
هرات: د قومندان په شمول لس تنه پولیس وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴وری، ۱۳۹۷ل): د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې یو قومندان او لس تنه د نظم عامه پولیس وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د شینډنډ ولسوالۍ د «نري پله» په سیمه کې يې تېره شپه د نظم عامه پولیسو یوه قرارګاه فتحه کړه او د جګړې په ترڅ کې ۱۲ تنه عسکر ووژل شول، ۳ یې نور ژوبل شول.
نوموړي همداراز وویل چې د کومکي ځواکونو پر کاروان یې هم برید وکړ چې له امله یې هلته هم ۴ ټانګونه تخریب کړل او ۸ تنه عسکر ووژل شول. او زیاته یې کړه چې په دغه جګړه کې دوی ۱۱ میله سپکه او درنه وسله د یوې مخابرې په شمول غنیمت کړه.
بلخوا د شینډنډ ولسوال شکرالله شاکر هم رسنیو ته منلې چې تېره شپه طالبانو د نظم عامه پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې سخته جګړه را منځته شوه او په ترڅ کې يې ۹ تنه عسکر ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د نوموړي په وینا په دغه جګړه کې ۳ تنه پولیس ورک دي، دوی نه پوهیږي چې هغه طالبانو ژوندي نیولي دی او که د طالبانو نفوذیان وه چې د عملیاتو وروسته د هغوی سره یو ځای شوه.
شاکر همداراز ویلي چې د کومکي ځواکونو موټر هم د طالبانو له کمین سره مخ شول چې له امله یې د څو پوستو قومندان «شرف» هم ووژل شو او هاموي ډوله ټانګونه تخریب شول.
که څه هم دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې ددوی په اړخ کې هیڅ تلفات نه دي رامنځته شوي خو د سیمې خلکو ویلي چې د سهار خواته طالبانو یو شمېر ټپیان او مړي په موټرو کې انتقال کړل.
طالبان ډېر بد کوی چه بېګناه انسانان او عسکر او پولیس وژنی.
نه پوهېږم چه دا د تحجر او حماقت او مزدورۍ د مدرسې شاګردان ولی د خپلو مقتولو هیوادوالو د میندو او پلرنو د ښېراوو او آه څخه هیڅ بېره نلری؟
حضرت صاحب،دوی د الله ج څخه نه بیریږی،نو دوی به د وی به د یوی مور او پلارازار او ښیره څخه څه وبیریږی،الله ج د دوی کورنی داسی په وینو سری کړی،لکه دا نور چه په وینو سره کوی.
فکر میحض کولو چه غ حضرت به د غلامی له وندر ځای وباسی . فکر کوم چه غلامی د غ حضرت فطرت دی او فطرت نه بدلیږی . یا بله کومه پوهه نه لری په دی ګډو وډو کورنی ته نفقه پیدا کوی
پولیس نه بلکه د یهودو لخوا گمارل شوی اجرتی قاتلان
پولیس خو هغه وی چی د خلکو امنیت ساتی خدمت یی کوی
او دا کرایی قاتلان خو د یهودو تر سنگ له خپل ملت سره په جنگ اخته دی نو زکه افغانان د دوی په مرگ من من غوشی اخلی
زه دی بی ضمیرو دوه غشتو غلامانو ته حیران پاتی یم ، دغه پولیس او عسکر دا طالبان او عام خلک د طالبانو په نوم او یا د طالبانو د وژنی سره نه وژنی دوی له دی غیره چه مظلوم اولس ووژنی نوره څه دنده لری ، د پاکستان یا ایران سره چه دوی ورته دشمنان وایی او پاکستان درګرده له ډیورند خط هم په ډیرو ځاوی کی تر ۵۰ کیلومتر و یا میلو هم راتیر شوی دا پنځلس کلونه یی جنوبی د پشتنو ولایتونه یی د پرله پسی توغندیز بریدونو لاندی نیولی. مګر هره میاشت د دوی په ا۸حصیایییه… نور لوستل »
طالبان چاته شر نه رسوی یوشی چه زه ی درسره نه منم هغه داده چه په دولت کی ډیر داسی کسان شته چه دطالبانو سره خوا خوژی لری او دهغوی بریالی توب ته دعا کوی نو لازمه نه دی چه دحکومت ټولو کارکوونکی غلامان وبولی بریالی اوسی
ګیلانی صاحب . ستاسی خبره سل په سلو کی سمه ده چه ځینی منځپوړی او کوز پوړی چارواکی د طالبانو سره همغږی او لاس اړونه ورسره لری نه یواځی حکومت بلکه اولس کی دننه ټول خلک د طالبانو تر شا ولاړ دی وایی د ولس زور دخدای زور دی دخدای د زور سره د دجال زور ځکه نه رسیږی که دا نه وی طالبانو ته ګوره او د امریکاسره ۱۷ کاله په بریالیتوب جنګیدل ؟ مګر دغه خلک په حقیقت کی ورته جګومتی چارواکی نه ویل کیږی هغوی هم مجاهدین دی دا کار د روسانو وخت کی هم وو حتی… نور لوستل »
طالبانو خواخوږو او طرفدارانو ته فقط یو وړوکی عرض: دین او دینداری او همدارنګه د طالبانو سره دوستی یا دښمنی دوې بېلی بېلی مقولې دی.زه داسی خلګ پېژنم چه استنجاء ئې نده زده مګر د طالب طرفدار دی. بله داچه که ځینی خلګ د کابل اداره غلامه بولی نو معنی ئې داده چه دا بېګناه عسکر او پولیس د غلامانو غلامان دی. که کوم چا ماته بېله شهنواز تڼی غوندی طالبانو او بېله پنجابی طالبانو په قرآنی نصوصو ثابته کړه چه د غلام د غلام وژل روا دی نو هغه وخت بیا زه پټه خوله پاتېږم. ښاغلی طالبه! ته چه… نور لوستل »
ډیر ښه کار شوی دی الله دی دا اجرتی مزدوران همداسی هلاک کړی لکه چی هلاک شول د امارت د مجاهدینو د لا بریاوو په هیله .
دا مونږ ټولوته معلومه ده چی دا پولیس امریکا روزلی دی او امریکایی پولیس دی دوی هیڅ کله هم د افغان مظلوم ولس دفاع نشی کولی دوی یوازی مظلوم او بیچاره ولس تباه کوی .