fbpx

د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې: ریال مدرید د بایرن میونیخ او لیور پول د روما پر وړاندې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وری، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ سیالیو د نیمه پایلوبې لپاره قرعه کشي (پچه) پای ته ورسېده، چې په پایله کې به ریال مدرید د بایرن میونیخ لوبډلې او لیور پول به د روما لوبډلې پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي.

څو ورځې وړاندې ددغو سیالیو کوارټر پایلوبې ترسره شوې، چې په کې د اګریګیټ قانون له مخې ایټالوي لوبډلې روما د میسي لوبډلې بارسلونا ته په ۴-۴ ماتې ورکړه، که څه هم نمبرې مساوې شوې خو د بارسلونا په کوربه توب کې روما ګول وهلی و چې دوی ته د مخکي والي حق ورکړل شو او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

همدا ډول په دویمه کوارټر پایلوبه کې اسپانوي کلب ریال مدرید لوبډلې د ایټالوي کلب یوونتوس لوبډلې ته د اګریګیټ قانون له مخې په ۳.۴ ریال میډریډ مخکې لاړ او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله، چې د جرمني کلب بایرن میونیخ لوبډلې پر وړاندې به نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي.

په درېیمه کوارټر پایلوبه کې چې د بایرن میونیخ او سویلا لوبدلو ترمنځ بې له نتیجې پای ته ورسېده، د اګریګیټ قانون له مخې بایرن میونیخ لوبډلې د اسپانیان کلب سویلا لوبډلې ته په ۲.۱ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله چې د ریال مدرید پر وړاندې به نیمه پایلوبه کې لوبیږي.

په څلورمه کوارټر پایلوبه کې د انګلستان کلب لیور پول لوبډلې د انګلستان دوهم کلب مانچسټر سیټي لوبډلې پر وړاندې د اګریګیټ قانون له مخې په ۵.۱ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته يې لار وموندله، چې په نیمه پایلوبه کې به د روما پر وړاندې پخپل کوربه توب کې مخ کیږي.

ددغو لوبډلو ترمنځ به دوه دوه نیمه پایلوبې ترسره کیږي، چې هره لوبډله به د بلې لوبډلې یو ځل کوربه توب پر غاړه اخلي، او بیا به د اګریکېټ قانون له مخې پایلوبې ته لار مومي.

د ریال مدرید او بایرن، او د لیور پول او روما ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبې به د اپریل میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره کیږي، چې دویمې نیمه پایلوبې به د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي، او پایلوبه به د مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د