fbpx

د طالبانو چاپو امریکا وارخطا کړې ده

زخمي افغان

لوړه خبره زما نه ده، بلکې دا دامریکا په وتلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز کې راغلی تحلیل دی چې په کې ویل شوي، د طالبانو جنګي تجهیزات په خاص ډول هغه د شپې دوربینونه چې له سپیشل فورس ځواکونو یې نیولي دي او په مټ یې طالبان ټاکونکي او بریالي بریدونه کوي د امریکایي جنرالانو مغزو ته یې جدي وسواس وراچولی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي: طالبان چې پخوا نا مجهز ځواک بلل کیده اوس د شپې له عینکو او لیزري وسلو نه په استفاده په واقعي خطر بدل شوي دي. طالبان اوس د شپې په تاریکۍ کې له دې وسیلو نه په استفاده د  امریکایي ځواکونو د هیلکوفترو او سرتیرو د لیزري  او مادون قرمز وړانګو په کشف سره د هغوی عملیاتي مسیر څاري او په وخت ورباندې متقابل بریدونه کوي. له همدې امله خو امریکایي ځواکونو ته ویل شوي چې نور د دوی چورلکې او لیزري عملیات د شپې په وخت محفوظ نه دي او کیدای شي چې د طالبانو لخوا  کشف او هدف وګرځي.

طالبان د شپې په وخت د امریکایي چورلکو او بې پیلوټه طیارو د لیزري تحرکاتو په کشف سربیره د شب دید دوربینونو څخه په امنیتي پوستو په عملیاتو کې هم پراخه ګټه اخلي.یوه امریکایي جنرال د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چې له ۲۰۱۴ میلادي نیولې تر ۲۰۱۷ پورې د طالبانو لخوا د شپې ناڅاپي عملیات دوه برابره زیات شوي چې ورسره د  عسکرو مرګ ژوبله دری برابره زیاته شوې ده.

نیویارک ټایمز د فراه ولایت په پل ریګي سیمه کې د طالبانو د هغې چاپې یادونه کړې چې د شب دید دوربینونو څخه په استفاده طالبانو په یوه پوسته وروختل او د پوستې عسکر یې د خوب په بسترونو کې له منځه یووړل، کټ مټ داسې لکه امریکایي ځواکونو به چې د شپنیو عملیاتو په مهال په طالبانو ناڅاپي بریدونه کول او اکثره به یې په خوب ویده له منځه وړل.

د نیویارک ټایمز له دې تحلیل څخه ښکاري چې په افغانستان کې طالبانو د فدایي حملو، یا نفوذي بریدونو په شان یوبل اغیزناک جنګي تاکتیک کشف کړی دی، چې هغه د شب دید دوربینونو څخه په استفاده په حکومتي پوځي مراکزو ناڅاپې چاپې دي چې د طالبانو لپاره یې تلفات کم خو مخالف لوری یې په وړاندې هیڅ د غبرګون ښودلو وس نلري.

په تیر کال کې طالبانو د هلمند، کندهار، فراه، غزني او ګڼو نورو ولایاتو کې له دې دوربینونو په استفاده خورا هیښوونکي بریدونه ترسره کړي دي، د کندهار په شاولیکوټ، میوند او  ارغنداب کې طالبان توانیدلي چې د اردو مکملې قرارګاوې له منځه یوسي، عسکر یې ووژني او جنګي تجهیزات یې ټول ولجه کړي.

سږ کال چې لا د طالبانو لخوا پسرلني عملیات نه دي اعلان شوي، بیا هم د دوی پوځي تحرکات تر پخوا زیات او ډیر اغیزناک دي. که تاسو د الاماره ویب پاڼې د خبرونو برخې ته ورشئ هلته اوس ډیر خبرونه داسې دي چې طالبانو پوسته مکمله له منځه یووړه، ولسوالي یې ونیوله او تر لسو زیات مخالف عسکر یې ختم او وسلې یې غنیمت کړې.

په دې نږدې ورځو کې په کندهار، غزني، پکتیا، فراه، هرات، سرپل او ګڼو نورو ولایاتو کې طالبانو بیا بیا په حکومتي پوځي مراکزو چاپې وهلي او دغه اهداف یې په کامله توګه له منځه وړي.

سږ کال چې د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې امریکایي عسکر یو ځل بیا جنګي سیمو ته داخلیږي، امریکایي جنرالان له وړاندې لا وارخطا دي، ځکه هغوی پوهیږي چې اوسنی جنګي وضعیت هغسې نه دی لکه څو کاله وړاندې چې امریکایي ځانګړي ځواکونه به د شپې لیدلو په تجهیزاتو مجهز ول او طالبان به یې په تیاره کې له منځه وړل، اوس د جګړې وضعیت بدل شوی هغه دا چې طالبانو په پریمانه کچه د شپې لیدلو وسائل پیدا کړي، چې هم دامریکایي کشفي او عملیاتي الوتکو څرک لګوي او له ګوزاره یې ځان ساتي او هم په مخالف لوري شپني عملیات ترسره کوي. امریکایي جنرالان پوهیږي چې طالبان کولای شي د داخلي عسکرو په شان په امریکایانو هم په ډیر مهارت سره چاپې ووهي او د پخوانیو چاپو غچ ترې واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د