da- takano-shikayat

کمیسیون: سلګونه شکایتونه مو ترلاسه کړي دي

د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون مسوولین وايي چې له ټاکنو نه په څو ساعته تېرېدو يې سلګونه شکایتونه ترلاسه کړي دي.
د یاد کیمسیون ویاند نادر محسني وايي، چې دوی ۲۷۵ ټاکنیز شکایتونه ترلاسه کړي دي، چې په خبره يې په ټولو ولایاتو پورې اړه لري.

د نوموړي په خبره ډېری شکایات يې د زورواکو او قومندانانو اړوند دي، او ۲۹ شکایتونه يې د ټاکنو د مامورینو اړوند دي، چې د یو مشخص نوماند په ګټه يې خلک رایو ته هڅول.
د ده په خبره د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون تر اته څلویښت ساعتونو یعنې د نن شپې تر دوولس بجو پورې د ټاکنو اړوند شکایات اخلي.
ده په څارونکو غږ وکړ، چې خپل شکایات دې تر ټاکلي وخت ثبت کړي.
دا په داسې حال کې دی، چې خلک د داخلي او بهرني څارونکو په موجودیت کې د ټاکنو شفافیت ته ډېر په تمه وو.
یاده دې وي، چې د ټاکنو په ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایاتو نه زورواکو، اربکیانو او د ملي اردو عسکرو خلک په زور مجبورول چې یو مشخص نوماند ته رايه ورکړي.
د ټاکنو په ورځ د ناامنیو سلګونو پېښو ډېری ټاکنیز مرکزونه یواځې په دولتي مقرونو پورې محدود کړي وو، چې د چارو د شنونکو له نظره په هر ولایت کې د خاص تجارت له مخې دیو مشخص نوماند په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د