دستار فضیلت ته د دنیا او فیها نه زیات خوښ یم.

هارونو ته یي په اشاره سره و ویل تر تګ مخته به یي دا غاړي ته واچول چي زۀ راسم داسي به ښکارم بیا به یې ویل مور به مي دلته راته ولاړه وي. خو. . . د شهید پلار سلګیو واخیست .. د میلمنو کمره کي چوپتیا خوره سوه. ناستو کسانو زمکي ته کتل او اوښکي یي تویولې.دۀ و ویل خو آدم خورو وحشیانو زما زوی له قرآن سره شهید کړو وای زما ربه آسمان دي ولي لا ولاړ ده.حافظان شهیدان قرآن کریم شهید بخاري شریف په وینو کي لوند خیشت ..

موږ ورته د صبر تلقین کولو د شهید بابا سترګي په دسمال وچي کړې وای سهار نهه بجې مدرسې ته موږ څو کسان ورغلو. زما زوی لکه لمر داسی ځلیدو.ازاد خان ورباندي غږ کړو وای نظر نسې دا توره لونګۍ کی خو داسي ګل غوندي ښکارې.موږ ته یې د کیناستلو ځای برابر کړو.اجازه یې واخیسته چي موږ خو هغه بل پنډال کي کینو موږ اجازه ورکړه زما کوچنی لمسی حافظ سبیل ۱۱کلن هم دۀ سره ولاړو هغه د مدرسې ترټولو ذهین حافظ و.په ۱۰ میاشتو کي یې قران کریم حفظ کړو.همدې مدرسه کي و.د عالمانو ویناګاني شروع سوې.نعتونه هم و ویل کیدل د بخاري شریفي ختم شروع سو چي فضا د بشر دوستانو د طیارو غږ ونیول.او سمدستي یې هلته انداخت وکړ چيرته چي زما لمسی حافظ سبیل او زما بچی ناست و.ما چیغه کړه طیارو یو په بل پسي بمونه غورځول او د مدرسې ګلان یو په بل پسي رژیدل.توره تیاره خوره سوه.سړي نه لیدل کیدل.آاااه ربه موږ قیامت په سترګو ولیدلو.موږ باندي کافرانو د مدرسې پاک حریم سور اور کړو.شهیدان او زخمیان سره ګډ وډ سو.هر چا خپل شهید او خپل زخمي لټولو.زما لاس و پښو کار پریښولو.بس ماپشین قضا دومره سوم چي شهید بچی مي د مدرسې خادمانو کلیوالو په تابوت کي برابر کړی زما مخي ته ایښی و او ما د دستار فضیلت تر څنګ د شهادت مبارکي هم ورکړه.ما لا ځان نۀ و تکیه کړی چي دوو نفرو اشارو کي یو بل ته ویل دا هم تابوت کي کیږدئ.یا داسي نه داسي ګورئ تابوت کي یې ورسره کیږدئ.زۀ اک پک حیران وم.خلګو ته مي ویل ما پوه کړئ دا چشی دي.ما فکر کولو چي زما د بچي پښې یا د بدن نور غړي پرې سوي خو .. … . . نعیم وروره … دونه غټ غم ما نۀ و لیدلی.. نعیم خبر یې هغه چشی و. د شهید پلار له زړا شین و.په سلګیو سلګیو یې خبره پوره کړه هغه پلاسټیکي تهیلیو کي زما د لمسي سبیل غوښي وې.سینه او د سر څه حصه خو یې موږ وپیزندله نور نو هسي سرې غوښي وې.

اخخخخخخخ قصاب به پسه داسي تکه تکه نکړي لکه زموږ حکومت چي د قرآن کریم حافظان داسي تیکه تیکه کړو.👉دا جمله ما په یوه دقیقه کي ولیکله خو د شهید پلار په لس پنځلس دقیقو کي په چیغو چیغو او سلګیو کي په ډیر زیات درد کي راته وکړه.

موږ د شهید تابوت او د تنکي ماشوم له تیکه تیکه غوښو سره کورته راستون سو.زموږ په کور بې محشر محشر جوړ سو.زموږ یو جهان هیلي او ارزوګاني د بشردوستانو ځناورو په بارودو کي وسوځل شو.د خوشالۍ سیبې مو په غم او د وادۀ مراسم په جنازه بدل سو. اخخخخ زموږ ربه تۀ راضي سې موږ راضي یو.

د شهید پلار اوسني حکومت او د هغوی پلویانو ته سخت ښیراوي کولې او ناستو کسانو آمین ورپسي ویلو. دا د سلګیو او دردونو داستان شروع و.د ختم اړوند خادمانو راغږ کړ چي قاري صاحب ختم قرآن کوي.او آخري دعا ده نو ټول د شهید حافظ د کور انګړ ته راجمع سو.اختتامي دعا وسوه کلیوالو د ډوډۍ (خیرات) انتظام کړی و.

میلمنو ډوډۍ وخوړه او کورونو ته روان سو.موږ تر ماښامه ورسره پاته سو.مازدیګر مو حاجي ازاد د شهید له خسر سره هم لږ مجلس وکړو.هغه زښت خفه و.او ډیر ارمان یې کولو.ویل یې بیخي مي زړۀ نه مني چي عبدالکبیر شهید سوی.زموږ ملګري مولوي د صبر اړوند ښه بیان ورته وکړو.مازدیګر جماعت نه وروسته مو رخصت واخیست.

خو د مظلوم پلار او مظلوم خسر سلګۍ مي غوږو کي ګرزي راګزي.

پای تاسو اوښکي او دعاګاني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د