د شيخ الحدیث مولانا سلیم الله خان ژوند ته لنډه کتنه

شيخ الحدیث مولانا سلیم الله خان رحمه الله

لیکنه: مفتي عبدالحکیم
ژباړه: عبدالمالک روحاني

لوی عالم او په حدیثو کې کم پیدا متخصص مولانا سلیم الله خان رحمه الله د ۱۹۲۶م کال د ډسمبر پر ۲۵مه د هندوستان د اتراپردیش ایالت په مظفرنګر ښارګوټې کې دې بې بقاء نړۍ ته سترګي غړولي دي.

دی له آره “افریدی” دی، چې دا د پاکستان، په شمال کې د خیبر پښتونخوا یوه سرحدي سیمه ده؛ کورنۍ یې د پاکستان تر جوړیدو مخکې دې سیمې ته هجرت کړی و.

زده کړې یې:

ده خپلې ابتدایي زده کړې د حکیم الامه مولانا اشرف علي تهانوي، د مجاز خلیفه مولانا مسیح الله خان تر نطر لاندې ولوستلې او په کال ۱۹۴۲م کې یې په دارالعلوم دیوبند کې نوم لیکنه وکړه.

مولانا سلیم الله خان ۷۰ کاله مخکې، په کال ۱۹۴۷م له دارالعلوم دیوبند څخه زده کړي تر لاسه کړې او د پنځو کلونو په جریان کې یې په دغه ستر اسلامي مرکز کې په بریالیتوب سره له نوموتو او تکړه شخصیتونو څخه لکه: شیخ الاسلام مولانا حسین احمد مدني، مولانا اعزاز علي او مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمهم الله فیض تر لاسه کړ.

مولانا صیب د قوي حافظې څښتن وو، د دیوبند په تحصیلي دوره کې د کلنیو رخصتیو پر مهال یې ټول قرآنکریم په ۲۷ ورځو کې حافظې ته وسپاره او ورسره ورسره یې په تراویحو کې امامت هم پر غاړه وو.

د علمي ژوند پیل:

شیخ الحدیث مولانا سلیم الله خان رحمه الله د ۸ کلونو لپاره په مدرسه مفتاح العلوم جلال آباد هندوستان کې د دیني کتابونو په تدریس بوخت شو او وروسته یې پاکستان ته هجرت وکړ.

نوموړي په شروع کې د مولانا شبیر احمد عثماني رحمه الله په مشوره د سند ایالت په ﴿ دار العلوم تندواله یار﴾کې په تدریس مشغول شو او په دې مدرسه کې تر دری کلن تدریس وروسته، دار العلوم کراچې ته لاړ او تر لسو کلو پوري یې د هماغه مدرسې طالبان له فیض څخه برخمن شوه. د مولانا مفتي تقي عثماني په څېر لوی کسان یې وروزل او د احادیثو غټ کتابونه یې تدریسول.

نوموړي د مولانا سید یوسف بنوري په غوښتنه یو کال په جامعة العلوم الاسلامیة بنوري ټاون کې هم تدریس وکړ.

د جامعة فاروقیه پرانیستل او د وفاق المدارس ریاست:

نوموړي د ۱۹۶۷م کال جون میاشت کې د مدرسه جامعة فاروقیه کراچې بنسټ د شاه فیصل کالوني په سیمه کې کېښود او د ژوند تر وروستیو سلګیو پوري یې په همدغه مدرسه کې د دیني زده کړو په تدریس کې تېر کړ. د جامعة فاروقیه پر مدریت سربېره، د پاکستان د دیني مدارسو هماهنګي شورا(وفاق المدارس العربیة) سر پرستي یې هم پر غاړه وه.

مولانا سلیم الله خان په کال ۱۹۸۹م د همدغي لويي شورا د ریاست دنده هم پر غاړه واخیسته، چې د نوموړي د ریاست په وخت کې مدارسو ته ځانکړي نظم جوړ شو او په مدرسو کې یې د امتحانو لړۍ پراخه او نوره هم منظمه کړه.

مولانا سلیم الله خان صاحب د سپټمبر یوولسمي له پېښي وروسته د وخت د حکومت له زیاتو فشارونو سره مخ شو، مګر د مدرسو استقلالیت یې پرېنښودی، چې د لاسه یې ووځي. ده د پاکستان په سیاسي احزابو او دیني جریانونو کې خورا لوړ ځای درلود او د دغو احزابو او جریانونو معنوي رهبر هم بلل کېده. له دعوت او تبلیغ جماعت سره د ښو اړیکو ترڅنګ همکاري هم ورسره درلوده.

تصنیفات او تألیفات یې:

مرحوم مولانا صیب د تدریس او د علماوو د روزني سربېره یو نوموتی لیکوال هم و.د الفاروق میاشتنۍ مجلې مدیریت یې هم پر غاړه و، چې په څلورو ژبو(عربي، اردو، انګلیسي او سندي) خپرېدله.

هغه سر مقالې چې د الفاروق مجلې لپاره یې لیکلې، په کتابي بڼه یې هم (د حق ژغ) په نامه خپرې شوي دي.

نوموړي همدارنګه پر صحیح بخاري هم شرحه د(کشف الباري) په نامه په ۲۴ جلده کې لیکې، چې د نوموړي د درسونو مجموعه ده.

همدارنګه یې پر مشکاة شریف هم د(نفحات التنقیح) په نوم شرحه په ۵ جلده کې لیکلې او نوموړی کتاب په فارسي او پښتو ژبه هم ژباړل شوی او چاپ شوی دی.

مرحوم مولانا صیب د امام بخاري رحمه الله د ژوند په اړه په عربي ژبه هم یو کتاب لیکلي، چې په علمي مجالسو کې خورا زیات مقبولیت لري.

سربېره پر دې یې زیاتي مقالي، چې په ګڼو موضوعاتو په اردو او عربي ژبو لیکلي؛ د یادګار په توګه پاته دي.

جامعة فاروقیه د پاکستان د پخوانیو مدرسو له جملې یوه بهترینه مدرسه شمېرل کېږي، چې د علم تږي د مختلفو هېوادو څخه دغه ستر علمي مرکز ته راځي.

اولادونه:

مولانا سلیم الله خان د درو زامنو او درې لوڼو څښتن دی، چې دوه زامن یې دیني عالمان دي. مشر زوی یې مولانا عادل خان، چې په مالیزيا کې میشت دی، د قران او سنت د خپرولو په مرکز کې په تدریس بوخت دی او له زیاته وخته یې په امریکا او نیو یارک کې د دیني مدرسو مدریت پر غاړه درلود.
مولانا عبیدالله خالد یې بل زوی دی، چې په دې وروستیو کلونو کې یې د جامعة فاورقیه مدیریت په غاړه دی او په همدغه مدرسه کې د دیني علمو په تدریس مشغول دی.

د اخرت سفر:

شیخ الحدیث مولانا سلیم الله خان، تر یوې مودې ناروغي وروسته، په کال ۱۳۹۵هـ د یکشنبې په شپه د یو نوي(۹۱) کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او روح یې د اجل داعي ته وسپارله.

تبصرې (3)

  • خداى دې ورسره پوه شي، ده په دومره علم او پوهې د پاکستان تر تخرګ لاندې پاکستانيانو ته او عربو ته خدمت کاوه، دغسې زموږ پښتنو علماؤ خپل ولس سره بېغوري کړې او يا هم غندلى او نورو ته يې شعوري خدمت کړى. دا ولس نو څنګه خوار او د پاکستاني دولتي فتنې ښکار نشي؟
    دا علما به هم ټول ولس لپاره همدا ډول ناپېژندل شوياو پردي وي.
    خداى دې ټولو علماو ته هدايت وکړي چې د ژوبل، زخمي او پرېوتلي ولس لاسنيوى وکړي. د دوى د استقلاليت او خپلواکۍ په هيله

  • مجیب الرحمن صاحب.د افغانستان علما نه دی بلکه نیم چه مالایان دی،دوی ځانونه غټ عالمان ګڼی.فتواګانی ورکوی،د الحاد.کمونیست،منافق .زندیق،ټاپی په خلکو لګوی،حتی به غیبو وییلو باندی هم پوهیږی،ورسته د چا له مرګ څخه دوی وایی چه دا جنت ته ولاړ،او یا دوزخ ته ولاړ،صحرایی محکمی کوی،ښځه په تیږو مړه کړی،او سړی سپین باز ګرځی،زه دا ښه ګڼم چه مولانا سلیم الله په افغانستان کی نه وه،بل ځای یی د دین ښه خدمت وکړ،

  • علم پولی نه منی ، لکه اسلام او کفر چه پولی نه منی ، ستاسی نومونه دمسلمانانو مګر زړونه او مغزونه مو د کفارو دی .
    په اسلامی هیوادو کی د کفارو لمړی کړنه همدا چه د هغو هیوادو علماوو ته د هغو هیوادو د پلورلو شوو ایزمیانو په واسطه سپکاوی وکړی لکه تاسی چه یی کوی .
    هره خبره پاکستان ته برابروی د پاکستان حکومت ستاسی تر حکومت د مخه غلام دی ، ستاسی بادار ته هغوی هم کار کوی .
    مګر خلک او علمایی مسلمانان دی تاسی لمړی دغه وزن او ظرفیت په ځان کی پیدا کړی چه په اصلی مواردو کی په خلکو نیوکی وکړی او لا یی وستایی . بس هر څوک چه د پاکستان وو بد سړی دی او هر څوک چه د روسانو او امریکایانو انګریزانو ، جرمنیانو او فرانسویانو وو هغه ښه خلک دی تاسی سره د مجاهدینو په ضد مرسته کوی ، خو په بدل کی ستاسی د چارواکو د ماشومانو سترګی چه یی شنی او ویشتان یی زیړ کړی د دی د پاره خو هم څه ووایاست .
    د قضایی مصونیت تر لاسه کولو هدف هم دا وو ، چه ستاسی چارواکی په دفترو ، لیارو او کورو کی د همدی شین سترګو او زیر سرو په واسطه ساتل کیږی ، کله چه چارواکی کور ته راځی او حالات کډ وډ ګوری مګر د قضایی مصونیت له امله د شکایت کولو حق هم نه لری . میرمنو ته وایی چه خیر دی سترګی او ویښتان یی ورله تور وی چه د عوامو او علماوو له پیغورو وژغورل شو . خیر دی که دغه ناسمه کار هم دی مګر مونږ بیه ترلاسه کړی مننه