نظــر

افغانان د ضد او نقیض ترمنځه

موږ اکثرو افغانانو نه مبارزه زده کړه او نه د مبارزې اصول. نه مو اسلام زده کړ او نه مو پر چا ولورېده. نه له اسلام نه تراوسه پورې کوم فهم لرو او نه یې هم د پوهېدو په تکل کې یو.

اسلام یوازې موږ ته د نیکه زوړ څادر او زاړه کالي ښکاري، بس نسل پر نسل یې اغوندو، او همداسې یې راروانو نسلونو ته پرېږدو. که چا (تربور) زموږ سره په څه لانجه راغله او راویې دانګل نو پرته لدې چې وپوهېږو مسئله څه ده، خبره د کمیس ده او که د خولۍ، موږ ته یې ضرر رارسېږي او که نه، بس د خپل د نیکه د کمیس تحفظ بهانه کړو او خپلې شخصي عقدې پکې سړوو.

موږ له اسلام څخه یوه اله جوړه کړې چې هر وخت یې وغواړو هغسې یې استعمالوو. اسلام زموږ د جیب مردکی دی چې چا ته مو بد راغلل په مچلوغزه کې یې ورته کېږدو او پرې ولو یې. اسلام زموږ د میل او تقاضا یوه برخه ده، که چېرې اسلام زموږ د میل او تقاضا اړخ نه سولاوه نو ولاکه یې هېڅ په کیسه کې شو. دین زموږ شخصي ملکیت دی، چا ته چې یې وغواړو په جایزه او تحفه کې یې هم ورکوو او چا ته مو چې بدراغلل، او څوک مو چې نه خوښېږي هغه ته یې بیخي نه ورکوو، ورکول خو ایسته پرېږده؛ بیخي یې د اسلام له لېسته باسو.  

زموږ ډېری خلک داسې دي چې خپله زنا کوي خو زامن او ورېرونه به د لمانځه په نه کولو وهي، خپله به قمار وهي خو نورو ته به د قمار د حرمت مسایل تشریح کوي، خپله به سود خوري خو نور به د دوزخ له مارانو وېروي. د یوې کونډې له مجبوریت نه به استفاده کوي، د پیسو په بدل کې به د هغې عفت په دوه روپیو اخلي، خو داسې نه کوي چې د هغې کونډې یتیم ماشومان و پالي او د صدقې او خیرات په نمت همدا پیسې هغو ته ورکړي، او چې کله د حج موسم راشي، غټه خېټه، سپین کالي، سپین پټکی یې تړلی وي او بیت الله ته روان وي.

خو بیا هم کاش! چې له بیت الله نه بېرته راشي چې تغیر خو پکې راغلی وي، او مثبت تغیر له عبادت نه وروسته د عبادت د قبولیت نښه ده، خو دی چې هماغه آجي وي او وي، همدی وي او د کمسایانو میدانونه، همدی وي او د شپې د سپیو د غپا په بدرګه د کونډې حوېلۍ…

که کوم څوک موږ ته بد ووایي، نو دا چې زه شېخ یم، ږیره مې پرې اېښې نو هغه د اسلام سپکاوی وکړ، او مفتي باید فتوی صادره کړي چې پلانی ولد پلانی د اسلام له دینه ووت ځکه چې پلاني شېخ ته یې بدرد وویل. بیا نو کوڅه، کلی او ښار ټول همدا اوازې واخلي چې پلانی خان د اسلام له دینه وتی، ولې؟ ځکه چې پلاني ته یې بدرد وویل، او تورې بلاګانې به اوس پرې نازلې شي، او ته یې لاصبر کوه. هغه بدقسمتی به لا نور هم بدقسمته شي چې که یې پښه کومې ویالې یا تېږې ته برابره شي او پړمخې تیندک وخوري، نو بیا خو د شېخانو مزې دي او هر یو به د خپلې بزرګۍ شعارونه پورته کوي.

همېشه اخلاق دا ندي چې مشر ته بلې صاحب ووایې، مولوي صاحب یا ملا صاحب چې هر څه کوي هغه په دین او شریعت برابر وي، په مشر به انتقاد نه کوې، د هغه هر کار ته به په ښه سترګه ګورې، او هر ډول مظالم به په پټو سترګو زغمې، دا ولې؟ دا ځکه چې هغه مشر دی، عالم دی او یا ملک دی. خو نه! د مثال په ډول؛ زموږ په جومات کې د سیمې د خلکو یوه غونډه وه او په ځینو مهمو مسایلو سره ګړېدو. زما والد صاحب نه وه، او په استازیتوب یې زه ناست وم. د سیمې یو تن مخور په همدې مسایلو غږېده، او ټول خلک ورته غلي ناست ول، او غوږ یې نیولی وه. له ما څخه یو نفر ورهاخوا یو بل نفر ناست وه، د څنګ له سړي سره په څه خبرو بوخت وه، او پسپسک یې ټولو اورېده، ټولو ورته کتل چې اوس به غلی شي خو سړي سره لدې چې ټولو ته کتل بیا یې هم خپلې خبرې کولې. زه ورته لږ وموسېدم، اشاره مې ورته وکړه چې سکوت اختیار کړه. سړی غلی شو. وروسته بل کس راته ویل چې یاره ښه دې ونکړل، مشر سړی وه، څه دې کاوه. ما ورته وویل، دلته د مشر خبره مطرح نده او نه مصلحت دی. خبره د مجلس د ادابو ساتل دي. مجلس کې که د چا له لوري مزاحمت رامنځته کېږي نو باید تنبیه شي، ضرور نده چې دا تنبیه د چا له لوري وي، کوچنی وي او که مشر، ځکه مقصود د مجلس د نظم ساتل دي، او هغه ډېر پورته او لوی ادب دی. او په همدې ډول په سلګونو نور مثالونه….  

ټولنیز نظام دېته نه وایي، اخلاق دېته نه وایي، او د عاطفي هوش سلامتیا هم دېته نه وایي. د ټولنیز نظام د رغښت او پایښت په خاطر یو سلسله کولتوري او دودیز رواجونه دي چې باید مات کړل شي. او یقیناً دا هماغه ځنځیرونه دي چې زموږ د ټولنې د پرمختګ مخه یې ډب کړې او له څلورو کونجونو یې کلکه ایسار کړې. زموږ د ټولنې یو لوی مشکل دادی چې موږ خپل کلیوال نظم او دسپلین ته چې یو سنتي او وروسته پاتې دود دی د اسلام رنګ او جامه ورکوو، د همدې لپاره مبارزه کوو او د همدغه کولتور پخاطر مقابل طرف تکفیروو.  

بنسټیزه ستونزه مو داده چې په موږ اکثریت کې پوهه نشته، درک نشته، او ددې پرځای چې کولتور د دین برخه وګڼو دین د کولتور برخه ګڼو. دین جلا شی دی او کولتور جلا. مثلاً؛ د سعودي له لانجمنو مسایلو چې غرب او غربي رسنۍ یې لا پسې ګرموي، یوه یې د ښځو د موټر‌چلونې مسئله ده. د سعودي حکومت ښځو ته اجازه نه ورکوي چې موټر وچلوي، خو دا دین ندی او نه په دین کې د ښځو د موټر‌چلونې کوم بندیز راغلی دی.

بل مثال، کوم ډول چې موږ ژوند کوو، کوم ډول چې کالي اغوندو او کوم ډول مو چې ټولنیز جوړښت دی، دا زموږ د کولتور او عنعناتو یوه برخه ده. پټکی تړل زموږ افغانانو یوه عنعنه ده، سپین کالي او تور واسکټ  زموږ دود دی، او دا هغه څه دي چې رسول علیه الصلاة والسلام په هغه شکل ندي کړي چې موږ یې کوو او هغه ته یې نسبت ورکوو. رسول علیه الصلاة والسلام اکثره وخت لنګ واهه خو په موږ پښتنو کې د لنګ وهل یو شرم او عار دی او چې کله د پنجابیانو په اړه بحث کوو، نو په لنګتوب یې تمسخر کوو او همدا یې بدګڼو.

ځینې داسې پدیدې او واقعیتونه دي چې د انسانانو د ذهن ملکه وګرځي، په ذهن کې یې کلک ناست وي او د هغه په مقابل کې د بل هېڅ یوې مفکورې او ذهنیت منلو ته تیار نه وي. فرض کړئ؛ زموږ پښتني ټولنه کې داسې یو عام ذهنیت دی چې ښځې ته به د خپلې کورنۍ په مخ کې خوږه خبره، خندا، موسکا او حتی نوم نه اخلې. که دې واخست، نو دستي د بېغیرتۍ او دؤسۍ ټاپه درباندې لګېږي. ماوراء ددې چې پوه شي بېغیرتي او دؤسي څه ته وایي. دؤس چې اصلا دیوث بلل کېږي هغه چا ته ویل کېږي چې خپله ښځه یې عام بازار او کوڅې ته بې‌حجابه او بې‌ستره له ځانه سره مخکې کړې وي او د هغې په ښایست او سټایل ویاړ کوي. خو د کور په منځ کې، له خپلې ښځې سره خوږه خبره کول او هغې ته موسکا کول د شریعت تقاضا ده او هېڅ ډول ممانعت پکې نشته.

لکه مخکې مې چې وویل باید یو سلسله دودونه او رواجونه چې زموږ د ټولنې دردونه لا پسې ډېروي، دوام ورکوي او د دوام اسباب یې هم برابروي، باید مات کړل شي، نو دا پدې مانا نده چې ګواکې اسلام ته مو کوم زیان او تاوان ورواړاوه. نــــــــه، بلکې موږ به پدې قادر شوي یو چې د خپل ذهن ملکې ته مو ماتې ورکړي وي او د ټولنې د خیر او فلاح ګرګړې به مو خلاصې کړې وي. ځینې داسې پدیدې دي چې زموږ ذهنونو کې ډېرې لویې ترسیمیږي، خو دا چې تجربه کړې مو نه وي موږ ته نه ماتېدونکی حصار ښکاري، او یو لوی بند ښکاري چې که چېرې مات شي نو بلا ډېرې ستونزې به راولاړې کړي. خو داسې نده –  ځکه چې د ډول منځ خالي وي نو ځکه درب و دروب یې تر دریم کلي وراوړي.

د ستونزې اساسي حل له اسلام څخه په سمه توګه د فهم او درک اخستل دي او داسې یو عمومي نظر رامنځته کول چې دین انحصاري ندی، په شخص پورې تړلی ندی، او یو شخص اسلام ندی، او نه د چا په جېب او بوجۍ کې پروت دی. د کولتور او مذهب ترمنځه په لوی توپیر قایلېدل او د هغو درک او شناخت دی. د خپلې ټولنې کولتور، دود او رواج باید د اسلام په تله وتلو که چېرې د اسلام په تلې پوره وخوت نو حقا چې سم دی او که پوره ونه خوت، باید ایسته یې کړو، حذف یې کړو او دا ستر جرم او جنایت خو لا بیخي ونکړو چې د اسلام په رنګ یې رنګ کړو او د فقهې، حدیثو او تفسیر ترڅنګه یې برسر کېږدو.

لیکوال: عبد البصیر عتیق زی، کالم: امت، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x