مجیب به نن کوهلي او ډیویلیئرز د توپ اچونې په جادويي دام کې راګیر کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې به نن ماښام د ویرات کوهلي او مجیب ځدراڼ لوبډلې مخامخ کیږي، چې مجیب به په لومړي ځل د نړۍ دوه مشهورو او په شل اوریزو لوبو کې په لومړي او دوهم نمبر مقام لرونکو توپوهونکو پر وړاندې توپ اچونه کوي.

د افغان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب ځدراڼ چې له تېرې نیږدې راهیسې ښه ځلیږي او یو شمېر لاسته راوړنې لري او نړیوال ریکارډونه یې هم پخپل نوم کړي، د آی پي ایل په لومړۍ سیالۍ کې هم خپله وړتیا وښودله او د لوبډلمشر اشوین، مشر روزونکي او مینوالو په زړه کې يې ځانګړی ځای وموند.

مجیب ځدراڼ چې په تېره نیږدې کې هم د نړۍ مشهور او د شل اوریزو لوبو نوموتي توپوهونکي کریس ګېل او همدا ډول په تېره سیالۍ کې غوره چپ لاسی توپوهونکی (کولن مونرو) ته مخامخ شوی و او دوی یې سوځولي دي، نن به د کرېکټ دوه جادوګران (ویرات کوهلي او ای بي ډیویلیئرز) ته مخامخ کیږي.

مجیب ځدراڼ په یوه مرکه کې ویلي، چې نوموړي په تېره نیږدې کې د نړۍ، او په اسمان څکو شپږیزو مشهور کریس ګیل په وړاندې توپ اچونه کړې او هغه یې دوه ځل سوځولی هم دی، او باور لري چې د ویرات کوهلي او ډیویلیئرز په وړاندې هم خپله وړتیا ثابته کړي.

مجیب ځدراڼ خوشاله دی چې د پنجاب لوبډلې برخه ده او د اشوین تر مشرۍ لاندې لوبه کوي، نوموړی په دې مرکه کې وایي: ما له پخوا پر انټرنیټ د اشوین ویډیوګانې کتلې او غوښتل مې چې دده سټایل تعقیب کړم، او زه وتوانېدم چې بالاخره دده تر مشرۍ لاندې ولوبېږم، هغه او نور تجربه کار لوبغاړي ماته په تمریناتي کیمپ کې ښې مشورې راکوي او ماته نوې لارښوونې کوي.

د یادونې وړ ده چې مجیب ځدراڼ د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا اخیستل شوی، نوموړي تر دې دمه یوه سیالۍ ترسره کړې، چې دوه ویکټې يې ترلاسه کړې دي، او نن ماښام ۷ بجی به یې د رائل چیلنجر بینګلور لوبډلې پر وړاندې په بنګلورو لوبغالي کې سیالۍ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د