fbpx
china russia relation

چین او روسیه؛ دښمنان، ملګري او که دښ-ملګري؟ (۱)

کالم: زما هم واورئ، (لیکوال: احمد بلال خلیل): د پخواني شوروي اتحاد په ماتې سړه جګړه نوره پای ته ورسیدله او امریکا د نړۍ یوازینی زبر ځواک شو، او خپل نوی نړیوال نظام یې برپا کړ، چې نړۍ یې لومړۍ نمونه(Sample) د خلیج په لومړۍ جګړه (۱۹۹۱کال) کې ولیدله.

د نوي نړیوال نظام ترڅنګ  د امریکا د تمدنونو ټکر نظریه منځ ته راغله، چې په څرګنده توګه یې چین او اسلامي نړۍ د سر دښمنان پروپاګندول او ورسره په خوا کې د امریکا  د ستراتيژۍ پلار- بریژنسکي- خپله د شطرنج غټه تخته هم راباسلې وه، او د امریکا لپاره یې د ګټو لید په منځنۍ آسیا او یوروشیا کې مېخ کړ؛ هلته چې د منځنۍ آسیا پخوانۍ دعوه داره روسیه یې په جوار کې هغه مهال اندیښمنه ناسته وه او چین، چې د نرمې سیاسي خولې او د نه لاسوهنې تګلارې له امله د منځنی آسیا د ډېرو هیوادونو کنټرکټونه خپل کړي وو، او ترکیه، چې د ترک قام له امله یې ځان ته د دې واک ورکاوه او ورکوي يې، چې د انور پاشا پان-ترکیزم یوځل بیا راژوندی کړي. ورته په سیمه کې د ایران، هند، پاکستان، سعودی، او اروپايي اتحاديې ګټې هم شتون لري.

چین او روسیه په تېر تاریخ کې یو بل ته ډېر نژدې پاتې شوې وو. دا ماؤ زی تونګ و، چې د لینن پر پلونو یې خپل پل کېښود او د چین په خاوره کې یې د کمونیزم سور رپی لوړ کړ؛ که څه هم د تېرې پيړۍ په سړه جګړه کې د دواړو کمونیستو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ډېرې لوړې ژورې وکتل شوې؛ ان دواړه کمونیست هېوادونه په ۱۹۶۹کال په یوه جګړه کې له یو بل سره ننوتل.

د دواړو چین او شوروي لپاره  د شلمې پيړۍ د دویمې نیمايي پېل فکري عاشقانه و، خو د کلونو په تېریدلو سره، لومړی د ماو او د سټالین ترمنځ د کمونیزم پر سر فکري اختلافات وزیږیدل، ماؤ له وړاندې څخه په سټالین اړنګ (شکي) و، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د ماؤ له رقیب سره مرسته کړې وه، او وروسته بیا د دواړو هیوادونو دا فکري انډیوالي د ګټو په سپیلنو کې خپلو-خپلو هیوادونو ته لوګی شوه- د کمونستانو په باندني سیاست کې د ایډیالوژۍ ځای ګټو ونیوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اختلافات له فکري ډګره ووتل او هغه مهال لا ارت شول:

چې کله شوروي د خپل پرمختګ تګلارې پر مټ تر افغانستانه راورسیدله؛ مسکو په کامپوچیا کې له هغو ویتنامیانو ملاتړ وکړ، چې پر چین پلوي واکمن یې تخته پر بله اړولې وه؛ ورسره مسکو د چین پر پولو خپل پوځونه راجمع کړل؛ او د بنګال په چټاکانګ کې یې یوه هډه هم ترلاسه کړه.

چین دغه هر څه له چین نه یو تاو کمربند ګاڼه. د چین په شاوخوا کې دغو جیو-پولیتیکي بدلونونو او د چین دغې ویرې، چې شورویانو مونږ محاصره کړي یو، پای چین دې ته اړ شو، چې په لرغوني متل کې د ځان خونديتوب ولټوي، هغه چې وايي: د دښمن دښمن، ملګری وي!

 پای د چین هوښیار چو این لای د پاکستان د یحیی خان په مرسته د امریکا د هوښيار یهودی کیسنجر پر خوا ولاړ او د شوروی-چین د دښمنۍ تازه ټپ یې لا مالګین کړ.  

په ۱۹۸۹کال کې، چې د شوروی لخوا د چین درې شرطونه ومنل شول او ګورباچوف چین ته په ۱۹۸۹کال کې سفر وکړ، نو د دواړو هېوادونو اړیکې د ښې کېدو په لور ولاړلې. د چین درې شرطونه په دا ډول ول: لومړی، شوروي دې له افغانستان نه پوځونه وباسي. دویم، شوروی دې په کامپوچیا کې د ویتنامیانو له ملاتړه لاس واخلي. او وروستی شرط یې داسې و، چې شوروی دې د چین له پولو څخه خپل پوځونه بېرته لرې کړي.

چین د سړې جګړې په دوران کې د منځنی آسیا پر پولو نیوکه کوله؛ خو په ۱۹۹۱کال کې، چې د منځنی آسیا هیوادونه یو تر بله د شوروی له جوغه خلاص شول، چین بیا د منځنی آسیا پر دغو پولو نیوکه ونکړله او ژر یې د منځنی آسیا له دغو نویو هیوادونو سره تجارتي تړونونه لاسلیک کړل. چین ورته معامله د شوروی موروثې روسیې سره وکړه. په ۲۰۰۴کال کې یې د پولو تړون لاسلیک کړ، او په ۲۰۰۸کال کې یې خپلې شمالي سیمې د روسیې له سیمو نه په بېلولو د نړۍ تر ټولو اوږده زمکنیزه پوله، چې له څلورو زرو کیلو مترو څخه زیاته اوږده وه، د نقشې پر سر وکاږله او د پولو پر سر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکو جګړو ته د تل لپاره د پای ټکی کېښود. چین دغه هر څه د سیمې د ثبات او د تجارت د پراخیدلو په هیله ترسره کړل.

د روسیې-چین ملګرتیا، چې د ۱۹۵۰کال د یو ملګرتوب له تړون نه پېل شوې وه، ډېر ژر په ۱۹۵۹کال کې له نظره شوې، چې ذکر یې پورته وشو؛ خو له افغانستانه د شورویانو په وتلو سره د چین او روسیې ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د دوستۍ پر لوړو څوکو وختلې؛ ځکه دواړه هیوادونه د نړیوال جیو-پولیتیکي بدلون له امله یو بل ته نژدې شوي وو، هلته چې د امریکا د برلین پر دیوال نظر و، لیوالتیا یې په شرقي اروپا کې وه، او په دې جریان کې د نړۍ یوازینی نړیوال هيژومینیک ځواک و.

د تېرې پيړۍ نویمه لسیزه د آسیايي افغانستان په رابطه ډېره د یادونې وړ ده، هغه چې چارو یې د سیمې او نړیوالو راتلونکی وټاکه. د همدې تاریخي نویمې لسیزې په منځ کې طالبان له قندهاره راپورته شول، او په ډېر لږ وخت کې یې د افغانستان ډیری سیمې ونیولې، دې نوي تحریک د راتلونکو وختونو په ډېرو څه اغیزه وکړه؛ ان په دوه کلنۍ کې یې روسیه او چین (په ۱۹۹۶کال کې) د شانګهای 5 سازمان جوړولو ته وهڅول، چې وروسته بیا په ۲۰۰۱کال کې د Shanghai Cooperation Organisation (SCO) په نوم راڅرګند شو. د دې سازمان بنسټيزې موخې له پېله د مخدره موادو او د تروریزم مخنیوی و. روسیې نه غوښتل، چې اسلامي بنسټپالنه منځنی آسیا ته، چې روسیې ته د ډېرې پاملرنې وړ وه، او بیا له دې ځایه (منځنی آسیا) څخه چیچنیا ته ورسیږي، ترڅنګ یې له مخدره موادو څخه هم وېره درلودله؛ ځکه د هیواد په دننه یې ډېر روږدي درلودل، له بلې خوا د مخدره موادو تجارت د ځينو مافیایي ډلو لپاره ګټور و او روسیې دغه، تروریزم او د مخدره موادو خپراوی، د طالبانو سره تړلي بللي ول.

 چین هم ورته انديښنې د خپل لرې او خوار سینکیانګ او د مخدره موادو په تړاو  درلودل او لري یې؛ ځکه چین له یوه اړخه پر طالبانو تورونه لګول، چې اسلامي ختیځ ترکستان او حسن معصوم ته یې پټنځایونه ورکړي دي، او له بلې خوا، د مخدره موادو څخه راتلونکې پيسې به یې د اسلامي تحریکونه (په سینک یانګ کې) په  عملیاتو کې مصرفیدونکې بللې.

لیکوال: احمد بلال خلیل، کالم: زما هم واورئ! – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د